د "سپين زر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "'''سپين زر''' یو کیمیاوي توکی دی. کیمیاوي نښه یې Ag ده چې د لاتین (Argentum) څخه اخیستل شوی دی. اتومي ..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
د موندل شوو لرغونو قبرونو څخه څرګنده شوې چې سپین زر ۳۵۰۰ – ۴۰۰۰ د زېږېدیز تر مخه د مدیترانې او اناتولي (نننۍ ترکیه) کې د سرپو څخه جلا او په لاس راوړل شوی دی. پخوا دغه ټوکی د سپوږمۍ، سمندر او د عبادت ځایونو سره تړاو درلود. په هغه وخت کې په کیمیا کې د سپینو زرو نښه سپوږمۍ وه. تر ډېره کیمیاپوهان په دې اند ول چې سیماب هم سپین زر دي او د ژوندي سپینو زرو په نامه یې یادول. دا نوم په څه هېوادو کې لا تر اوسه هم سیماب ته کارېږي. وروسته ښکاره شوه چې سیماب چورلټ بل توکی دی او سپينو زرو هیڅ تړاو نه لري. سپین زر د زېږیدیز کال په پيل کې د ښایست او لکه پیسې د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره وکارول شول.
 
== د سپینو زرو کارونه ==
د سپینو زرو څخه تر ډېره هندارې جوړېدې. وروسته د لوړې بیې له وجې د المونیم څخه کار واخیستل شو. تر نولسمې بېړۍ د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره کارېده. نن ورځ سپین زر د انځور ایستلو کمرو کې، په طب او درملنه کې لکه انتی بیوتیک ، په کیمیا کې لکه کتلیزاتر، د ډوډۍ د خوړلو په لوښيو کې لکه کاچوغې او ښاخۍ، زرګران يوڅه مس ورسره ګډوي زيورات او نور ښکلي شیان ورځنې جوړوي.