د "د مزلو د اړتیاوو د مرتبو سلسله" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: fa:هرم سلسله مراتب نیازهای مزلو
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د مزلو د اړتیاوو د مرتبو سلسله یا په لنډ ډول د مزلو هرم هغه نظریه ده چې د امریکايي ارواپوه [[ابراهم مزلو]] له خوا په کال ۱۹۴۳ کې په یوې مقاله کې وړاندې شوه. دغه نظریه د انسانانو د اړتیاوو په هکله ده. د مزلو هرم پنځه پوړه لري او په هر پوړ کې یې د انسان غوښتنې له د مزلو په نظر د ګېډې مړول او جنسي غوښتنې (فیزیولوژیکې اړتیاوې) د لومړي پوړ اړتیاوې دي.
دا غوښتنې په حیوان او انسان کې شریکې دي، نامحدودې نه دي او لـه پوره کېدو څه موده وروسته یو ځل بیا راولاړېږي. د ګېډې لـه مړېدلو وروسته بنیادم په امن پسې ګرځي او د سلامتۍ په لټه کې وي. په دریم پوړ کې اجتماعي تعلقات ځاى لري. انسان غواړي یوازې نه وي، په یوه اجتماعي ګروپ کې شامل وي. کلـه چې دا ټولې اړتیاوې لږې یا ډېرې پوره شي، بنیادم ته په ټولنه کې د امتیاز لرلو شوق ورولاړېږي. غواړي نور یې احترام وکړي او په درنه سترګه ورته وګورٍي. غواړي د ده کور، د ده جامې او د ده موټر تر نورو زیات وي. په برلاسۍ پسې ګرځي. خو انسان تر دې لوړه اړتیا هم لري. انسان د خپلو غوښتنو په تر ټولو لوړه مرحلـه کې یو ځل بیا په ځان کې ډوبېږي. د مین غوندې شي. د نورو ښو یا بدو تبصرو ته اهمیت نه ورکوي، یوازې پخپلو لوړو اجتماعي مقصدونو پسې ګرځي. غواړي حقیقت ته ورسیږي، غواړي تلپاتې اثارو ولیکي، غواړي دنیا بدلـه کړي او په ټولنه کې نوى روح وپوکي.