د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۵ کرښه:
 
د دغه شاعر، شاعري کلاسيک سبک لري شاعري يې په فطرت كې ګډه ده.پخپله ښاغلی پسرلى هم په همدې نظر دى او ښه شاعري هغه شاعري ګڼي، چې فطري وي: <blockquote>داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى</blockquote>
===په کډوالۍ کې فرهنګي چوپړ===
ښاغلي په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د[[سپېدې| سپيدې]] په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډون كابل ته راغى او تراوسه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت دى.
 
== چاپي اثار ==