د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۹ کرښه:
تر اوسه د دغه نوميالي شاعر او ليكوال د شعرونو او كيسو څو ټولګې چاپ او خپرې شوې دي.
لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په ګاڼه وپسولل شوې. څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولګه يې چاپ شوه. كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولګه خپره شوه. "داسې هم وو" او "سره غالۍ" په نومونو د لنډو كيسو ټولګې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې. بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه. د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاګور ګيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه. په همدغو كلونو كې د "زهرې" په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولګه يې چاپ او خپره شوه. تر دې وروسته استاد د ګڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ. لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، تېر كال يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په ګاڼه وپسولل شول.
 
==په کډوالۍ کې فرهنګي چوپړ==
ښاغلي په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د[[سپېدې| سپيدې]] په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډون كابل ته راغى او تراوسه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت دى.
 
==صديق پسرلى او نور ادبي ځېلونه==