د "احسان شفيق" د بڼو تر مېنځ توپير

۳٬۰۶۶ تورى ورگډ شول ،  ۹ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
No edit summary
No edit summary
{{تازه مړينه}}
[[دوتنه:Ehsan Shafiq.jpg|کيڼ|350px|بټنوک|احسان شفيق]]
[[دوتنه:EhsanShafiq.jpg|کيڼ|350px|بټنوک|احسان شفيق]]
'''احسان شفيق''' (۱۹۷۶ ز. - ۵ د جون، ۲۰۱۲ ز.) ''(په انګرېزي: Ehsaan Shafiq)'' د [[کانګفو]] ورزش يو [[افغان]] استاد دیاو فلمي ستوری و. هغه څو وارې د [[انګلستان]] او د ټولې اروپا د کانګفو اتلولي ګټلې<ref>[http://www.eskfa.com/my-awards/ د لاسته راوړنو لړليک او انځورونه] </ref>. نوموړی په لندن کې مېشت دی او هماغلته د کانګفو يو ښوونځی هم لري چې هر کال پکې نوي ورزشکاران روزل کېږي.
== مخينه ==
احسان شفيق په ۱۹۸۰ ز. کال کې پاکستان ته مهاجر شو او هلته يې ۱۲ کاله په پېښور کې ژوند کړی و.
 
== زده کړې ==
په مهاجرت کې يې ښوونځی لوستی او په ۱۹۹۵ ز. کال کې په پېښور کې د سيد جمال الدين افغاني له لېسې نه فارغ شوی و. تر فراغت وروسته د احمد شاه ابدالي په پوهنتون کې درې کاله د سياسي علومو په زده کړو بوخت و.
== دندې ==
== کانګفو ==
هغه له ماشومتوب نه يې کانګفو سره مينه وه او په ۱۲ کلنۍ کې يې د خپل مشر ورور او د کانګفو ورزش د لوی استاد وحيد الله شفيق نه روزنه ترلاسه کړې وه. ۱۸ کاله يې د کانګفو ورزش په بېلابېلو څانګو کې سخت ورزش وکړ او پخپله لوی استاد شو. پدې موده کې يې له ۹۸ نه ډېرو نړېوالو او د سيمې په کچه په رزمي سياليو کې ګډون کړی و او ۸۹ لوبې يې ګټلي وې. د هغه ځينې سيالۍ د پاکستان د ملي تلويزون لخوا هم ښودل شوي دي. ځينې نورې يې په [[يوټيوب]] کې هم خپرې شوي. د دې ترڅنګ په ۱۹۹۸ ز. کال کې په پېښور کې د وصال په نامه جوړ شوي فلم کې ښکاره شوی او په هغه فلم کې يې خپل د کانګفو مهارتونه هم ښودلي. کله چې اروپا ته مهاجر شو نو هلته يې هم په يوه انګرېزي فلم Whitefirefilms سره تړون کړی و. انګلستان کې د مهاجرت په وخت کې يې په شرقي، شمال غربي او مرکزي لندن کې د کانګفو ۷ روزنتونونه جوړ کړل چې ۴۰۰ ورزشکارانو ته يې روزنه ورکوله.
 
== لاسته راوړنې ==
هغه په اسيا او اروپا کې په سيمه ايزه کچه او نړېواله کچه ډېرې سيالۍ ګټلي وې چې د يو لړ لقبونو او لاسته راوړنو يادونه يې پدې توګه کېږي:
 
# 2007 د برتانيې د کانګفو ولسي اتل
# 2006 د برتانيې د کانګفو ولسي اتل
# 2006 د W.A.K.O د کېک بوکس اتل
# 2005 د برتانيې د کانګفو اتل
# 2005 د B.I.K.M.A د کېک بوکس اتل
# 2004 د برتانيې د کانګفو ولسي اتل
# 2004 د اروپا د کانګفو اتل (المان)
# 2003 د برتانيې د کانګفو د اتلوليو د سپين زرو مډال ګټيالی
# 2002 د برتانيې د تکواندو د اتلوليو د سرو زرو مډال ګټيالی
# 1999 د ټول پاکستان د اتلوليو د سرو زرو مډال ګټيالی
# 1996 د ټول پاکستان د اتلوليو د سرو زرو مډال ګټيالی
# 1994 د ټول پاکستان د کراتې اتل
# 1992 د ټول پاکستان اتل
# 1991 د ټول پاکستان اتل
 
== مړينه ==
د کانګفو دغه وتلی افغان ستوری د ناروې په هېواد کې د يوه نژدې ملګري په کور کې د زړه د درېدلو له امله ومړ. <ref>[http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2012/06/120605_im_ehsan_shafiq_dead.shtml%20وتلی%20افغان%20کانفو%20لوبغاړی%20احسان%20شفيق%20ومړ وتلی افغان کانفو لوبغاړی احسان شفيق ومړ] - بي بي سي پښتو وېبپاڼه</ref>
۳۵۰

سمونې