د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۸۰ کرښه:
 
دغه دره د چک ولسوالۍ وروستی دره ده چې د چک د سیند په دواړو غاړو پراته کلي د همدې درې مربوط دي دا دره دسیاب څخه تر تنګي سیدان پورې غزیدلې ده، د چک د سیند له برکته ښې زراعتي ځمکې او ښکلي با غونه لري، د جلګې ولسوالۍ ته غزیدلی سرک په همدې دره کې تیریږي: عمر زي، آزاد خیل، ګوډه، کلالان، نوبرجه، برګه کلا، ابراهیم خیل د دي درې مشهور کلي دي، په دي دره کې د وردګو ترڅنګ نور پښتانه قومونه هم د ورور ګلوی په فضا کې ژوند کوي لکه اندړ، عمرزي، اوریاخیل، دوراني، هوتک، ابراهیم خیل، ترکي......
 
===جلګه او دایمرداد ولسوالۍ:===
 
دا ولسوالې: (۱۳۵۷) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۴۵۰) متره لوړوالی لري، د (۱۸-۶۸) طول البلد او (۳۴-۱۳) عرض البد درجو تر منځ پرته ده (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
 
====بره جلکه:====
 
دا سیمه هم د یوې درې په بڼه اوږده پرته ده چې لاندې مهم او لوی کلي پکښې پراته دي:احمد خیل، قطب خیل، اورمړ، ابراهیم زي، بخشک، حاجي که، موکه، کونج، سپید دیوال، قل زنګي، پاره قلعه، خوش قول، فلادي...او داسې نور...
 
====کوزه جلګه: ====
 
په دې سیمه کې دا لاندې مهم او لوی کلي پراته دي: تنګي سیدان، سدوخیل، نازک خیل، ، ګلۍ، رشید، کلاخ، دورانی، شرطوغی، بابک، کاریز، تره، جنګه دولتشاه، چتو، دالان لښکرﺉ، میران، سیاه چغر، ، شاهیخیل، خړ... او داسی نورلوی او واړه کلي پراته دی.
 
 
====د جلګې تاریخي ځایونه:====
 
د جلګې په دره کې چې کله څوک سفر کوي، نو ډیر ځله به یې سترګې په هغو زړو کلا ګانو ولګیږي چې د غونډیو په سر ودانې او د قدامت نښې پکښې له ورایه ښکارې، دې زړو کلا ګانو زما توجه هغه مهال ځان ته جلب کړه، کله چې په کال (۱۳۶۸) کال د یوه سفر په ترځ کې جلګې ته ولاړم، کله مې چې د خلکو څخه د دې کلا ګانو په اړوند پوښتنه وکړه، نو هغو راته وویل چې دې کلا ګانو ته موږ کافر قلعي وایو، د دې کلا ګانو قدامت چا ته هم معلوم نه دی، خو لکه د نوم څخه یې چې څرګندیږي د اسلام د مخه ودانې شوي، دا کلا ګانې ډیرې پخوانې او د پخوا زمانو د جنګې چوڼیو په شکل جوړي دي، دا کلا ګانې په بابک، ورمړو، او پاره کې ودانې دي، همدا شان د جلګې د کونج په سیمه کې یوه لویه تاریخې کلا شته چې په پراخه سیمه کې د غونډیو په سر آباده ده، دا کلا هم ډيره پخوانۍ ده چې قدامت یې د اسلام تر مخه کلونو ته رسیږي.
د دې سیمې اوسیدونکي دی لویې کلا ته ارګ، او ځینې ورته بالای حصار وایې، د دې کلا جوړښت او د د جړیدو مواد په هیرانوونکې ډول کارول شوي.
 
====په جلګه کې معدنونه:====
 
په جلګه کې خلک د ځینو معدنونو لکه زبر جد او نورو قیمتې ډبرو د موجودیت خبرې کوي، خو هغه چې عملا اوس کار پرې روان دی هغه د ګچو لوی معدن دی چې د دې ولسوالۍ په فولادي یمه کې د یوه لوی غره په شکل پروت او د غره دواړه اړخونه د پښتنو او هزاره ګانو لورې تري په زیاته اندازه ډبرې را اوباسي او بازار ته رسول کیږي.
 
====د جلکې تاریخې لرلید:====
 
دا چې په دې سیمه کې له کومې زمانې وردګ قوم او نور پښتانه میشت دي، او له دوی پخوا به څوک پکښې اوسیدل، سم تاریخ یې چاته معلوم ندی، خو د نښو نښانو څخه ښکارې چې دلته به د پیړیو را په دې خوا پښتانه میشت ؤ او دا چې څه پرې تیر شوي پوره معلومات نشته.
 
== '''د اوبو سرچينې''' ==