د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۵۱ کرښه:
د تعلیم د عام کولو بیلګه یې دا ده چې نجونې او هلکان یې ښوونځیو ته ځې، تر دې چې نجونې او هلکان په مختلط ډول په ښوونځیو کې زده کړه کوي، د دې سیمې د یوه مشر وینا ده: (موږ فرهنګي انقلاب اعلان کړی). په لومړۍ حصه کې:۳ لیسې، ۱۲ منځنې ښوونځۍ او ۱۸ لومړنۍ ښوونځۍ فعالې دي
په دوهمه حصه کې:۱۷ لیسې، ۳۰ منځنې ښوونځې، او ۳۹ لومړنې ښوونځې. همدا شان ۱ دار المعلیمین او یو دارالعلوم هم لري.
 
=== جغتو ولسوالي ===
 
جغتو: (۶۲۲) کیلو متره مربع مساحت لري (۲۵۰۰) متره د بحر له سطحې جګوالی لري د ( (۳۶- ۶۸) طول البلد او (۴۸- ۳۴) عرض البلد درجو تر منځ پرته ده (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
 
====څلور خواوې: ====
 
دا ولسوالي د وردګو ولایت په لویدیځ کې د غزنې په پوله پرته ولسوالي ده چې ختیځ لور ته یې د سید آباد ولسوالي، جنوب ته یې د غزني ولایت خواجه عمري او ځینې نورې سیمې، شمال ته یې د چک ولسوالي، لویدیځ ته یې د غزني ولایت د ناور او رشیدانو سیمې پرتې دي.
دا سیمه چې غالبا په دې ولایت کې د خانانو په سیمه مشهوره ده د نور ولایت په پرتله هلته زیات د خانی سیستم د ډیرو کلونو راپه دې خوا واکمن ؤ، د دې سیمې خانانو په دې سیمه او څه ناڅه په نږدې نورو سیمو نفوذ درلود، همدا خانان او قومې مشران د وخت حکومتونو ته تر بل هر چا نږدې خلک ؤ، نو ځکه خو یې واک او زور هم چلیده، چې تر اوسه هم هلته دا نظام په لږ ضعف سره واکمن دی.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکې پښتانه وردګ دی چې لږکې سیدان او خواجګان هم هلته اوسیږي.
د وردګو د دریو پښو (قومې سلسلو) څخه د دې سیمې اوسیدونکې مایار وردګ دي.
دا سیمه د نورو ولسوالیو څخه غالبا د غرونو په واسطه بیله شوي، د سید آباد څخه د ګربت د تاریخې غره په واسطه، د د چک او ناور له سیمو هم د ګوړکو، هلاکو، برغولي او مارمرغ د غرونو په واسطه بیله شوي، او د غزنې د نورو سیمو ره بیا د هوارو غونډیو په واسطه پوله لري.
دا سیمه هم د نورو ولسوالیو په شان له درو جوړه ده چې د ګندقول (چې او په ګلدره یادیږی)، ساوسنګ دره، د ایریاو دره، د بید مشک، پیتاوکې او کله منار دره، د کونج جغتو دره، د دورانیو او باریکاو دره، د رشیدانو او آدینې دره... دي.
 
====مهم کلی====
 
لیګې خیل، سرطیب خیل، ګنډه قول، کلانده، اختر خیل، سعادت خیل، کمال خیل، خواجګان، مصری خیل، چینی، بید مشک، کله منار، پیتاوکه، کاریز، سنځله، ببړخیل، فولادبیک، لالکی، سرخ قول، لوی زرین، کوچنی زرین، لوی ایریاو، کوچنی ایریاو، دهنه، نوی ښاره، آدینه، غوزبه، سیا کول، سلیمان ښاره، غاښی، موله، رشیدان.... او داسې نور کلي پراته دي.
د انګریزانو په خلاف د مجاهدینو مشهور قوماندان او لوی اتل غازی محمد جان خان د همدې ولسوالۍ د بیدمشک د سیمې اویدونکی ؤ، همداشان ډیر نور نومیالی مجاهدین او مشران لکه: ګل جانخان، خداینظر خان، قاضی محمد امین، رحیم الله آخند زاده، انجنیر طاؤس، ګل آغا احمدي، څارنوال نقیب الله، قوماندان ننګیالی، استاد بصیر احمد شیرزی، مدیر متین، او داسی نور د همدې ولسوالۍ اوسیدونکې دي.
 
====تعلیمی برخه:====
 
په دې ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره له انقلاب وروسته د ګنډقول په سیمه کې په کال (۱۲۶۸) کې د ګل آغا احمدي او مدیر عبدالغیاث کامران په هڅو د لجنة الدعوه په مالی همکاری یوه لیسه پرانیستل شوه، چې وروسته بیا د غازی محمد جان خان لیسه او نور ښوونځې هم جوړ شول چې اوس مهال هم ډیر ښوونځي چې تفصیل یې په جدول کې دی فعال دی.
 
====طبیعي حالت:====
د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې هوارې او د کرنې لپاره مناسبې دي، خو دا چې د سیند روانې اوبه پکښې کمې دي نو زیاتره کرنه یې د غرونو څخه د رابهیدونکو اوبو او د چینو او کاریزونو په اوبو ترسره کیږي، له همدی امله، اوبه یې ډیرې کمې او د کال د ګرمی په موسم کې پکښې اوبه وچیږي او یا خو ډیرې کمې وي
 
====د سلطان بند:====
 
دا بند چې د جغتو د ولسوالۍ په لویدیځه برخه کې موقعیت لري، د جغتو د درو اوبه په ژمې او پسرلي کې ورته راټولیږی او په دې بند کې زخیره کېږي.
دا بند لکه د نوم څخه یې چې ښکاري سلطان محمود غزنوی ته یې تاریخ ورګرځې، ځینې لیکونکې لیکې چې نوموړی بند هغه جوړ کړی، دا بند د جغتو د سیمې ډیرې لږې ځمکې خړوبوی، پاته اوبه یې د غزنې ولایت د خواجه عمری او د غزنی د ښار او ورڅیرمه سیمو د خړوب لپاره پکاریږي.
د محمد حامد له کتابه، استاد عبدالمتین خان، استاد غیاث کامران او د سیمې له نورو مشرانو معلومات راټول شوي
 
== '''د اوبو سرچينې''' ==