د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۴۶ کرښه:
دا سیمه پراخه ورشو ګانې او د څړ لپاره مناسبې سیمې لري چې د دې سیمې په مالدارۍ ښه اثر لري چې د کال په اوږدو کې پکښې شنه واښه ولاړ وي، د همدې امله زموږ د هیواد کوچیان به د دوبی په موسم هرکال د څارویو د څرولو لپاره په همدې سیمه کې خپلو مېنو او اخیستو ځمکو او څړ ځایونو ته تلل، او هلته به یې د ځایې خلکو سره د مینې په فضا کې کډ ژوند کاوه، خو د نا امنیو په کلونو کې، او د اوسنې نظام د راتلو څخه وروسته د قومي لمسونو او جدایې غوښتونکو احساساتو له امله کوچیان له خپلو مینو او څړ ځایونو منع شویدي.
 
====تعلیم:====
 
په دې سیمه کې د انقلاب د مخه د تعلیم کچه ډیره ټیټه وه، خو د اوسني نظام په راتلو هلته تعلیم ښه وده کړي، دوی وتوانیدل د خپلو مشرانو په مرسته لسګونه ښوونځي ودان او پرانیسې. دا چې د دې لوی شمیر ښوونځیو لپاره د ښوونکو تشه یې ډکه کړي وي، د خصوصي امتحانو د جواز له برکته په لسګونو نیم لوستو او خصوصي لوستو کسانو د دوولسم ټولګي شهادت نامې تر لاسه او نن په ښوونځیو کې تدریس کوي.