د دې ولسوالۍ سیمه د لویو غرونو تر منځ په تنګو درو او تنګیو کې ویشلې، تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې یوه برخه یې د غوربند د ترکمن درې په وروستي پای کې پرته، او بله برخه یې د بهسودو په سیمه کې پرته ده، چې د دواړو برخو تر منځ د لخشان د کوتل له لارې تلل راتلل ممکن دي، دا کوتل د کال په شپږو میاشو کې په واورو پټ او تلل راتلل هم پرې کله ګران او کله ناممکن وي.
==== د بهسودو دوهمه حصه====
داولسوالي (۲۱۹۸) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۹۷۵) متره لوړوالی لري، د (۵۷-۶۷) درجو طول البلد، او (۲۱-۳۴)درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، او د مساحت له مخی لومړی درجه مقام لري. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)