د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۰۶ کرښه:
د دې ولسوالۍ مهمې سیمې دا دي: فراخلم، تیزک، قول خویش، ګردن دیوار....
د دې ولسوالۍ سیمه د لویو غرونو تر منځ په تنګو درو او تنګیو کې ویشلې، تر ټولو لویه ستونځه دا ده چې یوه برخه یې د غوربند د ترکمن درې په وروستي پای کې پرته، او بله برخه یې د بهسودو په سیمه کې پرته ده، چې د دواړو برخو تر منځ د لخشان د کوتل له لارې تلل راتلل ممکن دي، دا کوتل د کال په شپږو میاشو کې په واورو پټ او تلل راتلل هم پرې کله ګران او کله ناممکن وي.
==== د بهسودو دوهمه حصه====
 
داولسوالي (۲۱۹۸) کیلو متره مربع مساحت لري، د بحر له سطحې (۲۹۷۵) متره لوړوالی لري، د (۵۷-۶۷) درجو طول البلد، او (۲۱-۳۴)درجو عرض البلد تر منځ پرته ده، او د مساحت له مخی لومړی درجه مقام لري. (د نړۍ هنداره – احسان الله آرین زی)
 
دا ولسوالې په لاندې مهمو برخو ویشل شوې:
 
تګاب، راقول، دهن ګرماب، سنګ شانده، کوه بیرون، مرک، ممرک، سرتاله، قوم دهقان، سرخ آباد، هشت درخت، سفید سنګ، میر هزار، آب شیروم، کجاب...
د بهسودو د دواړو ولسوالیو سیمه د وردگو او میدان ولایت د جلریز، جلګې او جغتو د ولسوالیو لویدیځ ته هغه پراخه سیمه ده چې د ولایت په اداري ویش کې دوې ولسوالۍ لري ، چې د مساحت له مخې د ټول ولایت (3/1) برخه جوړوي.
دا سیمه د شمال له لوري د پروان او بامیانو د ولایتونو او د لویدیځ لورته له بامیانو، او د جنوب لور ته د غزني ولایت له ناور ولسوالی سره ګډي پولي لري
 
=== قوم، توکم او ژبه: ===