د "ميدان وردگ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۴۴ کرښه:
 
== '''فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت''' ==
==پوهنه او معارف:==
 
د معارف د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په وردګ ولایت کې ۷۴ لیسې، ۹۶ منځنۍ ښوونځي، ۱۶۰ لومړنې ښوونځي، (۵) دارالعلوم، (۹) دیني مدرسې، (۲) دارالحفاظونه، (۴) دارالمعلیمین (۱) تخنیکې او مسلکي لیسه فعال دي.
په لیسو کې (۸۷۵۴) تنه زده کوونکي، په منځنیو ښوونځیو کې (۲۲۰۱۳) تنه زده کوونکي، او په لومړنیو ښوونځیو کې (۹۶۳۲۰) تنه زده کوونکي، په دیني مدرسو کې (۲۰۲۹) تنه، په دارالعلوم کې (۷۵۰) تنه، په دار الحفاظ کې (۱۳۴) تنه، او په تخنیکې ښوونځۍ کې (۱۳۵) تنه چې جمعا (۱۳۱۰۰۱) تنه زده کوونکې پدې ولایت کې په تعلیم بوخت دي چې د (۴۱۰۶) تنو استادانو له خوا ورته تدریس کیږي.
ددغه ولایت په پښتون میشتو سیمو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې خنډونه شته. د طالبانو د راپرزیدو وروسته پدې ولایت کې په ډیر شوق او زور سره د نجونو ښونځي پیل شول؛ خو د لنډې مودې وروسته د طالباني فکر پلویانو لخوا یو پر بل پسې وتړل شول، او ځنې هم په بمونو والوزول شول.
ددې برعکس، ددې ولایت هزاره میشتو سیمو نجونو او هلکانو د نوي حکومت له راتګ سره سم ښونځیو ته د تګ زمینه وموندله چې دادی لس کاله وروسته د دې غرنۍ او غریبې سیمې هر ځوان او پیغله د پوهنتون تر کچې را ورسیدل او هر یو یې د علمي درجې لرونکي شول.
 
== '''تاريخي ځايونه''' ==