د "کونړ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

 
== زمكنې جوړښت==
په کونړ کې اقتصادي فعالیتونه
===== داوبدنې صنعت =====
په کونړ کې اقتصادي فعالیتونه
===== داوبدنې صنعت =====
په کونړ کې که څه هم وړۍ زیاتې استحصالېداۍ شي خو بیا هم د وړیو څخه ډېره کمه گټه اخیستل کېږي، معمولاً وړین کالي چې په غرنیو سیمو کې زیات رواج لري جوړېږي د دې خبرې علت دا دی چې په دغو سیمو کې ساړه زیات او له بلې خوا نه د هغو داوسیدونکو تگ راتگ تل په ځنگلونو کې وي او وړین کالي د ونو او بو ټو د څانگو سره د نښتلو په وخت کې زیات مقاومت لري په دې سیمو کې د پسه وړۍ دلاسو نو په واسطه (لاسي څرخۍ)ریشي چې د ریشولو په کار کې ښځې زیاته برخه اخلي او خاص مهارت لري کله چې وړۍ ورېشل شي نو بیا په خپل لاس جوړو شوو ساده دستگاه گانوکې ترې تکه جوړوي او د استحصال شوي ټوټې څخه د هغو د تارونو د نري توب او پنډوالي په اعتبار مخصوص کالي لکه کورتۍ،شړۍ،پکول،صافي واله خولۍ،کوڅۍ،پاپیچی،شوقه،څړۍ،ټغرې،لمڅی،،دباروړلو دپاره وریی،جوالونه،غوندي او داسې نور ترېنه تیاروي.
همدارنگې په کونړ کې په تېره بیا د کونړ د ناوې په ښکتنیو سیمو کې د پنبې کرل زیات رواج درلود یا لري.خو پخوا چې دمحلي صنعت له مخې د خلکو جامې عموماً له خامتا(کرباس) څخه وې نو دا وه چې پنبه زیاته کرل کېدله د ژمي په موسم کې چې له یوې خوا د مني د حاصلاتو له جملې څخه پنبه هم وه او له بلې خوانه شپې به اوږدې وې، دکورنیو ښځو به په خپلو لاسونو تر حلاجۍ او ندافۍ وروسته په لاسي څرخو هغه رېشلې او جو لاگانو به د ماکو په دستگاه خامتا اوبدله او بیا یې څادر ، پټکي او کالي ورځینې تیارول.
۱۰٬۱۵۰

سمونې