د "منځنۍ پېړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۶ کرښه:
هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنګ دا يادونه هم کړېده چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ ګاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړيدي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کي د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو په هغو کي د هخامنشيانو پر ضد په واروارد سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه )
په سيستان کي د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي اود هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موګا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود .
د کوشاني ستري واکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان، چي د ساکانو له سټې څخه وه نوموړي سيمي تر خپل واکمنۍ لاندي کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره ګاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غوراو اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايګاه ) وه د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خود ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يوشمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه .
دتاريخي متونو پر بنسټ دسوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولوپخوانۍ څرګنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شويدي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) جهان پهلوان امير کروړ ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )