د "چاپېريال ساتنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
و "چاپېريال ساتنه" وژغورلی شو (‏[edit=autoconfirmed] (لامحدوده) ‏[move=autoconfirmed] (لامحدوده))
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
ګرین هوز ګازونه هغو ګازوته وایي چې په شیشه ای کورونو کې منځ ته راځي او کله چې وړانګې شیشه ای کورته ننوځي نو یوه برخه يې چې د څپې اوږد والی يې ډیر وي هلته پاتې کیږي او دا کورونه ګرموي او له همدې ګرمۍ له امله په ژمي او یخه هوا کې نباتات پکې کرل کیږي او په زمي کې هم ګټه تر ې اخیستل کیږ ي اوس راځو دې موضوع ته چې صنعتي هیوادونه ډیر کاربن دای اکساید او نایتروجن اکساید تو لیدوي چې هوا ته خوشې کیږي او د ځمکې په شا او خوا دا سې یو ‌حالت جوړوي لکه ګرین هوز چې وړانګې ورته ننوځي بیرته وتی نه شي او هوا ګرموي ډیره څیړنه په دې برخه کې شوې او منل شوې ده چې همدا غازونه چې دګرین هوز تاثیر جوړوي داسې یوه پېښه لکه د ګرین هوز تاثیر جوړوي او د ځمکې اتموسفیر ګرموي او په دې ډول هوا ګرمیږي او چاپیریال ګرمیږي .
د جاپیریال دګرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحرونو کې اوبه زیاتیږي او جزیرې او دبحر د غاړې ټیت ځایونه د اوبو لاندې کیږي او همدارنګه واورې وریدل کمیږي او باران وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابونو د راتګ سبب ګرځي او سیلابونه ډیرې زمکې او کورونه تخریبوي. له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب ګر ځي یعنې دیخو ځایونو نباتات او حیوانات به یا بلکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره برابر کړي او دا چې په انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي چې او س يې مونږ نه شو تخمین کولی .
بله مهمه موضوع چې چاپیریال ته ډیرضرر لري هغه د اوزون سوړه ده اوزون ددرې اتو اکسیجن نه جوړ شوی دی او دځمکې په شا او خوا یوه طبقه جوړوي چې ستراتوسفیر نومیږي داوزون قشر(طیقه ) ددې دپاره ده چې دالترا ویولیت او نور مضرې وړانګو د راتګ نه ځمکې ته مخنیوی وکړي که دا وړانګې ځمکې ته راورسي نو جلدي تکلیفونه او جلدي سر طان په اول قطارکې راځي دسترګو ړندېدل اونور د سترګو مرضونه هم د دې وړانګو نه پیداکیږي . داوزون سوړه هغه حالت ته وایي چې په ستراتوسفیر کې داوزون طبقه نرۍ اویا یا بیخي له منځه لاړه شي . په زړو یخچالو او ایرکنډیشنو کې داسې مواد فضا ته خوشې کیږي چې داوزون سوړه لا پسې لویوي . په [[افغانستان]] کې چې د زړو موټرو باب دی دحکومت توجه دې خاصې موضوع ته رااړوم .
 
دریمه موضوع میده ګردونه دي او میده ګردونه هغو ګردونو ته وایي چې قطر يې د ۱۰ مایکرونو کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي دا میده ګردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس د لارې ننوځي او هلته ځای نیسي چې د امبولی اوسر طان باعث ګرځي او دا میده ګردونه د زړو ډیزلي ماشینونو نه راووځي اوس له بده مرغه په افغانستان کې دا کنټرول نشته چې کوم موټر او یا ماشین دې افغانستان ته وارد شي او په خارج کې هم خلک ددې زړو ماشینو نه ځان خلاصوي زمونږ وړانديز دولت ته دادی چې دې موضوع ته په جدي نظر وګوري .