د "تلويزون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: ckb:تەلەفزیۆن
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ بدلول: ckb:تەلەڤیزیۆن؛ زیباسازی
۱ کرښه:
[[Imageدوتنه:Braun HF 1.jpg|thumb|left|[[Braun (company)|Braun HF 1]], [[Germany]], 1959]]
[[Imageدوتنه:Fernseher.jpg|thumb|Clivia II FER858A (VEB Rafena, Radeberg, Germany), 1956]]
ټلوېزون يوه داسې اله ده ، چې د غږ او انځور په مرسته پيغام خپروي. د ټلوېزيون ايجاد او د خپرونو پيل په خپل شاليد کې يو پر زده پورې تاريخ لري. ټلوېزيون ته د نوي پېر نړۍ هېنداره ويلاى شي. د ټلوېزون له لارې موږ پر کور ناست د نړۍ چکر وهو او په نړۍ کې د پېښې شوې مهمې او ارزښتمنې پېښې په خپلو سترګو وينو. ټلوېزيون پروګرام تر موږ پورې له کوم ټلوېزون سټېشن څخه را رسېږي، چې ټلوېزون مرکز ورته ويل کېږي. ځينې پروګرامونه له ټلوېزون مرکز پرته نيغ په نيغه هم خپرېږي. دغه خپرونې د کامرو او فيته ثبتوونکيو( Tape Recorders) په مرسته خوندي کېږي هم او د اړتيا پر مهال د ټلوېزون مرکزونو څخه بيا خپرېږېداى شي. د ټلوېزون د ايجاد او خپرونو په اړه پر تفصيلاتو له پوهېدنې تر مخه د ټلوېزون پر معنى او مفهوم پوهيدنه اړينه ده.

== ټلوېزون څه شى دى؟ ==
ټلوېزون ( Television) د دوه کلېمو مجموعه ده. چې ټېلي ( Tele) او وېژن ( Vision). ټېلي ( Tele) يوه رومي کلېمه ده او د ډېر لرې ( For Away) معنى لري، او وېژن ( Vision) د ليدلو معنى لري. نو په دې توګه ټلوېزون د ( له لرې ليدل) يا ( له لرې سيل کول).معنى لري.

== د ټلوېزون رامېنځ ته کېدنه ==
د ټلوېزون منځ ته راتګ( اختراع) په يو وار يا ناڅاپي ډول نه ده شوې. د هغې شاليد کې د برېښنايي اختراعاتو د بري يوه لړۍ پرته ده. د ټلوېزون له اختراع تر مخه ساينس پوهان په دې نظر وو چې د هوا د څپو له لارې له يو ځايه بل ځاى ته د غږ او انځور تګ يا لېږدول شوني ( ممکن) دي. دې نظريې ته د عملي شکل ورکولو لپاره پر ١٨٩٤ز کال يو ساينس پوه راډيوي غږونه په برياليتوب سره تر يو لنډ واټن پورې ورسول. دغه ساينس پوه ګاليلو مارکوني و، چا چې راډيو اختراع کړه. په ١٩مه پېړۍ کې ټېليګراف اختراع شو. ورپسې د ټېليفون له اختراع سره سم د غږ لېږدول ( Transmission) پيل شو.
د ټلوېزون ستره اختراع د سکاټلينډ يو اوسېدونکي جان لوګي بيرډ (John Logie Baired) وکړه. بيرډ به ډېر ځلې ( اکثر) فکر کاوه، چې لکه څرنګه چې له تار پرته زموږ غږ له يوه ځايه بل ځاى ته رسېږي، دغسې انځور هم رسولاى شو. دغې خيال ته د حقيقي شکل ورکولو لپاره بيرډ تجربې پيل کړې. له تجربو څخه دې پايلې ( نتيجې) ته ورسېد چې بې شمېره تورې او سپينې کوچنۍ نقطې د برېښنا په ذريعه له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدول کېداى شي. دغه نقطې د يو بل ماشين په واسطه يو وار بيا يو ځاى د انځور په توګه پر پرده ښودل کېداى شي.
جان بيرډ پر ١٩٢٥ز کال له يوې کامرې څخه بلې کامرې ته پر يوه پرده د يو ماشوم د تصوير په لېږدولو بريالى شو. جان بيرډ پر ١٩٢٧ز کال تر ګلاسکو پورې د لندن ښار د منظرو په لېږدونه بريالى شو.
پر ١٩٢٩ز د ټلوېزون لومړنى خپرنيز مرکز په لندن کې پرانيستل شو. د ټلوېزون اختراع کوونکي جان لوګي بيرډ پر ١٩٤٦ز مړ شو.
له بله پلوه جرمني ساينس پوهانو د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال له سل ميلو لرې واټن څخه پر "٢٤ x "١٨پرده د انځورونو د ترلاسه کولو بريالۍ تجربه تر سره کړې وه. خو په نړيواله جګړه کې د هېټلر له ناکامۍ وروسته هغوى دې لوري ته پاملرنه و نه کړه.

== د ټلوېزون خپرونې ==

په نړۍ کې دمنظمو ټلوېزوني خپرونو پيل له ټولو تر مخه په انګلستان کې وشو. د جان بېيرډ لومړنۍ ټلوېزوني خپرونې د ١٩٢٥ز کال د سپټمبر پر ٣٠ مه نېټه د بي بي سي له خپروونکې ماشين ( Transmeter) له لارې خپرې شوې. وروسته بيا د پرلپسې منظمو خپرونو چارې هم بي بي سي ( British Broadcasting Corporation ) پر غاړه واخيستې، خو د دويمې نړيوالې جګړې له امله دغه خپرونې بندې کړاې شوې.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر ١٩٤٦ز کال د ټلوېزون خپرونې بيا پيل شوې، او دايره يې له لندن څخه پراخه او نورو سيمو ته وغزېده.
په لندن کې د برياليو ټلوېزوني خپرونو د امريکې پر متحده ايالاتو هم اغېزه وکړه او هغوى هم د ټلوېزون د خپرونو پر تجربو لاس پورې کړ.

== تخينک ==
=== د ټلويزوني غونډال توکي ===
[[Imageدوتنه:OTVbelweder-front.jpg|250px|thumb|left|[[Belweder (TV set)|OT-1471 Belweder]], [[People's Republic of Poland|Poland]], 1957

{{col-begin}}
{{col-break}}
1. power switch / volume

2. brightness

3. pitch

4. vertical synchro

{{col-break}}
5. horizontal synchro

6. contrast

7. channel tuning

8. channel switch
{{col-end}}]]
۴۰ کرښه:
پکسل (د ښوديز ريزولوشن\ريزولوشن) پر يوه پرده د څانګړيو ټکيو شمېر دی، چې [پکسل] بلل کېږي.د پکسل د کلمې استعمال خورا نوی دی، او نېټه يې هغه وخت ته رسېږي، چې د [VGA] ښوديز معيار وپېژندل شو. له ۱۹۸۰مې لسيزې مخکې "lines of resolution" د رېزولوشن د اندازه کولو معياري يوون (واحد) و.

د 720x480 يو دوديز رېزولوشن معنا داده، چې د ټلوېزيون ښوديز ۷۲۰ پکسلونه په افقي او ۴۸۰ پکسلونه په عمودي محور باندې لري. څومره، چې د يو څانګړي ښوديز رېزولوشن زیات وي، همغومره انڅور ښه وي. کانټرسټ [تناسب] پر پرده د روښانوالي او تیاره والي د ټکيو تر منڅ د فاصلې د اندازه کولو واحد دی.

څومره، چې د کانټرسټ تناسب لوړ وي، همغومره انڅور بډای، ژور او سيوری لرونکی ښکاري. د انڅور روښانوالی دا اندازه کوي، چې رنګونه څومره خوڅند او اغېزمن دي. د هغو شمعو، چې د انڅور د بلولو\غښتلولو لپاره په کار دی، سره په مساوي کچه اندازه کېږي.
له بلې خوا، پر ټلوېزیونونو او مونيټورونو د "روښانوالی" او "کانټرسټ" برابروونکي څارونه (adjustment controls)، د انڅور د ښوديز د بېلابېلو برخو د څارنې لپاره کارېږي.

د روښانوالي څار تور ټکی، یا د سيوري کچه، خوڅوي، چې د کانټرسټ تناسب يا د انڅور ګاما اغېزمنوي، خو د کانټرسټ څار د انڅور قوت يا روښانوالی څاري.

اخڅ: جان واټکېنسن، " Convergence in Broadcast and Communications Media: The Fundamentals of Audio, Video, Data'', Focal Press, 2001, ISBN 02405150990-240-51509-9"

== افغاني ټلوېزيوني شبكې ==
** [[ننګرهار ملي ټلويزيون]]
** [[لمر ټلویزيون]]
** [[تمدن ټلويزيون]]
** [[نور ټلويزيون]]
** [http://www.arianatelevision.com/index.html آريانا ټلويزيوني شبكه]
** [http://www.aa-tv.com/ آريانا افغانستان]
۶۳ کرښه:
** [http://www.tolo.tv طلوع ټلويزيوني شبكه]

== سرچینې ==

See http://en.wikipedia.org/wiki/Wikipedia:Footnotes for a
۷۳ کرښه:

== اړوند ويبپاڼي ==
* [http://www.earlytelevision.org Early Television Foundation and Museum]
* [http://www.tvhistory.tv/ Television's History — The First 75 Years]
۱۰۰ کرښه:
[[bs:Televizija]]
[[ca:Televisió]]
[[ckb:تەلەفزیۆنتەلەڤیزیۆن]]
[[crh:Telekörüv]]
[[cs:Televize (médium)]]