د "ابسه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: ca:Abscés
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''آبسه''' د عضويت بېلا بېلو ووبونو کې د خيرو سيمه اييزې راټولېدنې ته وېل کېږي . چې د يوې التهابي ساحې په مرسته چې هلته د ليو[[کوسايټ]]ونو خپرېدنه او احتقان وي ، په روښانه توګه ښکاري او راچاپېره کېږي . يا په يوه [[ووب]] کې دقيح داسې راټولېدل چې د[[ انتان]] له لامله زيانمن شوی وي د آبسې په نوم يادېږي . په بله وينا آبسه د[[باکټرېريا|باکټرياؤ]] د تلقيح شاوخوا کې د تميعي نکروز په يوې ساحې کې د [[نيوتروفيل]]ونو د [[محراق]]ي راټولېدو په بڼه پيل کېږي او وروسته له بشپړ تاسيس څخه آبسه په [[پيوجېنېک پرده]] کې د خيرو موضعې او څپه اييز راټولېدل دي . خيرې د [[نېکروسېز|نکروټيک]] ووبيزو ژونکو او نکروټيک [[سپين کرويات]] نيمه اوبلنه پاتې شونی دی . يا د مکروبونو راټولېد دي چې سپين کروياتو څخه او ووب له منځه تللي وي او د يوه کېريم دوله مايع د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی وي . په بله وينا د خيرې په نوم يادېږي . پيوجېنيک [[غشاّ]] يوه داغلي طبقه لري چې د نيوټروفيلو څخه جوړه شوې او بله باندنۍ طبقه لري چې له[[ وعايي ګرانولېشن ووب]] څخه جوړه شوې وي . آبسه ځانګړو [[ميکروب]]ونو د مداخلې له کبله چې د ټپونو زرقياتو او نورو انتانونو له لامله پيدا شوي وي ، په ووب باندې پيداکېږي. کله چې ميکروبونه ووبونه تخريب کړي د وينې سپين کرويات او انټي باډي په هغه ځای کې راټولېږي او په ميکروبونو يرغل کوي. په پيل کې ابسه د ګرانولېشن کپسول په مرسته او وروسته بيا د منظمو ووبونو د کپسول په مرسته احاطه کېږي. ابسه اکثراً د پيوجېنېک، سټافېلوکوکس، سټرېپټوکوکس، نيموکوکس، اېشريشا کولي، معايي مکروبونو او نورو په مرسته رامېنځ ته کېږي. همدارنګه معقم ابسه (Aseptic Abscess) د هايپرټونيک محلولونو د زرق کولو او نورو مخرشو موادو له امله رامېنځ ته کېږي. ځني وخت د تايوپينټون (Thio-pentone) په شان مخرشو موادو د زرق کولو له امله په نرمو ووبونو کې هم يوه معقمه ابسه جوړېږي.
 
 
 
 
 
[[وېشنيزه:عمومي جراحي]]
[[ar:خراج (طب)]]
[[ay:Jinq'ichata]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ابسه" نه اخيستل شوی