د "ويليم فاکنر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: qu:William Faulkner
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:William Faulkner 01 KMJ.jpg|بټنوک|کيڼ| ويليم فاکن]]
 
'''ويليم فاکنر''' (William Faulkner) په (1897)د [[امريکا]] د مي سي سي پي (Mississippi) په نيو آلباني کې په يوه سياستواله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د ماشومتوب پړاو يې د خپل نيکه کلنل فاکنر سره پيل کړ چې هغه هم پياوړى ليکوال او سياستوال وو او په ١٩٨٩ کال د خپلو سياسي رقيبانو په لاس ووژل شو.
په ١٩٠٢ کال کې آکسفورډ ته له خپلې کورنۍ سره لاړ او په پوهنتون کې يې لوړې زده کړې پيل کړې.
ويليم د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال لوړې زده کړې خوشې کړې او په آکسفورد کې په يو بانک کې په کار بوخت شو او له هغې وروسته د کاناډا په هوايي ځواک کې په کار بوخت شو چې له نړيوالې جګړې وروسته بېرته آکسفورد ته لاړاو په مي سي سي پي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو. د زده کړو ترڅنګ يې د محصلينو په خپرونه کې انتقادي مقالې او شعرونه خپرول، خو په ١٩١٩ کې يې په کلي توګه پوهنتون پرېښود او نيويارک ته لاړ. هلته يې په يو کتابتون کې په کار پيل وکړ او له بېلابېلو کارونو وروسته يې په خپلو پيسو د ( د مرمرين فاون The Marble Faun) يو ديوان خپور کړ.