د "مارک ټوېن" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.5.1) (روباټ زیاتول: as:মাৰ্ক টোৱেইন
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Mark Twain by Abdullah Frères, 1867.jpg|بټنوک|کيڼ|مارک تواین]]
'''مارک تواین''' (Mark Twain) د پیاوړي امریکايي [[لیکوال]] سامویل لنګهورن کلمنز(Samuel Langhorne Clemens) مستعار نوم دی. هغه د ۱۸۳۵ زيږېدي کال د نومبر په ۳۱ نېټه د امریکا په فلوریدا(Florida) ایالت کې د میسوري په پوله کې په یو کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې قاضي او یو کوچنی سوداګر وو چې په اصل کې د وېرجینیا ایالت اوسېدونکی وو او په کنتاکي کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې او په هماغه ځای کې یې د جین همپتون په نوم له یوې مذهبي مېرمنې سره واده وکړ. وړکتوب یې د ميسي سي پي سېند په غاړه کې د پراته هانیبال (Hannibal) په کلي کې تېر کړ.
پلار یې دهغه په دولس کلنۍ له نړۍ سترګې پټې کړې، او سامویل اړ شو چی په یوه چاپځي کې کار وکړي او وروسته یې د ورور اوریون په یوه ورځپاڼه کې کار پیل کړ. په اتلس کلنۍ کې د میسوري سنټ لویس ته لاړ، له هغه ځایه نیویارک ته ولاړ او څه موده یې په چاپځایونو کې کار وکړ. په دوه دریو کلونو کې بېلابېلو ښارونو ته لاړ او د ټایپسټ په توګه به یې کار کاوه. په دې موده کې یې سویلي امریکا ته هم یو ناکام سفر وکړ، د ۱۸۵۷ کاله یې تر ۱۸۶۴ کال پورې په میسي سي پی سیند کښتۍ چلوله. په ۱۸۵۹ کال یې د کښتۍ د چلوونکي اجازه لیک تر لاسه کړ او په دې حال کې یې د ګڼ شمېر مجلو لپاره طنزي مقالې ولیکلې. په ۱۸۶۶ کال یې د لویدیځ له سترې ورځپاڼې آلتا کلیفرنیا سره تړون لاسلیک کړ.
لومړی داستان یې په ۱۸۶۵ کال د (The Celebrated Jumping Frog of Calaveras County) په نوم په نیویارک کې خپور کړ او ناڅاپي یې شهرت ته ورساوه. په ۱۸۶۹ کال یې د کښتۍ په سفر کې ساده زړي(The Innocents Abroad) او دغه راز پرله پسې داستانونه خپاره کړل، چې ډېر ژر یې ځان ته پام راوګرځاوه.