د "سلیمان ۱" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.2) (روباټ زیاتول: arz:سليمان القانونى
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۲۳ کرښه:
|}
 
'''سلیمان ۱''' (په ترکي ژبی کی: '''سليمان، أنا قبل, Kanuni Sultan Süleyman''') د عثمانیانو د حکمرانانو څخه یو مشهور سلطان وو چی په [[عثماني واکمنۍ]] کی د ۱۵۲۰ کال څخه تر ۱۵۶۶ کال پورې یی حکومت کاوه. د سلیمان ۱ د حکومت په وخت کی عثمانی امپراطوری اوج ته ورسېده. سلطان سلمان ۱ په ۱۴۹۵ کال کی د ترابزون په ښار کی په آناتولییا کی زېږېدلی وو. پلار یی سلطان سلیم ۱ وو. سلیمان کله چی ۷ کلن وو نو د زده کړی لپاره استانبول ته ولاړ. سلیمان په استامبول کی تاریخ پوهنه، د اسلام دین او ادبیات زده کړل. هغه تر زده کړی وروسته د آناتولی او کریمه د ولایتونو حکمران شو. د سلطان سلیم ۱ تر وفات وروسته په ۱۵۲۰ کال کی سلیمان د سلطنت پر تخت کښیناست.
==د سلیمان جګړې==
کله چی سلیمان ۱ د عثمانیانو سلطان شو نو پر بالکان یی پرید وکړ. په ۱۵۲۱ کال کی د سلیم ۱ اردو د بلگراد ښار ونیو. او صربستان د عثمانانو لاس ته ورغی. په ۱۵۲۲ کال کی سلیم د رهوډوس پر ټاپو برید وکړ. ۱۵۲۶ کال کی سلیم د موهاچ په جکړي کی وروستی چکی او اوهری (هنګری) پاچا لودویک یاګېلونی ته ماته ورکړه او چکی پاچا په جبې کی مړ شو. تر جګړي وروسته اوهری د سلیم ۱ لخوا ونیول شو او سلیم ۱ وکولای سول د ویانا پر ښار برید وکړی.