د "د ميوند جگړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{صاف}}
[[دوتنه:Campafghan.jpg|بټنوک|250px|کيڼ|د ميوند جګړه]]
[[دوتنه:Royal Horse Artillery fleeing from Afghan attack at the Battle of Maiwand.jpg|بټنوک|250px|کيڼ|د ميوند جګړه]]
۸ کرښه:
پوځي جامې ، وسلې او توکي:
بریتانوي او هندي ځواکونه په ټولیز ډول له بومي هندي لېواگانو څخه جوړ ول چې له دریو سترو لښکرو څخه راټول شوي ول: د بنگال لښکر، د بمبیي او مدراس لښکرونه ، او کوشني سیمه یز پوځونه لکه د حیدرآباد د سیمې اونوي پوځونه ، د پنجاب د پیاوړي لښکرسرحدي ځواکونه. هندي لېواگانې د بریتانوي لېواگانو له ځواکونو سره یوځای د جگړې ډگر ته پلي کېدل.
 
 
 
برېدمن هکترمک لین د شاهي پوځ د سپرو توپخانه لرونکی ډلگي ته د لویې تنگې درې په څنډو کې لارښوونه کوي
 
د ۱۸۵۷ کال پوځي پاڅون په هندي لښکرکې ستر بدلون رامنځ ته کړ. له پوځي پاڅون څخه مخکې د سترو څارگرو لښکرونو غنډونه د هندوستان له مرکزي او لویدیځو ولایتونو څخه د برهمني هندوانو او د مسلمانانو د لوړو کښو یا طبقاتو له ټولنو څخه غوره کېدل ، په ځانگړي ډول د هند له شمالي برخي اود څخه. په ۱۸۵۷ کال کې د بنگال د لښکر له ۹۰ پلیو لېواگانو څخه ۶۰ یې پوځي پاڅون وکړ او نور گڼ شمیریې د ۱۸۵۷ کال له پوځي پاڅون څخه مخکې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خواره واره شول او لښکر یې پریښود. همدغه شمیر ته ورته د بنگال د سپرو د لېوا سرتیري ورک شول.
 
 
 
== د مېوند دجگړې ډگر ==
 
بریتانوي پوځونه د بنگال د پوځ ، د بمبیي او مدراس د څارونکو سترو لښکرونو د څو پالیالو لېواگانو په مرستې چې پاڅون یې نه ؤ کړﺉ پرپوځي پاڅون لاس بري شول. خو په بنسټیز ډول بریتانویانو خپله مخه د نیپال د راجپوتانو د توکم گورخاص، سیکهانو، د پنجاب او بلوچستان مسلمانانو او د شمال لویدیځ سرحد (پښتونخوا- ژباړونکی) د پټهانانو لور ته واړوله او د هغوی په مرسته یې ډهلی له سره ونیو او د پوځي پاڅون اور یې مړ کړ.
له پوځي پاڅون څخه وروسته بریتانویانو د هندوستان د "سترو توکمونو" سکالې (موضوع) ته وده ورکړه. د بریتانویانو په خبرو کې تل دا یادېدله چې گڼ شمیر هندي توکمونه د سرتیرۍ لپاره مناسب دي او همدغه توکمونه ول چې په یوه وخت کې یې هندوستان د بریتانیا لپاره وژغوره. هغو هندي لېواگانو چې په ۱۸۷۸ کال کې پرافغانستان یرغل وکړ که څه هم گڼ شمیر یې د بنگال له لښکرڅخه ول په ټولیز ډول د همدغې سکالې "ستروتوکمونو" له تل څخه گومارل اوغوره شوي ول: جټان ، سیکهان ، مسلمانان، د پنجاب هندوان ، پټهانان، بلوچان او گورخاصان.
Line ۲۴ ⟶ ۱۹:
 
په ۱۸۷۸ کال کې په لېواگانو کې د دښتي علمیاتو لپاره "خاکي" پوځي جامې دود شولې. دغه چل ددې لپاره ؤ چې پوځي جامې له ځمکني رنگ سره سمون ولري او رنگونه یې پراډه لرونکي "خاکي"، توربخون زرغون او روښانه خاکستري ول.
 
 
 
== د شاهي د توپخانې د آس سپارو غنډ ==
 
دافغانستان د ځمکنیو حالاتوپه پام کې نیولو سره د پوځي جامو دغه قانون- لېک مناسب نه وه، په ټولو لېواگانو کې د افسرانو جامې یوازې د پوځي چوپړ د دورې د جامو په ډول جوړې شوې وې.
 
Line ۴۲ ⟶ ۳۴:
 
په ۱۸۷۰ کال کې بریتانوي لښکر اوږد مهاله پوځي چوپړ په لنډ مهالي واړاوه. دغه تگلاره په نړۍ کې د بریتانیا د نورو پوځیانو لپاره نه وه پلي شوې نو په افغانستان کې د لېواگانو دپوځیانو د چوپړ موده لنډ مهالې وه حال دا چې په نورو سیمو کې د اوږد مهاله چوپړ امر لا په خپل ځای ولاړ ؤ. هندي لېواگانې هم تر دغه دمه د همدغې اوږد مهالې دورې په کتار کې راتللې. که دغې تگلارې ته په نړۍ واله کچه وگورو د لنډ مهالې دورې سرتیري هم د جگړه یزې پیاوړتیا له اړخه او هم له ناورغیو سره د مقاومت له اړخه د اوږد مهاله سرتیرو په پرتله خوارځواکي او ضعیف ول.
 
 
 
په ځمک انځوره کې په افغانستان کې د افغان –بریتانیې د دویمې جگړې ټولې سېمې ښکاري: علي مسجد ، پیوارکوتل، چهارآسیاب او کابل په شمال ختیځ کې . احمد خیل په منځ کې او میوند او کندهار په سویل کې.
 
دجگړې گټونکي: له ولولو ډک افغانان
 
 
 
== دبمبيي پلې لېوا ==
Line ۶۹ ⟶ ۵۷:
 
په ۱۸۸۰ کال کې کندهار ته خبر راورسید چې د افغانستان د بې واکه شوي امیر ، امیرمحمد ایوب خان ورور امیریعقوب خان له خپل لښکر سره د کندهار له شماله په تیرېدلو له هراته غزني ته د رسېدلو په حال کې دﺉ.
 
 
 
له جگړې مخکې د شاهي آس سپرو - توپچي ا ي بي او پلې بطریې
Line ۸۰ ⟶ ۶۶:
 
== دبمبیي سپکه توپخانه ==
 
د ۱۸۸۰ کال د جولای په څلورمې نیټې د توپخانې دوه لېواگانې ، دبمبیي درېېمه سپکه توپخانه او د سندهه د آس سپرو درېېمه لېوا له کندهاره ووتلې چې ورپسې په سبا یې پلي او د توپخانې ځواکونه له ښاره ووتل.
Line ۸۷ ⟶ ۷۲:
د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۶ نیټه باروز ته د څارکښو له خوا خبر راورسید چې د ایوب خان ځواکونه د مالموند له غاښي څخه د تېرېدلو په حال کې دي او بله ورځ به د مېوند کلي ته راورسیږي چې له هغه وروسته به د غزني پر لور ودرومي. که باروز د همدغه خبر په اورېدلو د خوځېدلو قومانده ورکړې وای نو له ایوب خان څخه به مخکې مېوند ته رسېدلای وای. د هغه په بدل کې د هغه ځواکونه د بلې ورځ پرسهار وختي وخوځېدل ، دا ځنډ له دغه امله پیښ شو چې ځواکونو د بارتړلو لپاره وخت ته اړتیا لرله.
 
د ۶۶ پلي ځواک یو سرتیری په سویلي افغانستان کې کله چې بریتانوي / هندي ځواکونه مېوند ته ورسېدل ، د ایوب خان پوځ له ورایه ښکارېده چې د بوړبوړکیو او دوړو په توپان کې تېرېده او دښته یې په دوړو کې پټه کړې وه. باروز دغې ته په کتلو اټکل وکړ چې له افغانانو څخه مخکې مېوند ته رسېدلای شي نو پوځ ته یې د مخ په وړاندې د تگ بولنده ورکړ.
 
 
د ۶۶ پلي ځواک یو سرتیری په سویلي افغانستان کې
 
کله چې بریتانوي / هندي ځواکونه مېوند ته ورسېدل ، د ایوب خان پوځ له ورایه ښکارېده چې د بوړبوړکیو او دوړو په توپان کې تېرېده او دښته یې په دوړو کې پټه کړې وه. باروز دغې ته په کتلو اټکل وکړ چې له افغانانو څخه مخکې مېوند ته رسېدلای شي نو پوځ ته یې د مخ په وړاندې د تگ بولنده ورکړ.
د باروز پوځ له مېوند څخه واوښت او دیوې تنگې درې د ۲۵ فټیزې ژورې برخې ته ورسېد چې دغه دره د هغه د مورچل له مخې تېرېدله. ددې پرځای چې په مېوند کې د درې په غاښي کې دفاعي څنډې ونیسي ، باروز خپلو پوځونو ته د ورڅیرمه پراخې پرانیستې دښتې مخې ته د درې د غاښي په څنډه کې د ځای پرځای کېدلو امر ورکړ.
 
د ایوب (خان) ځواک د کابل اوهرات له روزل شوېو لیواگانو، له والي څخه تښتېدلي او قومي سرتیری ځواکونه ول چې ټول ټال ۱۲۰۰۰ تنه ول چې په منځ کې یې ۳۰۰۰ سپاره هم ول. د ایوب خان د ځواکونو په پرتله، د جگړې د ډگر د کرښو لپاره ، د باروز ځواکونه د بارتړلو او وړنې راوړنې گارډ / لوژیستیکي له سرتیرو سره ۱۵۰۰ پلي ، ۳۵۰ سپاره ول.
 
 
 
== دبمبيي بمب اچوونکي ==
 
دبریتانوي پوځونو توپونه له درې واوښتل او داسې مورچل یې ونیو چې افغانان د هغوی د توپونو د اور تر لمبو لاندې راغلل.
د باروز له اټکل او موخې پورته د توپخانې اور لا اغیزناک ؤ، نو له همدې امله یې د پرمختگ لپاره پلي او سپاره ځواکونه په بېړه مرستې ته ور ولیږل چې شپږشپېتم ځواک یې ښۍ خواته، د جیکبزتوپ لرونکي یې دمنځ له لوري او لومړي بمب اچوونکي یې کیڼې خواته د مرستې په لپاره چمتو ول.
Line ۱۱۰ ⟶ ۸۸:
 
د بریتانوي بولندویانو پام دغې خبرې ته نه ؤ چې د ځواکونو بلې تشې خوا ته یوه بله دره تېره شوې ده چې ښۍ خواته له لویې درې سره یوځای کیږي. د جگړې په وخت کې افغانانو دغه دره وکاروله چې د بریتانوي/ هندي پوځونو تشې ښۍ خواته ور ننوځي ترڅو د شپږشپیتم ځواک د سرتیرو مخه ځان ته ورواوړي، تر هغه مخکې ددغه ځواک مخ د خپل گاونډي ځواک د جیکبز د توپ لرونکو او د لومړۍ بمبیې د بمب غورځوونکو د ښې برخې زاویې ته ؤ.
 
 
په مېوند کې له توپونو څخه ساتنه :
Line ۱۲۴ ⟶ ۱۰۱:
افغانانو له څنگیزې درې څخه د بریتانوي / هندي ځواک زړه ته د ښۍ خوا له تشې ورننوتل.د سندهه د آس سپرو ځواکونو یو خوځښت وکړ چې دافغانانو ددغه پرمختللو د مخې خنډ شي خو اس سپاره بیرته شا تگ ته را وبلل شول.
 
د شپږشپیتمې پلې لېوا سرتیري په مېوند کې ایوب خان خپل دوه توپونه د څنگیزې درې غاښي ته راوړل او له لنډ واټن څخه یې ښایې له درې سوه متریز واټن څخه پر لومړۍ بمب غورځوونکې لېوا د اور بولنده ورکړه . په نږدې ماسپښین کې دتوپوخانې اور بند شو او افغان قومي ځواکونو د هندي /بریتانوي ځواکونو د کرښې په زړه کې د ننوتلو نوښت په لاس کې ونیو. د جیکبز د توپخانې دوه کمپنیو کیڼه خوا په تیښتې پریښودله او د لومړۍ بمب غورځوونکۍ لېوا خوا یې په بشپړ ډول تشه پریښودله.
 
د شپږشپیتمې پلې لېوا سرتیري په مېوند کې
 
ایوب خان خپل دوه توپونه د څنگیزې درې غاښي ته راوړل او له لنډ واټن څخه یې ښایې له درې سوه متریز واټن څخه پر لومړۍ بمب غورځوونکې لېوا د اور بولنده ورکړه . په نږدې ماسپښین کې دتوپوخانې اور بند شو او افغان قومي ځواکونو د هندي /بریتانوي ځواکونو د کرښې په زړه کې د ننوتلو نوښت په لاس کې ونیو. د جیکبز د توپخانې دوه کمپنیو کیڼه خوا په تیښتې پریښودله او د لومړۍ بمب غورځوونکۍ لېوا خوا یې په بشپړ ډول تشه پریښودله.
 
افغانانو د بمب غورځوونکو شمیره راټیټه کړه، او داسې ښکارېدله چې هندي سرتیري ډیر ستړي ول او د ویرې له ډاره یې د مقاومت وسه له لاسه تللې وه.