د "برېښنايي ټېکنالوژي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.6.5) (روباټ بدلول: yo:Ìṣiṣẹ́oníná
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د خبرتيايي ټكنالوژۍ پېژندنه بېلابېلو پوهانو په بېلابېلو ټكيو كې كړې ده. خو د يو ټوليز او جامع تعريف لپاره يې څو بېلګې وړاندې كوم:
 
•پخوا به مو ليكونه، پيغامونه، خبرتياوې (معلومات) د جارچيانو، قاصدانو، كوترو او پوستې له لارې استول راستول. خو، نن د كمپيوټري شبكې (لكه انټرنېت) او مخابراتي مزيو او كېبلونو له لارې ستاسې ليكونه د نړۍ په هر ګوټ كې په څو ثانيو كې بل كمپيوټر ته استول كيږي، دغه راز استونه [[برېښليک|برېښليك]] (برېښناليك) يا electronic mail يا په لنډيز سره Email بلل كيږي.
 
•پخوا به مو بل ځاى له چا سره هممهالې خبرې اترې نشوې كولې. خو نن خپلې نظريې، افكار او خبرتياوې په عين وخت كې له خپل كمپيوټره په يو ډېر ليرې پراته ځاى كې له بل كمپيوټر سره د انټرنېټ له لارې شريكولاى شئ. داسې، چې تاسې خپلې خبرې پر خپل كمپيوټر ليكئ او مخامخ لوري يې په همغه وخت كې هلته لولي، بيا هغوى ليكي او تاسې يې دلته لولئ. دې ته برېښبنډار (chatting) وايي.