د "امپيدوکلېس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: lv:Empedokls
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
 
{{صاف}}
[[دوتنه:Empedocles in Thomas Stanley History of Philosophy.jpg|بټنوک|250px|کيڼ|امپيدوکلېس]]
امپدوکلس (۵۰۰_ ۴۳۵ تر ميلاد وړاندې) هغه فلسفي دى چې له مينه ناكې نړۍ څخه ليرې په يوه بې پايه اورشيندونكي غره كې وځلېد او ناڅاپه وسوځېد.
 
د امپدوكلس/ Empedocles مړينه، د لرغونې نړۍ يوه له شورماشوه ډكه پېښه وه، وايي چې نوموړي د اتنا (Etna) د اورغورځوونكي غره خولې ته ورټوپ كړل او ځان يې وسوځاوه. ځكه چې ځان يې خداى ګڼلى و او غوره يې دا وګڼله چې ځان د خپلو بندګانو د ګناهونو د بخښلو لپاره قرباني كړي.
خلكو هغه مهال دا ځانوژنه رښتينې ګڼله او په دې باور وو، چې ”فاني تن يې په اور كې ايرې شو، خو تلپاتې اروا يې د اور له لمبو سره يوځاى اسمانونو ته والوتله“. خو تر دې حقيقت وروسته پوه شول چې دا حيرانوونكې [[افسانه]] د امپدوكلس د پلويانو له خوا جوړه شوې وه.
امپدوكلس د تاريخ يو عجيب شخصيت دى، كړنې او فكرونه يې د اورغورځوونكي غره د چاودنې د غږ په څېر وېروونكي او درانه دي.
اپلاتون ويلي دي: "فلسفه هغه راز و نياز دى، چې اروا په كې اور اخلي". د شعر له وړانګو او د اندو خيال له يوازېتوب څخه رڼا اخلي. لومړني شاعران لكه: هومر ، اشيل او د "مزامير" ويونكي ټول فلسفيان وو. امپدوكلس هم د لرغونې نړۍ يو شاعر و.
۵۱ کرښه:
هغه څه چې تېر شول، د امپدوكلس ځانوژونكې افسانه به يو مذهبي تمثيل وګڼو، چې په ډېر اغېزناك ډول دا عقيده څرګندوي، چې له درد او كړاو څخه مو خلاصوي، د ازموينې اور ته تګ، هغه ور دى، چې د ژوند پر لوري پرانيستل كېږي.
امپدوكلس، په پاى كې وشړل شو، دا شړنه، د خلكو قتل او شهيدول، د ښو كسانو شكنجه، ټول بې ثبات حركتونه او هغه ناروا ده، چې له كركې سرچينه اخلي او د ازلي مينې پرضد راپاڅېدلي دي.
 
 
[[وېشنيزه:فيلسوفان]]
 
[[ar:إيمبيدوكليس]]