د "عثمان بن عفان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
نوم يې عثمان ,ابو عبدالله او ابو عمر يې كنيت ,او ذوالنورين يې لقب وو .
دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو ,دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي .
او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت كريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , پدې ډول حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه كړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي .
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور (انا) بيضاء ام الحكيم دحضرت عبدالله بن عبدالمطلب سكه خور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه ,له دې پلوه حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلو ي هم تړل كيږي .
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه كورنۍ دجاهليت په زمانه كي هم دعربو په منځ كې ډيره محترمه كورنۍ ګڼل كيده ,اودخپلاو د خپل پت ,رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو كې ځانګړې بڼه درلوده . دحضرت عثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيكه اميه بن شمس د قريشو[[قريش]]و دقبيلې مشرتوب په غاړه درلود,داموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته كيږي له همدې كبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل كيږي .
دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې كورنۍ په قبضه كي وو ,دفجار دوتلي جګړې سرلښكر حرب بن اميه او دزور اوځواك څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط,همداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخكي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولوغزاګانو كي دقريشو دمشر په توګه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله كوله دهمدې (اموي) كورنۍ سترګي اوڅراغونه وو .
دحضرت عثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مكه مكرمه كي دتوحيد زړه راښكونكي اوازونه پورته شول , دملكي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپيڅلتيا ,ريښتينولي او ديانت درلودو له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونكو شاځلموددې اوازونو قبلولو ته تيار وو .