د "بنسټپالنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Escarbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.2+) (روباټ بدلول: eu:Fundamentalismo, yi:פונדאמענטאליזם
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د نولسمې عيسوی پيړۍ په آخرو او د شلمې عيسوی پيړۍ په اوايلو کې د فانډمنتاليسم اصطلاح د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دین د پروتستانو د [[مذهب]] د پيروانو ترمنځ په عيسويت کې د آزادۍ او تمدن دميلان د پرمختګ پر ضد د يوه پرشاتلونکی (عقبګرا)، محافظه کار او ارتجاعی جنبش له پاره استعمال شوه. د پروتستانتانو دا جنبش په عيسوی دين کې د تمدن، آزادۍ او د علمی اکتشافاتو په اړه د دين د تحمل او بردبارۍ د ميلان او رواج په وړاندې را پیدا شو. دا جنبش د هغه وخت د نورمال او معمول عيسويت په وړاندې ، چې په خلکو کې خپور ؤ، راپورته شو. په معمول او رواجی عيسويت یې داسې حملې شروع کړې، چې ځينو فکر کاوه، چې دا د عيسوی دين څانګه نه، بلکې بيخی يو نوی دين دی. دوی يوه خپله ډيره مهمه نشريه چې مصارف يې کوم سرمايدار ورکړی ؤ او په میليونونو کاپۍ يې په وړيا توګه په روحانيونو اومحصلينو وويشلې دFundamentals: A Testimony to the Truth
(د حقيقت د بيان بنسټونه) تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توګه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست او تيوری يې په fundamentalism فانډمنټاليسم يا بنسټپالنه مشهوره شوه.