د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۸۷ کرښه:
 
==مواد او سامان آلات==
دملكې تخت : ملكه په اسانۍ كولاي شي له هغه ځخه تيره شي، خو د نر مچۍ دشاتو له خوړولوځخه جلوګيري كيږي.
رولر: يوه اله ده چې د موم چاپ شوې لوحه د چوكات په سيم پورې محكمه ساتي.
دملكې قفس، روي بند،دستكشې، جالي دار دسمال.
د موم كولو صندوق، موم تراش ، چاقو ګان، صافي او برسونه.
موم تراش ، خوراك داني، دشاتو شانه، دشاتو ايستلو ماشين.
 
هغه بوټي چې د شاتو مچۍ ورځخه استفاده كوي
دشاتومچۍ فطرتاً د خپل شوق او ذوق مطابق او د خپل مزاج مطابق خپله غذا له مختلفو رنګارنګ ګلانو، ميوه دارو او بې ميوو بوټوځخه تر لاسه كوي ، لكه شينشوبى او د وحشي بوټو له ګلانو ځخه حاصلوي او د شاتو مواد او موم ټولوي او د دوراني مرحلوله تيرولو وروسته په شاتو او موم بدليږي. همدارنګه د خپلې غذا د راټولولو لپاره له ښودل شوې لارې الوتنه كوي او بيرته خپلې ځالې ته راځي .
 
د شاتو د مچيو غذا د اهلي او وحشي بوټو د تناسلي آلاتو او د ميوه لرونكو او بې ميو بوټو او دبعضې ونو د پاڼو له ترشحاتو ځخه په لاس راتلاي شي.
 
دشاتو مچۍ د ځينوبوټوله ګلانو ، لكه ګل خار، د كچالو گل ، كونځله،دشړشم ګل، د كوكنارګل،د بادرنګ ګل، دولې ګل،دلوكاټ ګل، د نرګس ګل او د نسترين ګل ځخه زياته ګټه اخلي.انتري ګل ،شين شوبى ګل ،ځمكني توت، دباقلي خاندان ګل، دليمو ګل، بهي، زعفرانو ګل، انځر ګل، نارنج ګل ، پيچك ګل،شبو ګل، پتوني ګل، زيتون ګل، شتر خار، شوتلې ګل، لوبيا ، اكاسي، شفتالو، بادام ګل، د زردالو ګل،د تورومرچكو ګل ، دځيړۍ ګل، خاتمي ګل، ارغوان ګل، د شينګل ګل، د انارګل، لاله ګل، دپلوسي ګل، دپيازګل او د ستروس د كورنۍ له ګلانو ځخه په پراخه پيمانه استفاده كوي.
 
==شات==
==بيولوژي==