د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۵۳ کرښه:
 
==دشاتو مچيو سره كار كول==
د شاتو د مچيو سره د كار كولو په وخت كې د مچيو روزنكى بايد دا لاندې شيان په پام كې ونيسي.
له كندوځخه دشاتو راټولول بايد د اصولو او د فني طريقو په نظركې نيولو سره وشي.
دليدنې ،كتنې او يا دشاتو د راټولولوپه وخت كې دودپمپ وركول ضروري دي او دا ددې لپاره چې مچۍ له كندو ووزي اوسړى ونه چيچي.
 
دود وركول بايد د دود پمپ په ذريعه وشي. دضايع كيدو مخنيوى پكار دي ، د شاتو راټولواو دموادو استعمال بايد به ښه طريقه وشي او مواظبت يې ضروري دي. دكندو د ليدنې ، كتنې او تفتيش كولو په وخت كې بايد د جالۍ له خولۍ ځخه استفاده وشي چې د شاتو د مچيو له چيچلواو نېش وهلو ځخه سړى په امان كې پاتې شي.
 
دشاتود مچيو سره په ډيره نرمۍ ګوزاره كول پكاره ده او له تندې ګوزارې ځخه بايد ډه ډه وشي. دصندوق يا كندو د خلاصولو په وخت كې له مچيو سره بايد په نرمۍ رفتار وشي او مچۍ په غصه نه شي او د نېش وهلو شرايط ورته برابر نه شي.
له كندو ځخه د قاب يا چوكاټ پورته كول بايد په ډيره اسانۍ سرته ورسيږي او د خپل ځان په طرف يې ډير ورو او كرار كش كړۍ چې د مچيو د غصې او قهر سبب نه شي.
 
عطريات بايد استعمال نه شي ځكه د شاتو مچۍ د عطرو بوى نه خوښوي او پرانسان د مچيو د هجوم او حملې سبب ګرځي.
موظف كسان دې له سپين لباس ځخه استفاده وكړي ځكه د شاتو مچۍ له نورو رنګونوځخه ناراحته كيږي او په غصه كيږي.
كله چې سوځيدونكى لمر يار باران وي نو د شاتو د مچيو له كندو سره غرض كول پكارنه دي ځكه چې مچۍ په دغه وختونو كې ډيرې ناراحته وي.
 
دشاتو د مچيو دعبور او مرور د لارې خيال ساتل پكار دي او دپوره نظم او نسق رعايت دې وشي چې په دې توګه د مچيو له نېش وهلوځخه مخنيوى وشي.
 
==په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه==
==مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه==