د "سپېرکۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
نوی مخ: '''سپېرکۍ''' يو ډول سپېره بوټی دی چې د دانو څخه يې د کورني درملو کار اخستل کېږي. سپېرکې زموږ په هېواد کې ...
(بې توپيره)

د ۲۱:۰۱, ۵ جون ۲۰۱۲ بڼه

سپېرکۍ يو ډول سپېره بوټی دی چې د دانو څخه يې د کورني درملو کار اخستل کېږي. سپېرکې زموږ په هېواد کې په تېره بيا په ننګرهار، لوګر او د کابل په شاوخوا سيمو کې په خود رويه ډول شنه کېږي او هم په پټيو کې کرله کېږي. د اوبو څښل يې د ګوزڼ او د غړو دلړزېدو لپاره ګټه لري او ايشولي شوي اوبه يې د سترګو د پاکولو او د هغو د روښانتيا لپاره کارېږي. همدارنګه دغه دوا د سينې د درد دځيګر او توري دسختېدلو د ارږمۍ د بدبويی او دګېډې د سړېدلو د درملنې لپاره هم کارول کيږي