د "پوښتنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: tl:Tanong
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{بې سرچينې}}
'''پوښتنه''' يوه [[ژبپوهنه|ژبپوهنيزه]] اصطلاح ده چې د مالوماتو د غوښتنې په وخت کې کارېږي، او يا هم پخپله غوښتنه د همداسې يوې اصطلاح په اظهارولو سره ترسره کېږي. هغه مالومات چې د غوښتنې د اصطلاح په غبروګون کې رابرسېره کېږي د ځواب په نامه يادېږي.
که څه هم چې پوښتنې د امريه جملاتو په توګه چې اکثرا د يوه امر د اظهارولو يا څرګندولو په بڼه راپورته کېږي خو پوښتنې اکثراً د ګروېږونکو جملاتو په کارولو سره هم راولاړېږي: د ساري په توګه،''راته ووايه چې دوه او دوه څو کېږي؟''، ''د محمود کور چېرته دی؟'' دې ته ناورته ځينې جملې لکه، ''مالګنۍ راته په لاس کې راکولای شی؟'' د پوښتنې يوه داسې ګرامري بڼه ده چې د يوه ځواب د وييلو پخاطر نه بلکه د يوه عمل د ترسره کولو د غوښتنې په ترڅ کې ترسره کېږي. په همدې خاطر وييلی شو چې پوښتنې ګڼ عملي اړخ لري. (د نظر له مخې داسې يو عبارت نه يوازې د يوې غوښتنې په توګه ښکاري بلکه د يوه بل شخص هغې هيلې په توګه هم ګڼل کېږي چې د غوښتنې سره يې د توافق لپاره اظهاروي)