د "فلسفه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و روباټ زیاتول: lez:Философия |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
{{د فلسفې څنګپټه}}
'''فلسفه''' د زده کړې يو داسې ډګر دی چې بېلابېل نور ډګرونه لکه ښکلا پېژندنه، [[پوهنپوهنه]], اخلاقيات، منطق او مېټافيزيک په ځان کې رانغاړي، په فلسفه کې خلک داسې پوښتنې کوي لکه آيا په کايناتو کې لوی قدرت شته، چې په دې کې د خدای د شته والي په هکله بحث راځي، بل دا چې د حقيقت بڼه يا طبيعت څه شی دی، آيا په رښتيا علم څوک ترلاسه کولای شي، عقل څه شی دی، هغه څه دي چې د اعمالو ښه او بد پر څرګندېږي. په فلسفه کې تر ټولو بنسټيز شی دليل او استدلال دی چې ددغو پوښتنو په هکله منطق ته وده وکوي. که څه هم چې د فلسفې د ميتودولوژۍ اصلي مقصد نه بدلېدونکی دی. دا چې کوم شي ته د فلسفې په سترګه بايد وکتلای شي پخپله يو فلسفي بحث دی، او دا په بېلابېلو فلسفي فرهڼونو او ټولنو کې خورا توپير لري.
د ''فلسفې'' وييکه د لرغونې يوناني ژبې د لغت "Φιλοσοφία" ''([[فيلو-]][[سوفيه]])''، نه اخيستل شوی چې مانا يې ده د "پوهې سره مينه" او يا د حکمت سره مينه او يا هم د "حکمت يا پوهې ملګری".
== د فلسفې تاريخ ==
{{Main|د فلسفې پېښلیک}}
په دودیزه توګه لویدیځه فلسفه په دری برخو وېشل شوې ده: لرغونې فلسفه، منڅني پېر فلسفه او نوې فلسفه. ختیځه فلسفه له تاریخي اړخه له لودیځې هغې خپلواکه وه. ځینې فیلسوفان په دې آند دي چې انساني تمدن یو نوي «له نوي ور اخوا» دور ته ورتېر شوی. نور وایي چې د نوی فلسفی او اوسمهالې فلسفې ترمنځ څرګندوالې شته. مګر ددې توپیر د محتوی په اړه یو سر اختلاف هم شته.
==== هندي فلسفه ====
Line ۷۶ ⟶ ۲۲:
علامه محمد نادر ايوبي كندهارې د عمومي فلسفې په اړه خپل ليكلي اثر (فلسفه) كې د هند فلسفي افكار او ګروهې د فلسفي وېش له مخې په دوه ډلو وېشلي چې په لاندې ډول يې بيانوي:
د لرغوني هندوانو د فلسفي افكارو او عقيدو په ارته ورشو كې فلسفه په لومړي سر كې پر دوو لويو ډلو وېشل كېږي:
۱- ناستيكا او ۲- استيكا
ناستيكا چې لغوي مانا يې (نشته) ده، د هغو فلسفي او مذدهبي نظرياتو څخه عبارت دي، چې د هند لرغوني ګروهې، چې پر (وېداګانو) يانې مذهبي سرودونو ولاړې دي، نه مني او ورڅخه انكار كوي.
په هندي فلسفه كې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فكري بشپړتيا او لوړتيا كې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل كې كرل شوې، او په هر ګړۍ كې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر كړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې كړو:
هندي مفكرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډكر كې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډګر چې لومړې پل (قدم) كېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنګړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وكولاى شي پدې توګه د تيارو لدې ګرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي.
Line ۹۳ ⟶ ۴۰:
پدې ډول د وېدا څلور كتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توكي دي.
د عام هندو (ارتودوكس) فلسفه د ۱۰۰۰ كلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) كلونو پورې وخت كې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ كاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شكل ترلاسه كړي، كه څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مګر خپله هندي مفكرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو كې راټولې كړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم كې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښكاري.
== فلسفي ښونځي ==
*
*
*
== دا هم وګوئ ==
*
*
*
== د فيلسوفيانو لړليکونه ==
*
*
*
{{د فلسفې سرليکونه}}
[[وېشنيزه:ګروهه]]
|