د "باو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[File:TreponemaPallidum.jpg|300px|thumb|left|ټرېپونيما پاليډوم]]
[[File:SyphilistischeZiekten.jpg|400px|thumb|left]]
'''باو''' ''(په [[انګرېزي ژبه|انګرېزي]] کی: '''Syphilis''', '''Lues''')'' يوه جنسي لېږدنده [[ناروغي]] ده چې د سپايروکيت باکټريا ''[[ټرېپونيما پاليډوم]]'' د دغې ناروغۍ سبب ګرځي. د دغې ناروغۍ د لېږدېدو عمده لاره جنسي اړيکي دي، خو دا ناروغي د يوې ناروغې مور نه جنين ته د بلاربښت او د لنګون په وخت هم لېږدل کېږي. د لنګون په وخت د دغې ناروغۍ لېږدېدنې ته کانجنېټل سيفلس يا د لنګون باو وييل کېږي.
 
د باو د ناروغۍ نښې نښانې د دغې ناروغۍ د پرمختګ او د بېلابېلو پړاونو له مخې يو له بل نه توپير لري. د باو ناروغي بېلابېل پړاوونه لري چې په لومړني، دويم، پټ يا ناڅرګند او درېيم پړاوونو دغه ناروغي پېژندل کېږي. د باو د ناروغۍ د لومړني پړاو نښې په يو ډول جلدي ټپونو چې د کانکر په نامه يادېږي څرګندېږي، د دويم پړاو په نښو کې د ناروغ په بدن باندې سرې ګرمکې خپرېږي، د پټ يا ناڅرګند پړاو نښې دا دي چې ناروغ کې دا ناروغي شتون لري خو په نښو نښانو ځان نه څرګندوي. د باو درېيم پړاو د يو ډول [[ګوما|ګوماګانو (جلدي ټپونو)]]، عصبي او قلبي نښو نښانو سره راڅرګندېږي. د دغې ناروغۍ پېژندنه د وينې د ازمېښتونو په مرسته ترسره کېږي. د دغې ناروغۍ سمه درملنه د انټيبايوټيکو، او په ځانګړي توګه په غوښه کې د پېنسلين جي د ستنو په لګولو ترسره کېږي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/باو" نه اخيستل شوی