د "دځايونو ښايسته كيدنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
 
==دځايونو ښايسته كيدنی ډولونه==
===نباتات او ډيزاين ===
سره ددې چې دځايونو دښايسته كيدنې دمتخصيصنو په اختيار كې تيږي ، اسفالټ او لرگې موجود وي مگر عمده اجزائې دهارټيكلچر نباتات دي چې دهغو بڼه دموسم او وخت سره توپير كوي . دځايونو دښايسته كيدنې په هكله ښائې چې دهر وده ايزفصل په اوږدو كې دنباتاتو دپاڼو ، پوټكي گلانو او ميوو رنگ په نظر كې ونيول شي . دمثال په توگه د ريمه ونې دښكلا له نظره په ژمې او پسرلى كې بيل بيل ډول بريښى . همدارنگه دكراب ډول مڼې په پسرلې كې دگلانو په واسطه او په منې كې دميوو په واسطه يوه ځاي ته ښكلا وركوي ، برسيره پردې دهرځاى لپاره بايد دنباتاتو ، ښكلا ، بڼې او ترتيب ته خاصه پاملرنه وشي ذينتي نباتات ځايونو ته دښايسته كيدنې پرته نور اهميت هم لري :
(۱)– هغوي دخاوري دتخريب مخه نيسي او دتفريحي مقاصدو لپاره يې گرده او ساړه ځايونه مينځ ته راوړي . كبل ځمكې ته يو ښكلې زړ ه وړونكې فرش برابروي چې روزنه يې په دوامداره توگه هم اسانه وي .
(۲) ونې او بوټې يوه سيمه يا كور له نورو څخه بيلوي او په پرده كې يې ساتې . دنباتاتو منظم تركيب او ترتيب دبيلتون او دبدنې ( برم ) احساس ته راوړي .
(۳) دبوټو يوه بله مهمه دنده داده چې دسيوري په مينځ ته راوړو سره يوځاى دلمر دزياتې ځلا او تودوخې څخه ساتې . ښائې چې ونې په داسې ډول وكرل شي چې تعميرونوته ضرر ونه رسوي . په مناسبه فاصله كرل شوي ونې بهرنې چاپيريال ته په زړه پورې چتربرابروي . پاڼريژي ونې داگټه لري چې په اوړي كې سيوري تشكيل كړي او په ژمې كې دلمر مخه ونه نيسي.
 
=== دكورونو دشااوخوا ښايسته كيدنه ===
دكورونو دښايسته كيدنې ډيزاين بايد داسې طرح شي چې ديوې كورنۍ اړتياوي او خواهشات پوره كړي . كوربايد داسې ساختمان نه وي چې ځان له دخوراك او خوب په وسايلو سره سمبال وي . دهغه دتعميرونو او شاوخوا ځايونو ترمنځ بايد دښكلا اړيكې په ښه ډول موجودې وي . دډيزاين دبرياليتوب په صورت كې دكوراو احاطې دواړو ترمنځ يو ځانگړى كورني واحد ( ديوې دروازي دواړه خواوې ) مينځ ته راځى . دښايسته كيدنې له نظره دزياتو كورونو دري برخو ته بايد خاصه پاملرنه وشي.