د "بڼ پالنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۷۳ کرښه:
د هارټیکلچری محصولاتو د کیفیت څخه بحث کوی.
 
==دهارټيكلچر دنباتاتو طبقه بندي==
===الف : علمي عصري طبقه بندي===
بشرپه دې هڅه كې دي چې په نړۍ كې طبيعي انسجام كشف كړي . په همدې لړكې يوه سويډني طبيب كارل وان لينوس داتلسمې پيړۍ په نيمائي كې دنباتاتو او حيواناتو په طبقه بندۍ كې يو فوق العاده بدلون مينځ ته راوړ . هغه دساختمان يا مورفولوجيك شباهتونو او توپيرونو په اساس ژوند ي موجودات په لويو او كوچنيو گروپونو سره جلاكړل . نباتات ئې دجنس يا زوجي برخو د مورفولوجي له مخې طبقه بندي كړل ځكه چې نوموړي برخې دمحيطي شرايطو په واسطه احتمالا لږې متاثرې كيږي . لينوس دنړۍ په مختلفو برخو كى د۱۳۰۰ څخه زيات نباتات او په عين اندازه حيوانات طبقه بندي كړل او هغوي ته يې نومونه وټاكل .
دنولسمې پيړۍ په نيمائې كې دچارلس ډاروين ليكنه (دسپيشزونوپيدايښت )ترعنوان لاندې دنباتاتو او حيواناتو طبقه بندي دزياتې پاملرنې وړ وگرځيده او دتدريجې تكامل مفهوم دطبقه بندي لپاره يوه غوره تگ لاره وشميرل شوه . دډاروين دتيوري له مخې داسې څرگنديږي چې دټولو نباتاتو ترمينځ جنيټيكي ( ارثې) رابطې موجودې دي او اوسني نباتات دلرغونو نباتاتو څخه ددوامداره نسلونو په اساس مينځ ته راغلي دي . البته دا احتمال موجود دي چې نباتات په مجموعي ډول له يوه څخه زياتو لرغونو ابتدائي موجوداتو څخه راپيدا شوي دي . داسې فرض شوې ده چې دځمكې دتاريخ په اوږدوكې او هم په اوسنې وخت كې دنباتاتو په خواصو كې تدريجې تكامل مينځ ته راغلى او راځي او په دې توگه دبوټو ساختمان دارثي انسجام يوه مغلقه بڼه غوره كړيده .
 
ټول ژوندي موجودات په نباتي او حيواني kingdom باندې ويشل شوي دي . نباتى kingdom دولس عمده فايلمونه Phylam يا ډيويژنونه Divisions لري . په دې ډله كې دباغوانۍ په ساحه كې دسپرماتوفايتا Spermatophyta ډيويژن چې تخم توليدوونكي نباتات ورپورې اړه لري خورا مهم دي . ددې ډيويژن بوټى ، ريښى ، ساقې ، پاڼې او دانتقالي انساجو سيستم لري . په علمي طبقه بندۍ كې ديوه Kingdom نباتات په (Division) ، كلاس Class ، اردرOrder ، فاميلي Family ، Genus ، سپيشز Species ، ورايټى (Var) Variety ، فارم Form يا Race او ځانگړي بوټى Individual باندي ويشل شوي دي . دسپرماتوفايتا ډيويژن ددولس كلاسونو څخه متشكل دي چې په كرنه كې ځانله دجمنوسپرمي (Gymnospermae غوزه توليدوونكې بوټى( او انجنوسپرمى Angiespermae )گل توليدوونكى بوټى ) كلاسونه دزيات اهميت وړ بريښى . په اوسنيو وختونو كې ګل يا تخم توليدونكي نباتات ( Gymnosperms او Angiosperms ) دواړه يوځاى په واحد Division كى چه د Magnoliophyta ( د division Anthophyta په نوم هم ياديږى ) اچول شوي دي . دانجيو سپرمى كلاس( Magnoliophyta )په دوه ټيټو كلاسونو Sub-Classes باندې ويشل شوي دي چې هغه له ډاى كاټيلډن Dicotyledoneae او مونوكاټيلډن Monocotyledoneae څخه عبارت دي . په اوسنى وخت كى مانوكاټيليډن د Liliopsida اوډاى كاټيليډن د magnoliopsida په نومونو ياديږي.. هر يو كلاس په څوارډرونو او هر ارډر دڅوفاميلو څخه جوړ وي. د Division ، كلاس Class ، Order او Family كټگوري گانې د Major taxa او د Genus څخه لاندې كټگوري گانې د Minor taxa په نوم ياديږى. غوره بريښى چې دلته دنمونې په توگه دخواږه جوار مكمله علمى طبقه بندي وښودله شي .
 
 
Kingdom: - Plant
Division (phylum): - Spermatophyta
Class: - Angiospermeae
Sub-Class: - Manocotyledoneae
Order: - Grassinales
Family: - Graminaceae
Scientific name: Zea mays var. Saccharata
 
په دې توگه دخواږه جوار علمى نوم ديZea mays var.saccharta
كرنيزورايټي دكلتيوار (Cultivted Vartety) Cultivar په نوم ياديږي او هر بوټانيكي ورايټي په درې نومونو Trinomial سره مشخص كيږي . دمثال په ډول دكرم او گلپى ورايټى گانې په لاندې ډول ليكل كيږي .
گلپي Brassica Cleraeca var.botrytis
كرم Brassica elersacea var . Capitata
 
كلتيوار د يوه كرنيز سپيشزهغه شمير بوټى دي چې ديوه يا يو گروپ خواصو په واسطه مشخص كيږي . كه كوم بوټى خاصه ورايټى ونه لري نو هغه ځانله دجينس او سپيشز په نومونو سره پيژندل كيږي . او دي كارته دوه نومه سيستم Binomial system ويل كيږي لكه گازره Daveus Carota كه چيرته په يوه سپيشز كې يو شمير افراد ( نفوس ) دنورو څخه دورايټى په اندازه توپيرونه لري نو هغه دRace يا فورم Form په نوم ياديږي لكه دسور لرگى Yew لاندينې دوه ډولونه دفورم په سويه يو له بله توپيرلري .
نيغ سور لرگى Taxus euspidata f.densa
پلن سور لرگى Taxus euspidata f. nana
 
هغه بوټى چې عموماً په غيرزوجي ډول تكثير كيږي لكه كچالو او مختلفى ميوى دهغو كرنيزه ورايټى دكلون Clone يا كلونل ورايټى Clonal variety په نوم ياديږي . ديوه كلون ټول افراد په غير زوجې ډول ديوى منبع څخه لاس ته راځي او دهغو ارثي ساختمان په هر ځاي كې چې وي يو له بله توپيرنه لري . دتگاب بيدانه انار ، امري زردالو او حسيني انگور هر يو يى ځانگړى كلونل ورايټي تشكيلوي . ډير اصلاح شوي كلونل ورايټى گانې دمطلوبو ارثى بدلونو څخه چې بډسپورټ Bud sport نوميږي لاس ته راځى .
==مشهور بڼونه ==
د چين بڼونه ډير لرغوني تاريخ او په نړۍ کي ډير شهرت لري . درې زره کاله دمخه د جو په سلسله کي امپراطوري بڼ جوړ شو او ورپسي دچين په پايتختونو او مشهور ښارونو کي ډول ډول بڼونه جوړ شوي دي چه د چين بڼونه د نړۍ د باغونو له دريو سيستمونو څخه ځلاند مقام لري .