د "بڼ پالنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۶۲ کرښه:
دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر (Floriculture) یا [[ګلروزنه]] زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. د زینتی بوټو کرنه او ساتنه نه تنها د زینت لپاره بلکۍ ښه اقتصادي ارزښت لری . سر بیره پر دی زینتی محصولات له بوی ، زینت او اقتصادی ارزښت سره په زیاتره دواګانو، بوۍ لرونکو موادو، تيلو ، رنګ جوړولو، عطرو جوړولو ، د ښځینه زینتی لوازمو په جوړولو او داسی نورو ډیرو شیانو په جوړونه کی ورځینی کار اخیستل کیږی .بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي برخی يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .
 
===دځايونو ښايسته كيدنه ===
دځايونو ښايسته كيدنه یا landscaping دمنظرو دانكشاف ، دتعميرونو دتنظيم دځمكې دجوړښت او سمون او دبڼونو ، دلوبو دميدانو او ډنډ ونو داحداث څخه بحث كوي . هغه دځانگړو كورونو او ټول ولس لپاره دپاركونو او لارو دجوړښت سره اړه لري . دځايونو ښايسته كيدنه انسان ، اباد يو او منظرو ته يو نه شليدونكې ارتباط وركوي او دي هدف ته درسيدو لپاره انسان دي ته رابولي چې له نباتاتو او ځمكې څخه معقوله استفاده وكړي .
=== د انګورو روزنه===
د [[انګورو روزنه]] د Viticulture په نامه یادیږی.
 
=== دچمن روزنه ===
د [[چمن روزنه]] یا مدیریت د Turf management تر بحث لاندی نیول کیږی.‌