د "ښوون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۶۴ کرښه:
 
[[دوتنه:Koeh-229.jpg|بټنوک|د ۱۹ مې پېړۍ د ښوون يو انځور]]
===د ښون کرنیزی چاری===
د ښون دباغونه د تراکټور په واسطه قلبه او نرميږي . په فني توګه دښاخ غوڅونې عمليات د زيتونو په باغونو کې تر سره کيږي . دغه بڼونه په منظم ډول او د پلان په مطابق اوبخور کيږي او په منظمه توګه دغه باغونه بايد په معين وخت کې دوا پاشي شي .
 
او د نامطلوبو بوټو کنترول بايد هم په نظر کښې ونيول شي د دغو باغونو د تنظيم لپاره ډير مهم غذائي مواد او اوبه دي . د ژمي په وخت د دلو په مياشت کې چې باران نه وي اوبه ورته ضروري دي او اوبه لګول بايد تر سره شي . سر سري قلبه لازمه ده تر ځو ځمكه يواندازه نرمه شي تر ځو په کلى خاوره کې د اوبو زيات تبخير څخ مخنيوى وشي .
د پسرلي قلبه بايد ١٠ سانتي متر څخه زيات ژور قلبه ونشي بايد سطحي قلبه وکارول شي دا په دې معنى چې دغه نبات يا نيالګۍ رښي خپله استفاده د رطوبت څخه اخلي او که چيرې ژور قلبه كينه ترسره شي کيداى شي چې د ريښي له مينځه ولاړې شي . نو د نبات د مړيني يا کم حاصل لاس ته راتګ سبب ګرځي نو بايد په کرنيزو چارو کې کوشش وشي چې د نبات د اوبو له كمښت سره مخ نشي .
 
د اوبو نشتوالى د نبات ودې دګمښت سبب ګرځي لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې بايد په پام كښې ولرو. زيتون په باغونو کې د قطار کې بايد وکرل شي تعداد د ونو په يو هکتار ځمکه کې د سلو څخه تر څلور سوه پوري ونې كر ل كيږي ، ونې بايد د عمر له لحاظه په نظركښې ونيول شي پدې هکله يو عالم بورډيس په کال ١٩٧٥ ميلادي کې داسي وايي چې د زيتون د ونو او د ښه تنظيم لپاره داسې څرګندوني کړي که چيرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله 4 x 4 متر په اندازه وي کيښودل شي نو په يوه هکتار ځمکه کې د ٦٢٥ تعداد نونو څخه ٥٠٠ ليتره غوړي يا تيل تر لاسه کيږي.
 
د زيتون د حاصلاتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د ١٠٠٠ بوټو څخه په يوه هکتار کې ٢٠٠٠ کيلو ګرامه حاصل تر لاسه كيږي.
 
د غوړيو فيصدي به يي د ٢٠٠٠ کيلو ګرامو په مقابل کې ٦٠٠ کيلو ګرامه غوړي تر لاسه کيږي. که چيرې حاصل ٤٥٠٠ کيلو ګرامه وي نو د غوړيو فيصدي به يي ١٥٠٠ کيلو ګرامه وي په متوسط حاصل سره چې ٨٠٠٠ کيلوګرامه وي د غوړيواندازه به ئي ٢٤٠٠ کيلو ګرامو ته ورسيږي. او په سلو کښې ٣٠ فيصده غوړي لاس ته راځي .
 
===د خاوري سره د ښون توافق===
كه دزيتون بوټوته اوبه ورسيږي په هر ډول خاورو سره توافق کولى شي . په شګلنو او چغلدارو خاورو کښې نسبت کلى خاورې ته د باران او اوبوخور د لږ مقدار څخه لږ سمه ګټه اخيستلاى شي مګر په کلي خاوره کښې تر ډيره وخته پورې د خاورې زهکشي شوي لنده بل څخه ګټه اخيستلاى شي او د وچيدو خطر ئي لږ دي .
 
مګر د ښه حاصل د اخيستلو د پاره شګلنه خاوره نسبت کلي خاورې ته ډيره مناسبه ده . په دې شرط چې اوبه ورته ورسيږي زيتون په ډيرو وچو او ولاړو اوبو خاورو کې او جبه زارو ځمکو کې په تکليف وي نو په جبه زارو ځمکو کې چی د هغه لاندې اوبو سطحه (Water table ) لوړه وي هلته بايد د زيتون باغونه جوړ نشي په ډيرو سطحي خاورو کښې چې شګلنه او چغلداره حتي تيږې او چونه هم ولري ښه توافق کولى شي خو په زړه پورې حاصل به حاصليخيزو ځمکو کښې ورکوي .
 
د زيتون لپاره ډيره ښه تيزابيت يا پي ايچ د خاوري د ٧ څخه تر ٨ پورې وي او د خاوري مختلفو پي ايچ کې توافق کولاى شي
 
== د ښون ښاخه بری==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښوون" نه اخيستل شوی