د "ښوون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۶۴ کرښه:
 
[[دوتنه:Koeh-229.jpg|بټنوک|د ۱۹ مې پېړۍ د ښوون يو انځور]]
 
== د ښون ښاخه بری==
د زيتون د باغونه په باغونو کښې د څانګو غوڅول د کرکيلې او نورو زراعتي عملياتو په نسبت په مستقيماً د ونو په بيولوژي پورې اړه لري چې په لاندې ډول دا تاثيرات په لنډ ډول بيانيږي.
ونو ته مناسب شکل ورکول يعني هغه دوا شيندل او ميوه ئي ټولول اسانه شي .
# د غذائي موادو کنترول يعني څانګو ته چې ګلان او ميوې صفا توليد کوي . د غذائي موادو رسول او هغه څانګو ته چې راتلونکي کال کښې د ميوې لپاره په نظر کې وي وده ورکوي .
# د لمر د وړانګو څخه اعظمي ګټه اخيستل يعني دا چې په نتيجه کښې د غذائي موادو او يا د ميوو د زيات توليد په ښه کيفيت سره لاس ته راځي .
# په شاخبرۍ کښې د ناروغيو او حشراتو د زياتيدو مخنيوى اسانه کيږي .
# د سالبري يا يو کال تر منځ ميوه د نيولو د کنټرول يعني په هغه کال کښې د ونې د زياتيدو ميوه د نيولو وار وي بايد د څانګو غوڅول زيات شي چې ميوه زياته ونه نيسي او دا تناسب هر کال بايد په نظر کښې ونيول شي .
# د اوبو د ضايعاتو مخنيوى کيږي هر څومره چې د ونې سايز يا اندازه کوچنۍ وي نو په هغه اندازه اوبه لږې په مصرف رسيږي .
 
د يادونې وړ بولم چې د څانګو غوڅون بايد د ژمي د يخ موسم تيرودو سره سم له لاسه شروع شي يعنې هغه وخت چې لا ونه سمه بيداره شوې نه وي . چې دا موسم زمونږ په هيواد کښې خصوِصاً په ننګرهار او تودو سيمو کې معمولاً د دلو مياشت څخه شر وع کيږي او د ونې د بيدارويدو پورې دوام کوي که چير ې شاخبري په عقرب او قوس مياشتو کې تر سره شي نو ښه نتيجه ولري .
 
دا ځکه چې ونه د يخ موسم په مقابل کې لوځيږي او د يخ په مقابل کښې مقاومت کموي. ډير خلک او بڼوال په دې عقيده دي چې د شاخبرۍ جانبي عوارض نه بلکي د شاخبري د وخت د مخه عملي کولو علت دي . د ښون د ونې شاخبري کې کيښنولو څخه تر زړښت پورې لاندې مراحل په نظر کښې ونيول شي :
 
# ونو ته شکل ورکول
# حاصل اخيستل
# نوي کول
# د وني دوباره ځوانول
 
په شاخبري کښې بايد لاندې ټکي په نظر کښې ونيول شي .
 
# د تيرو تخينکي وسايلو څخه چې د شاخبري د هدف لپاره جوړ شوي وي کار واخيستل شي .
# د پرې شوي غټو څانګو پرې شوي ځايونه بايدد روغني رنګ پواسطه ووهل شي .
# څانګي بايد داسې پرې شي چې ډکي پاتي نشي او د ډکي په پاته کيدو سره تشکيل شوي زخم نه پوښل کيږي چې د ونو لپاره د مرضونو او حشراتو پټ ځايونه جوړيږي .
# د بازو ګانو انتخاب په وخت کې بايد توجو وشي چې ټول بازو ګان د ونې د تنې د يوې نقطي څخه را وتلي نه وي.
 
== د ښون ناروغۍ==
== د ښون آفتونه==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښوون" نه اخيستل شوی