د "ښوون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۴ کرښه:
داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير پخوانى بوټى دى چې د ځمکې پر مخ موجود دى داسي اټکل کيږي چې د زيتون کرل تقريباً ٣٠٠٠ کاله د ميلاد څڅه مخکې د مديتراني په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريباً ١٠٠٠ کاله د ميلاد څخه وړاندې ايټالي ته هسپانيي ته او بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى .
 
دغه د هميشه بهار بوټى د جملي څخه دى چې متوسط څخه لوړ قد لرونکي دي سپين رنګ لري شنې پاڼي لري چې نسبتاً ضخيمه او سپيره ده او د زيتون پاڼي د يو بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا Petiole لري دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او شګلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د ګرمې اوسړې هوا سره توافق کولى شي ،که.

که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه وشي نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې تر لاسه کيدلى کيږي په نړي کې تقريباً ٨٠٠ ميلونه ونې موجودي دي. دنوموړې سروي په اساس دغه ونې په نړي کې د ٩ څخه تر لس ميلونه هکټاره ځمکه کې دغه بوټي يا ونې کرل شوې دي، په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له امله نوموړى نبات ډير ښه اقتصادي ارزښت لرونکي دي .
 
خلاصه دا چې دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او نمو كولاى شي .
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښوون" نه اخيستل شوی