د "ښوون" د بڼو تر مېنځ توپير

۲٬۰۶۲ تورى ورگډ شول ،  ۱۰ کاله مخکې
No edit summary
Fernandez او Moreno په ١٩٩٩ ميلادي کال کې وويل چې نوموړى نبات د مالګو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري نو د دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى ګڼل کيږي او د هوا وچتوبه کمولاى شي زمونږ د هيواد شرقي ولايت لکه ننګرهار، لغمان، کڼر، نورستان چې وچ اقليم لري او د هند د مونسون اقليم د اغيزې له امله څه ناڅه بارانونه هم لري او وړى ئې ډير ګرم او ژمى ئې سوړ او کم دوامه دي . موسمي بادونه خصوصاً د جوزا په مياشت کې چې د ګرمي شدت هم زيات وي نسبت ټولو ميوه لرونکو ونو ته ښون مقاومت کولى شي . نو د دې سيمي د سمسورونو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د ژوند د ښه کولو په خاطر ښون يوازيني مناسب او د توافق وړ نبات ګڼل کيږي چې په هغه وچو شګلنو او د تيږو د ډکو دښتو څخه علمي او اقتصادي استفاده وشي .
== تاریخچه ==
داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير پخوانى بوټى دى چې د ځمکې پر مخ موجود دى داسي اټکل کيږي چې د زيتون کرل تقريباً ٣٠٠٠ کاله د ميلاد څڅه مخکې د مديتراني په سواحلو، په فلسطين، سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريباً ١٠٠٠ کاله د ميلاد څخه وړاندې ايټالي ته هسپانيي ته او بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى .
 
دغه د هميشه بهار بوټى د جملي څخه دى چې متوسط څخه لوړ قد لرونکي دي سپين رنګ لري شنې پاڼي لري چې نسبتاً ضخيمه او سپيره ده او د زيتون پاڼي د يو بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا Petiole لري دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او شګلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي او د ګرمې اوسړې هوا سره توافق کولى شي ،که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه وشي نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې تر لاسه کيدلى کيږي په نړي کې تقريباً ٨٠٠ ميلونه ونې موجودي دي. دنوموړې سروي په اساس دغه ونې په نړي کې د ٩ څخه تر لس ميلونه هکټاره ځمکه کې دغه بوټي يا ونې کرل شوې دي، په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له امله نوموړى نبات ډير ښه اقتصادي ارزښت لرونکي دي .
 
خلاصه دا چې دغه نبات په هر قسم خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او نمو كولاى شي .
 
== غذایی ارزښت ==
== د ښون استعمال==
۶۲۲

سمونې