د "جوار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۵۷ کرښه:
==بيولوژيكي مشخصات==
[[File:Corntassel 7095.jpg|left|thumb|upright|Many small male flowers make up the male inflorescence, called the tassel.]]
جوار يو ګرمي خوښونكى بوټى دي د تودوخې ۱۰-۱۲ درجو د سانتي ګراد كې په نېښ وهلو پيل كوي د ځمكې پرمخ د نېښ په راښكاره كولو سره د ۱۰-۱۹ درجو د سانتي ګراد تودوخې ته اړتيا لري وروسته له ۸-۹ ورځو نه نېښ د ځمكې پر مخ راښكاره كوي .

كه چيري د تودوخې درجه ۲۲-۲۴ درجو د سانتي ګراد پوري وي نېښ وهل دوه برابره چټكيږي كه د تودوخې درجه وروسته ۱۴-۱۵ درجو ته راښكته شي د نبات نمو ضعيفه كيږي . جوار د سانتي ګراد په منفي دريو(-3) درجو دسانتي ګراد كې لمنځه ځي. كه چيري د تودوخه درجه ۴۵-۴۷ درجو پورې لوړه شي د نبات نمو دريږي . جوار يو رڼا خوښونكي او د لنډې ورځې بوټي دي.

په خنثي خاورو كې ښه حاصل وركوي . مګر په هغو خاورو كې چې پي اچ ئې (PH 6.5-7.5) پوري وي تحمل كولاي شي . په مالګينو او زياتو تيزابي خاوروكې بايد ونه كرل شي په هغو ځمكو كې چې زيات لمده بل ولري هم ښه حاصل نه وركوي.
 
جوار زر رسيدونكې ، ميانه (متوسطې) او وروسته رسيدونكې نوعې لري چې وده ايز فصل اوږدوالى ئې د۷۵-۱۸۰ ورځو پورې دي، زر رسيدونكې نوعې ۷۵ ورځې ، متوسط رسيدونكې نوعې د ۱۲۰-۱۳۰ ورځې او پس رسيدونكې نوعې د ۱۳۰-۱۸۰ ورځې وده ايز فصل لري.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/جوار" نه اخيستل شوی