د "کرنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۴۱ کرښه:
===د منځنی قرن تاریخ===
===د معاصر عصر تاریخ===
== دکرهڼی لرغونتوب په افغانستان کی ==
افغانستان يو لرغوني هيواد دي هغه شواهد چي د قره كمر او د باميان د چهل ستون له غارونو څخه لاسته راغلي دهغه په اساس مونږ ويلاي شو چي ۲۰۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه د افغانستان جامعي شتون درلود او د ډبري تر لومړني دوران پوري يي بيلا بيل پړاونه طي كړي دي او هغه داچي د ميلاد څخه ۲۰۰۰-۳۰۰۰ كلونه مخكي افغانستان كرهنه درلوده.
 
دا ټولو ته څرګنده ده چي د افغانستان لرغوني نوم اريانا وو ، د مكس مولر په نامه يو پوه وايي (اّر) د كرنې مانا لري، نو له دې كبله (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: \"اره لور پر غاړه\" چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كاروو.
 
له نن نه پنځه زره كاله وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وګڼله.
 
ورو – ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.دوى د اس سورلي دودكړه، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرګيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايګوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې .
په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو .
 
د افغانستان لرغوني تاريخ په دريو دورو ويشل شوي:
 
د ډبري دوران: په دي دوره كي ډبرينو وسايلو وده وكړه، كرهڼه پيل شوه، او د حبوباتو د ساتلو لپاره يي د خټينو لوښو جوړول پيل كړل، نو له دي امله دي دوري ته يي ډبرينه دوره (عصر حجر) وويل شول، روسي لرغون پيژندونكي په دي باور دي چي د افغانستان په شمال كي د امو په څنډو كي د ۴۰۰۰ كلونه د ميلاد څخه مخكي غنم كرل شوي او له هغه ځاي څخه منديگك ته وړل شوي، ددي دوري اثار دامريكايي لويي دوپري په وسيله د بلخ ولايت په اق كپروك، د تخار په چنار گنجشكان او دبدخشان د كر په دره او هزار ګوسفند كي موندل شوي او پيژندل شوي دي.
 
د برونزو دوران: په دي دوره كي په افغانستان كي كرهني وده وكړه، تصوير لرونكي لوښي منځ ته راغلي، له خامو خښتو څخه كورونه جوړ شول، همدارنګه ددي دوري د خټو څخه جوړ شوي خدايان ددي دوري ځانګړتياوي ګڼل كيږي، د تخار دشلي تپهاو شورتوغي، د منديګك لاندني برخي، او اق كپروك پاسني برخي د سمنګان قره كمر او د كر دره ددي دوري نموني دي چي ددوي عمر ۲۰۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه تعين شوي دي.
 
داوسپني دوران: ددي دوران لرغوني اثار په افغانستان كي د بلخ په قزل تپه، د جوزجان په طلا تپه ، د سيستان په شهر سوخته ،او د كندهار په منديګك اودموراسي كي پيژندل شوي دي
 
==د محصولاتو د تولید سیستمونه==
== د څارویو د تولید سیستمونه==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کرنه" نه اخيستل شوی