د "پياز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.5.4) (روباټ زیاتول: pnb:پیاز
د سمون لنډیز نسته
۱۵ کرښه:
[[دوتنه:Allium cepa viviparum 003.JPG|بټنوک|کيڼ|''Allium cepa'' var. ''proliferum'', Top Onion]]
 
==تاریخچه ==
د پيازو لومړنى ټاټوبى [[افغانستان]] او [[ايران]] دى او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادو لكه [[هندوستان|هند]] ، [[چين]] او بيا تر [[يونان|يونانه]] پورې خپور شوى دى . داسې ويل كيږي < چې په لرغونو زمانو كې د پيازو غوټې د يوه ښه دارو درمل په توګه پلورل كېدې او يا هم د خلكو ترمنځ په نورو توكو تبادله كېدې .
 
== د پیازو استعمال==
'''پياز''' د خوراك وړ يو بوټى دى چې د سابو له ډېرو مهمو او ارزښتمنو بوټو نه ګڼل كيږي .
د خوندورو او ګټورو سابو له شمېر نه پياز هم د بېلابېلو ناروغيو په [[درملنه]] كې او هم د [[بدن]] د پياوړتيا لپاره ګټور دى . پياز يو داسې هېښنده بوټى دى ، چې هېڅ داسې يوه د كور مېرمن او اشپز به نه وي چې له پيازو نه به په پخلي او خواړو كې كار وانخلي . پياز په سلاټو ، [[ښوروا]] ، [[سوپ]] ، پټاټو ، قورمې ، غوښې ، [[پلو]] او نورو بېلابېلو خواړو كې كاريږي . همدا راز زموږ په ګران هېواد [[افغانستان]] كې د پيازو له شنو پاڼو نه پيره كي هم پخوي چې ډېر خوندور وي . دغه خوندور او اشتها راپاروونكى بوټى هم خام او هم پوخ خوړول كيږي . موږ انسانان د پيازو له خوراك او كارونې سره دومره روږدي شوي يو ، چې ډېرى وختونه مو هېر وي چې د كال په هر موسم كې داسې ارزانه او اغېزمن درمل ته لاسرسى لرو چې هر څوك يې د بېلابېلو ناروغيو سره په مبارزه كې كارولاى شي .
 
پياز د يوې درملوونكې وسيلې په توګه له ډېرو پخوا زمانو نه راهيسې كاريږي . ددغه بوټي كمپېښه ( نايابه ) روغتيايي ځانګړتياوې ان لرغونو مصريانو ته او د لرغوني روم امپراتورۍ په وختونو كې لا خلكو ته مالومې وې . پياز او د هغه كارونه څه دپاسه څلور زره كلن [[تاريخ]] لري .
 
==د پیازو کیمیاوی جوړښت==
د پيازو لومړنى ټاټوبى [[افغانستان]] او [[ايران]] دى او وروسته ورو ورو له دغو سيمو نه نږدې هېوادو لكه [[هندوستان|هند]] ، [[چين]] او بيا تر [[يونان|يونانه]] پورې خپور شوى دى . داسې ويل كيږي < چې په لرغونو زمانو كې د پيازو غوټې د يوه ښه دارو درمل په توګه پلورل كېدې او يا هم د خلكو ترمنځ په نورو توكو تبادله كېدې .
 
اوسمهال پياز نږدې په ټوله نړۍ كې كرل كيږي . د پيازو په تركيب كې ځينې نايټروجني مواد او ځينې قندونه ، چې له هغه شمېر نه [[ګلوكوز]] ، [[فروكتوز]] ، [[ساكاروز]] او [[مالتوز]] دي ، شتون لري . سربېره پر دې په هغه كې [[كلسيم]] ، [[وسپنه]] ، او [[فاسفورس ( فاسفور )]] هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي . د ساري په توګه د پيازو په ځينو ډولونو كې وسپنه ډېره ده چې د انسان د وينې تركيب ښه كوي او كلسيم يې د هډوكو په كلكولو كې مرسته كوي . همدا راز د پيازو په تركيب كې د ايتر ( اثير ) غوړي ، [[البومين]] ، د C [[ويټامين]] او مايې هم شته . دغه ډېر خوندور او ګټور بوټى د ګېډې او كولمو په كار او فعاليت كې مرسته كوي . پر نورو ډېرو روغتيايې ځانګړنو سربېره ، د پيازو دا ميكروبي ضد ځانګړنه خو نږدې هر سړي ته مالومه ده چې د والګي په درملنه كې خورا اغېزمن دى .
== د پیازو نباتی مشخصات==
== د پیازو کرل ==
== د پیازو ناروغۍ==
== دپیازو آفات ==
== دپیازو حاصل ټولول==
 
[[File:Pyaz shalgahi1.JPG|thumb|پیاز در شلگهی دزفول ]]
[[File:Piyaz shalgahi.JPG|thumb|پیاز دزفول 1390]]
== مآخذونه ==
 
ژباړن : [[محمد طاهر كاڼى]]
 
 
== سرچينې ==
# پ . ا . كوسېف ، د روغتيا بښونكو بوټو بشپړ لارښود ، ۲۰۰۱ ز كال ماسكو چاپ ، ۶۵ مخ .
# يوليا ساوېلووا ، [[هوږه]] او پياز ، ۲۰۰۶ ز كال ماسكو چاپ ، ۵ او ۶ مخونه .
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پياز" نه اخيستل شوی