د "چڼاس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۵ کرښه:
فنګسونه د ژوندیو موجوداتو له ګروپ څخه عبارت دي چې:
 
# کلورفیل نلري ( د Photosynthesis عملیه ورکښې صورت نه نیسي) د ځان لپاره غذانشي برابرولاي، د غذا د لاس ته راوړلو لپاره نورو منابعو ته اړتیا لري.
# د فنګسونو جسم په عمومي صورت سره رشتوي Filamentous دی.
# فنګسونه د مشخصو حجروCellular لرونکي دي.
# د فنګسونو حجرې مشخص حجروي دیوال Cell wall لري چې حجرې ته یې شکل ورکړی او داخلي محتویات یې ساتي.
# دفنګسونو په حجروکښې هستې په اسانۍ سره د تشخص وړ دي
# فنګسونه لیږدونکي نسجونه Vascular system نلري.
# فنکسونه د حرکت کولو وړتیا نه لري. له یو ځای څخه بل ځای ته دلیږد لپاره بیروني عواملو ( باد ، باران، حشرات او نورو) ته اړتیا لري.
# فنګسونه حقیقي ریښه ، تنه او پاڼه نلري، مګر ځینې داسې جوړښتونه لري چې په ښکاره دریښې، تنې او پاڼې په بڼه معلومیږي. په داسې حال کښې چې حقیقي ریښه او تنه نه دي.
# د فنګسونو د بدن د هرې برخې کوچینۍ برخه د تکثیر وړتیا لري.
# فنګسونو د په زوجي او غیر زوجي ډول سره د تکثیر وړتیا لري.
# د زوجي تکثیر غړي مشخص او ټاکلي دي د بدن د نورو برخو سره څرګند توپیر لري.
# د ځینو استثناوو په لرلو سره وده ایز غړي Somatic یا Vegetative یې یو له بل سره ورتوالی لري.
# دزوجي تکثیر غړي د فنګسونو د طبقه بندۍ لپاره غوره پیژندګلوي ده.
 
==د فنګسونو مافولوجي==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/چڼاس" نه اخيستل شوی