د "مڼه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۶۶ کرښه:
په هره لښته دي نوم او ليبل وليکل شي او بيا يي په داسي پلاستيکي کڅوړو کي اوچوۍ چۍ هوا نه ورداخليږي ، په يخچال کي يي کيږدي .
 
دپيوندولوعمليه(Budding Procedure)
 
پيوند دشکل له مخې زيات ډولونه لري مګردتکمې زخه پيوند چې عبارت له T پيوند يا T-Budding څخه دى او په افغانستان کې زيات مروج دي په ونو کې اجراکيږي.
 
د T-Budding لپاره د Bud تيارول:
د نودې له منځ څخه د زخې پيوند لپاره ښې رسيدلې زخې غوره کيږي او بيا دپيوند دچاقو پواسطه پيوندي زخه تياريږي. دتکمې زخه پيوند لپاره لومړى دزخې د څوکې څخه له ٢ څخه تر٢.٥ سانتي مترو پاس پر يو چاکو د نودې پوستکى په افقي ډول غوڅيږې او بيا چاکو د زخې له بيخ څخه ١.٣ سانتې متره ټيټ په افقي ډول کيښودل کيږي او د زخې دڅوکې خواته زخه له نودې څخه داسې جلا کېږي چې نطفه ورپورې نښتې پاتې شي.
 
هيره دې نه وي چې د زخې د پيوند لپاره چې کومې نودې Bud sticks له ونې څخه غوڅيږي په هغې پسې بايد سملاسي دپاڼو تيغې غوڅې شي ترڅو دتبخير مخنيوي وشي او نودې دي په لمده بوجۍ يا ټوکرکې ونغښتل شي چې زخې اوبه له لاسه ورنه کړي او وچې نه شي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/مڼه" نه اخيستل شوی