د "مڼه" د بڼو تر مېنځ توپير

۵ ټکی لري شوه ،  ۹ کاله مخکې
• Budder يا پيوند کوونکي لپاره وخت زيات وي.
• د زخو دڅانګوBud stick ساتلو ته ضرورت نه وي.
 
د افغانستان په سړو سيمولکه وردګ،غزني،باميان، پروان اوداسې نورو کې مڼې او نورو پاڼريژوميوودپيوندولو لپاره ډيرښه وخت د اسد دمياشتې له نيمايي دسنبلې تر نيمائې پورې ګڼل شويدي. د هيواد په تودو سيمو لکه ننګرهار، لغمان ،کندهار، هلمند، فراه ، نيمروز اوداسې نورو کې د زخې پيوند لپاره غوره وخت دسنبلې دمياشتې له نيمايي څخه د ميزان دمياشتې تر نيمايي پورې ګڼل کيږي.په پورتنيو وختونوکې T-Budding يا ټي پيوند شوو نيالګيو څوکې له پيوندولو وروسته نه غوڅيږي نيالګي او پيوندې زخې تر راتلونکي پسرلي پورې پخوا تر دې چې وده پيل شي په خپل حال پريښودل کيږي. له پيوندولو دوه اونۍ وروسته په سړو سيموکې له پيوندي زخې څخه پلاستيک سستيږي خو پلاستيک بايد بيخي لرې نه شي ځکه چې پلاستيک په ژمي کې پيوند شوې زخې د سړو له تاوان څخه ژغوري. په تودو سيموکې له پيوندولو دوه اونۍ وروسته بايد پلاستيک له پيوند شويو زخوڅخه ليرې شي. نوي پيوندشوي زخې په ژمې کې ويدې پاتې کيږي او بيا په پسرلي کې پخواتر دې چې نوې وده پيل شي پيوندي نيالګي له پيوند څخه له لسو نه تر شلو سانتي مترو په اندازه لوړ پرې کيږي،کله چې بيا وده پيل ته نژدې شي نو دزخې له پيوند څخه يو يا دوه سانتي متر لوړ ټول پيويدي نيالګي غوڅيږي اوپه دې توګه پيوندي زخه وده کوي . پيوندي نيالګي ته په دويم وده ايز موسم کې ،لکه د لومړني وده ايز موسم په څيريې ډيره کلکه پاملرنه کېږي، په نوموړې پاملرنه کې پخپل وخت خړوبول، نايتروجني سره ورکول، دناوړه بوټو کنترول او دحشراتو او ناروغيو مخنيوي شامل دي .
 
===د شنې شوى زخه پيوند نښي او مراقبت===
۶۲۲

سمونې