د "د بوټي ژونکه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۵۰ کرښه:
Entropyــــ د سیستم بي نظمي ته وېل کيږي. له همدې وجې د مالیکول هر با ترتیبه موقیعت د انرژي یو باندني جریان ته ضرورت لري . د ځانګړو organelles د فیزیالوژیکو دندو تشریح د حجرو څخه د هغو د بیلولو ( insulation ) د میتود په ودې پورې اړه لري . دا میتود د دیفرنسیال سا نتریفوژ(differential centrifugation) په نامه یادېږي چې د پروتوپلاست د ځانکړو برخو په وېشلو بنا شوی دی. د برېښنايي میکروسکوپي او دیفرنسیال سا نتریفوژ یوځای کارونې ددې امکان برابر کړ څو د ځانګړو organelles د جوړښت او دندو تر منځ اړیکي را وسپړو.
 
===د نباتي حجرې حجريي دېوال Cell wall of plant cells===
 
په عمومی ډول سره نباتی حجری دیوی مستحکمی او کلکی غشاءْ لرونکی دی چی د غه غشا‌‌‌‌‌ء یا پرده د حجری دداخلی موادو د محافظت او کنترول وظیفه اجرآ کوی .همدارنګه دحجری داخل ته د تلوونکو موادو د تنظیم او هغه محیطی تاثیرات چه دحجری په داخل کی ګ‌ډوډی رامینځته کوی مخنیوی کوی.
۶۳ کرښه:
b-1,4 ګلوکوزید د اړیکو په شان ) . د هیموسلولوز له جملې څخه تر ټولو زیات اهمیت ګلوکان اسید لري چې د لمړني حجريي د ېوال په جوړښت کې شامل دی. ګلوکان اسید د ډيـی ــ ګلوکوز بقایا او د b-1,4 ګلوکوزید رابط لری چې د ګلوکوز د شپږم کاربن څخه يي جانبي ذ نجیر راوځی په خاص ډول د ډي ــ کیسلوز له بقایاو څخه . د کیسلوز سره کولای شي د ګلکتوز او فوکوز بقایاوې یو ځای شي . هیموسلولوز د سلولوز سره د نښتلو وړتیا لري نو له همدې وجې هغوی د میکروفبریل په شا اوخوا سلولوزي پوښ جوړوي او هغه په یو پېجلي ذ نځیر پورې تړي .
 
===د نباتی حجروی دیوال انځور===
[[Image:Plant cell wall diagram.svg|thumb|250px|right|داولی دیوال مالیکولی ساختمان په نباتات کی.]]
 
===پېکتین===
پېکتیني مواد ـــــ د کاربن هاېدرید له ټیپ څخه پولیمري مرکباتو ته وېل کېږي . دا مرکبات د حجريي غشا د لوړ ې کچې د اوبو ساتنې وړتیا لري . د پېکتینی موادو تر ټولو مهم استازی ramnogalakturonan دی چې د oc-D-galacturonic acidد بقایا پر بنیاد منځ ته راغلې او ځنې وخت د هغو سره رامنوز یو ځای کېږي. رامنوز (С6Н1205) ــ ګلوکوز دمشتقات شمېرل کېږي . د رامنوز د شاملېدو له وجې د نوموړي polysaccharide اساسي ذ نځیر ذیګزاکس شکل غوره کوي .ځنې وختونه د رامنوز د کاربن څلورم اتوم د ګلاکتوز ځای نیسی. پېکتیني مواد په ډېره کچه د کاربوکسیل د ګروپ لرونکي دي چې کولای شي د دوه ولا نسه فلزاتو ایونونه سره یوځای کړي د بېلګې په ډول Са+2 چې د حجريي دېوال د غړو په یو ځای کولو کې مهم رول لوبوي . Са+2 ایون کولای شي د К+ او Н+ ایون سره تعویض شي او په دې شان د کاتیون د تعویض وړتیا تامین کړي.حجريي دېوال تر10سلمې د protein extensions
لرونکی دی . دا ګلیکوپروتید دی چې تر 30سلمې يي ټوله امینو اسیدي برخه د پروتین په اوکسي پرولین تبدیله شوې . د اوکسي پرولین سره د کاربوهایدرید ذ نځیر چې د ارابینوز د مونو ساکارید له څلور بقایاو څخه جوړ شوی یو ځای کېږي . د D. Lamport د څېړنو پر بنیاد همدا د ارابینوز ذنځیر دی چې د extensin جوړښت ته ثبات وربښي . او په همداشان extensional چې د پولی ساکاریدونو تر منځ د اتصال د یوې کړۍ په شان دنده سر ته رسوي د حجريي دېوال په جوړښت کې شتون لري دا ټول په یو واحد اسکلیت سره یو ځای کوي . ددې په څنګ کې د حجريي دېوال په جوړښت کې ځانګړی کاربوهایدراید چې پروتین او پېکتین سره نښلوي شتون لري ، چې د معاصرو معلوماتو له مخې د حجرو د متقابل عمل د پېژندنې په تامینولو ، اخستونکوو خواصو (receptor properties ) او له انفکشن څخه د ساتنې په برخه ونډه اخلی .
په حجريي دېوال کې یو لړ انزایمونه په خاص ډول hydrolases (ګلوکوزید ، ګلیکوزید او نور ) ځای په
۷۲ کرښه:
 
حجريي دېوال د خپل پنډوالي او بڼې د بدلولو وړتیا لري،چې له همدې وجې د هغه دوهم جوړښت رامنځ ته کېږي .د حجريي د ېوال پنډوالی د لمړنی د ېوال پر مخ د نوو پوړونو(قشرونو) په راوتلو تر سره کېږي . په دې معـنی چې دا راوتل د یو کلک پوړ پر مخ رامنځ ته کېږي، سلولوزي فبریلونه(الیاف) په هر پوړ کې په موازي ډول ځای په ځای شوی او په ګاونډي پوړ کې یوبل سره په یو زاویه کې موقیعت نیسی .داسی اټکل کېږی چې microtubules د سلولوزي الیافو د لوري دټاکلو دنده په غاړه لري ، چې تر ډېرې کچې دا حالت د دوهمي د ېوال د کلکوالي له وجې رامنخ ته کېږي . په هر اندازه چې د سلولوزي پوړونو تعداد ډېرېږي په هغه اندازه د ېوال پنډوالی زیاتېږي ، هغه خپله الاستیکي او د ودې وړتیا له لاسه ورکوي . په دوهمي حجريي دېوال کې د سلولوز اندازه زیاتېدونکې حالت غوره کوی ځنې وختونه تر 60 سلمې رسېږي . د حجريي دېوال ماتریکس د حجرې په زړېدو سره د راز راز موادو لکه لیګنین او سوبرین Lignin, suberin پواسط ډکېږي .
 
[[Image:Eukaryota cell strucutre.PNG|thumb|250px|right|Diagram of the plant cell, with the cell wall in green.]]
===لیګنین==
Lignin ــ دا هغه پولیمیر دی چې د معطرو الکولو دcondensation پواسط تر لاسه کيږي .
د لیګنین منځ ته راتګ د لرګیکېدو د کلکوالي د زیاتېدو او د هغه د اوږدښت د کمېدو سره ملتیا لري.
Line ۹۰ ⟶ ۹۲:
د نباتي حجرې حجريی دېوال د پلاسمودسمونو پواسط د نفوذ وړتیا لري . هغوی په حجري دېوال کې په متساوي یا ګروپي ډول موقیعت اختیاروی .پلاسمو د سمونه د نباتاتو د ټولو ګروپونو په حجرو کې پېدا شوي غېر له هغو چې reproductive حجرې لري . په هر мкм2100د حجريي دېوال کې له 10ــ 30 پورې پلاسمودسمونه اټکل شوي . پلاسمودسم د یو کانال په شان چې 1MKM سور لري د پلازمالیما پواسط ډک شوی . د دې کانال په مرکز کې دسموتروبکا چې د اندوپلازماتیک جال د ګاونډ یو حجرو د ممبران څخه جوړ شوی شتون لري . دسموتروبکا د پروتینو او سیتوپلازم د پوړونو پواسط احاط شوې چې په خپل وار سره د ګاونډیو حجرو دسیتوپلازم سره یوځای کېږي . د پلاسمودسم له برکته ټول سیتوپلازم په یو واحد یعنې symplast کې را نغښتې دی . د حجريي دېوالونو د متقابلو اړیکو سیستم او بین الجروي خلا د apoplast (ازاده فضا ) په نامه یادوي . سیمپلاست او اپوپلاست د حجرو تر منځ د اوبو او منرالي موادو د لېږد را لېږد مهمه لاره شمېرل کېږي . د اپوپلاست حجم او د پلاسمودسم خوځنده جوړښت (U. V Gamaley) د ترانسپورتي د ندو د انتظام لپاره مناسبه لار شمېرل کېږي . د حجريي دېوال پنډوالی په راز راز نباتاتو کې د یوې لسمې څخه تر 10 мкм پورې متغېر دی . د cortical parenchyma یا د پوټکي د پارنشیما حجرو تر ډېرې کچې نري مګر د اپیدرمس د اختصاصي حجرو ، xylem, phloem او نور یو اندازه پنډ دي . د حجرې د حجريي دېوال اړخونه کېدای شي د پلاسمودسم د شمېر او پنډوالی له مخې یو شان نه وي . د اپیدرمس د حجرې د حجريي دېوال باندنی اړخ د هغه د دننني (داخلي) اړخ پر تله پنډ او د لږ پلاسمودسم لرونکې دی . د دوو ګاونډ یو حجرو د حجریی دېوال ترمنځ د هغو د تماس په برخه کې د منځنۍ صفحې په نوم صفحه شتون لري چې د هغې په جوړښت کې پېکتیني مواد د کلسیم د pectates ( د پېکتین اسید کلسیمي مالګې ) په شان شامل دي . دا مواد وده کوونکي حجري کلک او سره جوته کوی . د کلسیم په کمښت سره پېکتیني مواد په slime (بلغم) بدلېږي او ددې سره جوخت د انساجو osliznenie او د حجرو ټوټه کېدل tissue maceration تر سترګو کېږي . د مېوې د پخېد لو په صورت کې د حجرو تر منځ د منځنۍ صفحې پېکتینی مواد چې حجرې سره جوته وي ځان ته محلولي بڼه (مایع) نیسي له همدې وجې میوه نرمېږي . د حجرې د انقسام په وخت کې لمړی د منخنې صفحې پوړ جوړېږی . حجريي دېوال د الاستیکي (بېرته ګرځېدونکی) او پلاستېکي (بېرته نه ګرځېدونکی) کشش وړتیا لري . الاستېکي کشش په حجره کې د اوبو د زیاتېدونکي فشا ر (د تورګر د فشار) له وجې را منخ ته کېږي .د سلولوز ماکروفېبریلونه په خپل منخ کې یو بل سره اړیکی نه لري هغه یواځې د ماتریکس سره نښتي دي .
دغه فبریلونه د فشار له وجې یو د بل څخه جلا کېږی او په دا شان حجريي د ېوال خان نری کوي .
 
پلاستیکي بېرته نه ګرځېدونکی کشش په حقیقت کې د حجريي دېوال وده شمېرل کېږي . د حجريي د ېوال وده د هغه د نرمېدلو سره شروع کېږي . میکروفبریلونه عملاٌ په اوږدوالي کشش نه لري ، ددې لپاره چې د غشا کشش رامنځ ته شې هغوی باید د کشش د محور په شا او خوا وخوځي تر څو یو له بل څخه جلا شي .د میکروفبریلونه خوځښت د یو بل تر څنګ د کشش د ودې د تامین لپاره خورا مهم شمېرل کېږي . هر څومره چې دا خوځېد نه اسانه رامنځ ته شي هغومره د حجريي دېوال پلاستیکي وړتیا ډېرېږي . هایدروجني رابطې د میکروفبریلونو او د کیسلوګلوکان (پېکتیني مواد) تر منځ د خوخښت اسانتیا رامنځ ته کوي . ددغو رابطو ځانګړتیا د هغو په lability یعنې اسان تخریب او تعمیر کې ده چې د انرژي ډېره کارونه په کې نه پکارېږي . وروسته له هغه چې د حجري کشش رامنځ ته شو د نوو جوړو شوو سلولوزي میکروفبریلونو د ماتریکس د موادو تر منځ رابط رامنځ ته کېږي . تېزابیکېدل د حجرو کشش زیاتوي ، دلته extension. مهم رول تر سره کوي دا څرګنده شوې چې دغه پروتین د حجريي دېوال د کشش مربوط рН کاتالیز کوي . د ګلوکاناز glucanase enzymes انزایم چې د کیسلوګلوکان د تجزيې سبب ګرځي د حجريي دېوال په نرمولو اغېزه کوی . حجريي دېوالونه غېر فعال او په پوره اندازه استوار دي چې د میخانیکي او دفاعي دندود سره ته رسولو په تامین کې ونډه اخلي . مګر د پاتوجنو د اغېزې په صورت کې هغوی کولای شي په یوه ثانیه کې نوې بڼه غوره کړي . غېر لدې د حجريي دېوال د مواد د تجزيې څخه لاسته راغلی مالیکول د یو سګنال رول لوبوي ، چې نباتی ارګان ته د انفکشن په وړاندې د دفاعي دندو د سرته رسولو معلومات رسوي . څرګنده شوې چې د حجريي دېوال تحریب کېدای شي د هغو الیګوساکاریدو د را ټولېدو سبب وګرځي ،کوم چې د سګنالي مالیکول (فیتو الېکسن ،اتلین اونور) د جوړولود تحریک وړتیا لري او د پاتوجن سره په ګډه د ځنو نورو جلا شوو برخو د نورو سیګنالو، ودې او مورفوجنوس سبب ګرځي A Tarchevsky ) I. ) .
 
===د نباتي حجرې سیتوپلازم===
 
سیتوپلازم یو پېچلې څو برخه ایز ، شکل بدلونکی ، دېفرنسیال سیستم دی چې یو لړ ممبران لرونکي او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه يي په ځان کې رانغښتي دي . د میتابولیزم ټول اساسي جریانات په سیتوپلازم کې تر سره کېږي . د سنتریفوګېشن په مرسته کولای شو سیتوپلازم په دوه برابرو برخو ووېشو . ټول یو اندازه درانده organelles د رسوب په شان په لاندنۍ برخه کې لیدل کېږي او د سیتوپلازم اساسي ماده hyaloplasm د یوې مایع په شان په پورتنې برخه کې تر سترګو کېږی . هیالوپلازم یا اساسي پلازما هغه برخه ده چې هلته د حجرې ټول organelle ځای پر ځای شوي دي . د حجرو ترمنځ د موادو د لېږد را لېږد او همدا شان د یو لړ organelles تر منځ داړیکو ټول بهیر په سیتوپلازم کې دننه او یا دهغه له طریقه تر سره کېږي. دلته ډېر مهم بیوشیمک جریانات تر سره کېږي او یو لړ انزایمونه هم شتون لري .
Line ۱۱۳ ⟶ ۱۱۶:
 
 
==Hyaloplasm هیالوپلازم ـــ== دا یوه بې سترکچره کتله نه ده . هغه پېچلی دېفرنسیال مګر اسانه بیا رغوو نکی جوړښت لري چې د حیاتي فعالیت داسی جریانات لکه د vesicle او organelle
بین الحجريي ترانسپورت ، د انزایمي جریاناتو ځواکمنتوب او دهغو مېشته کېدل دا ټول د هیالوپلازم
د حالت سره تړاو لري .
 
===سایتوپلازمی غشا===
سایتوپلازمی غشاء یوه نیمه قابل نفوذ پرده ده ( Semi permeable ) چی دشحمیاتو اوپروتینو دطبقو څخه جوړشویدی. دسایتوپلازم محتویات ئی احاطه کړیدی. د غشاء په نباتی حجروکی دحجروی دیوال سره دومره ضخیم اونښتی وی چه په ډیر مشکل سره د تشخیص کیږی. دسایتوپلازمیک غشاء عمده وظیفه حجری ته دضرورت په اساس دداخلیدونکو اوخارجیدونکو موادو تنظیم دی . چی دانتخابی نفوذ (Selected Permeability ) په واسطه داکارصورت نیسی. انتخابی نفوذ په سایتوپلازمی غشاء کی په نورمال حالت کی صورت نیسی.مګرپه غیرنورمال اوغیرمتراقبه حالاتو کی دحجری دداخلی اوضاع اودمحیطی شرائطولاندی اجراء کیږی.
 
Line ۱۲۴ ⟶ ۱۲۷:
پاڼی تازه او شاداب کیږی په داسی حال کی چه که ګلدان ته اوبه ورنکړل شی نود نبات پاڼی مری اورژیږی.
 
===پلاستیدونه ===
[[File:Plagiomnium affine laminazellen.jpeg|thumb|300px|Plant cells with visible [[chloroplasts]].]]
پلاستيدونه د سايتوپلازم داساسی ساختما نونو له جملی څخه دی چه په خاص ډول دنباتاتو په شنو برخو کی پيدا کيږی.
Line ۱۵۷ ⟶ ۱۶۰:
ډسک ډوله ساختمانونه چه دوه طبقه ئی نازک جدارونه لری دشحم اوپروتين څخه جوړشويدی. اوکلوروفيل لری . هغه کلورفيل چه پدی ساختمانونوکی واقع وی دلمر رڼا جذبوی او ضيائی ترکيب ته امکانات برابروی .
 
===۲- کروموپلاست : Chromoplast===
 
دکرموپلاسټونه د ضيائی ترکيب توانائی نلری سره اوژيړ رنګونه لری په هغوی کی مهم حياتی مواد چه د Carotinoid څخه عبارت دی ذخيره کيږی کروموپلاسټونه د مارفولوجی له لحاظه دکلوروپلاسټونو سره ورتوالی لری.
Line ۱۶۸ ⟶ ۱۷۱:
يعنی د کروموپلاسټونو عمده وظيفه ګلانوته رنګونه ورکول دی.
 
===۳- ليکو پلاسټونه يا لوکوپلاسټونه ( Leucoplasts ) ===
 
دنشايستی د اجزاءو دتجمع په توګه دنبات په هغو برخو کی موجودوی چه شنی نه وی .لوکوپلاستونه په عمومی ډول دځمکی لاندی دريشو او ساقو په حجراتو کی چی په سيوری کی موقيعت لری پيدا کيږی .
Line ۱۷۶ ⟶ ۱۷۹:
اميلوپلاستونه دنباتاتو په حجروکی ذخيره وی برخو کی لکه کچالوپه ضخيم ريشو اود ځمکی لاندی ساقو کی پيدا کيږی.
 
===۴- پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )===
 
پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .
 
==۵-= اليوپلاستونه ( Alioplasts ) ===
 
داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.
 
===۴- پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )===
 
پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .
 
===۵- اليوپلاستونه ( Alioplasts ) ===
 
داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.