د "د بوټي ژونکه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۷۲ کرښه:
 
حجريي دېوال د خپل پنډوالي او بڼې د بدلولو وړتیا لري،چې له همدې وجې د هغه دوهم جوړښت رامنځ ته کېږي .د حجريي د ېوال پنډوالی د لمړنی د ېوال پر مخ د نوو پوړونو(قشرونو) په راوتلو تر سره کېږي . په دې معـنی چې دا راوتل د یو کلک پوړ پر مخ رامنځ ته کېږي، سلولوزي فبریلونه(الیاف) په هر پوړ کې په موازي ډول ځای په ځای شوی او په ګاونډي پوړ کې یوبل سره په یو زاویه کې موقیعت نیسی .داسی اټکل کېږی چې microtubules د سلولوزي الیافو د لوري دټاکلو دنده په غاړه لري ، چې تر ډېرې کچې دا حالت د دوهمي د ېوال د کلکوالي له وجې رامنخ ته کېږي . په هر اندازه چې د سلولوزي پوړونو تعداد ډېرېږي په هغه اندازه د ېوال پنډوالی زیاتېږي ، هغه خپله الاستیکي او د ودې وړتیا له لاسه ورکوي . په دوهمي حجريي دېوال کې د سلولوز اندازه زیاتېدونکې حالت غوره کوی ځنې وختونه تر 60 سلمې رسېږي . د حجريي دېوال ماتریکس د حجرې په زړېدو سره د راز راز موادو لکه لیګنین او سوبرین Lignin, suberin پواسط ډکېږي .
[[Image:Eukaryota cell strucutre.PNG|thumb|250px|right|Diagram of the plant cell, with the cell wall in green.]]
 
Lignin ــ دا هغه پولیمیر دی چې د معطرو الکولو دcondensation پواسط تر لاسه کيږي .
د لیګنین منځ ته راتګ د لرګیکېدو د کلکوالي د زیاتېدو او د هغه د اوږدښت د کمېدو سره ملتیا لري.