د "بوټی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۷۹ کرښه:
===کلوروپلاست===
 
{{-}}
[[Image:Plastids types en.svg|right|220px]]
داپلاستيدونه په نباتی شنو حجرو کی ليدل کيږی ، شين رنګ لری ا و ديوی شين رنګه مادی يعنی(Chlorophylls ) لرونکی دی .چی دشنو نباتاتو دحجرو په سايتوپلازم کی پيدا کيږی . دکلوروپلاستونو معمولی قطر 5µ ميکرون دی او دشمير د نقطی له نظره په 1mm2 ساحه کی د ۴۰۰۰۰۰ په اندازه کلوزوپلاستونه وجود لری. د کلوروپلاستونو مهمه وظيفه په نباتاتو کی د انرژی جذب او په کيمياوی انرژی باندی د نوری انرژی بدلون دی . دکلوروفېل ماليکولونه دلمر انرژی د جذب په اثر په حرکت راځی او دانرژی د ذخيره کولو عمليه يانوری عمليه چی دهغی وروسته درڼادترکيب لپاره عمل شروع کيږی . هغه حجرات چه دغذائی موادو دترکيب او جوړيدلو وظيفه لری.
{{-}}
 
[[File:Chloroplast diagram.svg|thumb|300px|Simplified structure of a chloroplast]]
نو کلوروپلاستونه دهغوی سره يو ځای وی د کلوروپلاست مقطع ښائی چی د کلوروپلاست ساختمان ډير مغلق دی ا وډير ی غشاوی لری چی هر يو ددی شبکی د Grana په نوم ياديږی د دوو ګرانا و غير منظم ساختمانونه Stroma په نوم ياديږی . تجربو ښودلی ده چه کلورفيل سره Carotinoid په ګرانا کی موقيعت لری . د کيمياوی ساختمان د نقطی له نظره کلورپلاست د کلورفيل ،پروتين شحميات ،کروتين او د RNA د يوی برخی څخه جوړشويدی. برسيره پر مګنيشيم چه د کلورفيل په سا ختمان کی شامل دی پوتا شيم کلسيم ،مګنيزم ، اوداسی نور هم پکی ليدل کيږی.
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/بوټی" نه اخيستل شوی