د "بوټی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۶۲ کرښه:
د حالت سره تړاو لري .
 
===سایتوپلازمی غشا===
==پاتی برخی==
سایتوپلازمی غشاء یوه نیمه قابل نفوذ پرده ده ( Semi permeable ) چی دشحمیاتو اوپروتینو دطبقو څخه جوړشویدی. دسایتوپلازم محتویات ئی احاطه کړیدی. د غشاء په نباتی حجروکی دحجروی دیوال سره دومره ضخیم اونښتی وی چه په ډیر مشکل سره د تشخیص کیږی. دسایتوپلازمیک غشاء عمده وظیفه حجری ته دضرورت په اساس دداخلیدونکو اوخارجیدونکو موادو تنظیم دی . چی دانتخابی نفوذ (Selected Permeability ) په واسطه داکارصورت نیسی. انتخابی نفوذ په سایتوپلازمی غشاء کی په نورمال حالت کی صورت نیسی.مګرپه غیرنورمال اوغیرمتراقبه حالاتو کی دحجری دداخلی اوضاع اودمحیطی شرائطولاندی اجراء کیږی.
 
دمثال په ډول که چیری دیونبات پاڼی په ګلدان کی په نظرکی ونیسو که ګلدان ته اوبه ورکړل شی.
 
پاڼی تازه او شاداب کیږی په داسی حال کی چه که ګلدان ته اوبه ورنکړل شی نود نبات پاڼی مری اورژیږی.
 
===پلاستیدونه ===
پلاستيدونه د سايتوپلازم داساسی ساختما نونو له جملی څخه دی چه په خاص ډول دنباتاتو په شنو برخو کی پيدا کيږی.
 
پلاستيدونه کوچنی بيضوی شکله پروتينی اجسا م دیچه په نباتی حجرو کی په وضاحت سره ليدل کيږی . پلاستيدونه نورته انعکاس ورکوی ا وشمير ئی زيات دی نوځکه په وضا حت سره ليدل کيږی. دپلاستيدونو مارفولوجيکی مطالعاتو ښودلی ده چه پلاستيدونه کروی اوپياله ډوله اويا بيضوی شکله غليظ جسمونه دی چی د خارجی غشاء پواسطه احاطه شويدی .
 
دپلاستيدونو طبقه بندی د مختلفو پګمنټونو Pigments په درلودلو سره کيږی . هغه پلاستيدونه چه دپګمنتو لرونکی دی ا و دهغوی رنګونه تعين کوی درنګه پلاستيدونه په نوم ياديږی . په داسی حال کی چه بی رنګه پلاستيدونه هم وجود لری . پاخه اورسيدلی پلاستيدونه د هغوی د اهميت او داداخلی محتوياتو په لحاظ په پينځه ډولونو ويشل شويدی .
 
===کلوروپلاست===
داپلاستيدونه په نباتی شنو حجرو کی ليدل کيږی ، شين رنګ لری ا و ديوی شين رنګه مادی يعنی(Chlorophylls ) لرونکی دی .چی دشنو نباتاتو دحجرو په سايتوپلازم کی پيدا کيږی . دکلوروپلاستونو معمولی قطر 5µ ميکرون دی او دشمير د نقطی له نظره په 1mm2 ساحه کی د ۴۰۰۰۰۰ په اندازه کلوزوپلاستونه وجود لری. د کلوروپلاستونو مهمه وظيفه په نباتاتو کی د انرژی جذب او په کيمياوی انرژی باندی د نوری انرژی بدلون دی . دکلوروفېل ماليکولونه دلمر انرژی د جذب په اثر په حرکت راځی او دانرژی د ذخيره کولو عمليه يانوری عمليه چی دهغی وروسته درڼادترکيب لپاره عمل شروع کيږی . هغه حجرات چه دغذائی موادو دترکيب او جوړيدلو وظيفه لری.
 
نو کلوروپلاستونه دهغوی سره يو ځای وی د کلوروپلاست مقطع ښائی چی د کلوروپلاست ساختمان ډير مغلق دی ا وډير ی غشاوی لری چی هر يو ددی شبکی د Grana په نوم ياديږی د دوو ګرانا و غير منظم ساختمانونه Stroma په نوم ياديږی . تجربو ښودلی ده چه کلورفيل سره Carotinoid په ګرانا کی موقيعت لری . د کيمياوی ساختمان د نقطی له نظره کلورپلاست د کلورفيل ،پروتين شحميات ،کروتين او د RNA د يوی برخی څخه جوړشويدی. برسيره پر مګنيشيم چه د کلورفيل په سا ختمان کی شامل دی پوتا شيم کلسيم ،مګنيزم ، اوداسی نور هم پکی ليدل کيږی.
 
د وچ وزن په اساس کلوروپلاست 50 % پروتين ، 35 % شحم او پاتی برخه پګمينتونه دی . د الکترونی مايکروسکوپ څخه په استفادی سره دعالی نباتاتو کلوروپلاست تر مطالعی لاندی نيول شويدی. پرمخ تللی کلوروپلاست د يوی دوه طبقئ غشاء پواسطه احاطه شويدی. چه نيمه قابل نفوذ دی يا په بل عبارت چه نفوذ قابليت ئی انتخابی دی . دهغی په داخل کی بی رنګه پروتين ساختمان د Stroma په نوم موقيعت لری.په سټروما کی برسيره پر ډسک ډوله ساختمانونه چه د Grana په نوم ياديږی نازک جدارونه دنشايستی دانی RNA او DNA انزايمونه او داسی نور هم پيداکيږی .
 
ډسک ډوله ساختمانونه چه دوه طبقه ئی نازک جدارونه لری دشحم اوپروتين څخه جوړشويدی. اوکلوروفيل لری . هغه کلورفيل چه پدی ساختمانونوکی واقع وی دلمر رڼا جذبوی او ضيائی ترکيب ته امکانات برابروی .
 
===۲- کروموپلاست : Chromoplast===
 
دکرموپلاسټونه د ضيائی ترکيب توانائی نلری سره اوژيړ رنګونه لری په هغوی کی مهم حياتی مواد چه د Carotinoid څخه عبارت دی ذخيره کيږی کروموپلاسټونه د مارفولوجی له لحاظه دکلوروپلاسټونو سره ورتوالی لری.
 
مګر دګلانو مختلف رنګونه دکروموپلاسټونو پواسطه تعين کيږی.يعنی کروموپلاسټونه مختلف رنګونه لری. اوهر رنګ چی تياری وکړی نوهمغه رنګ دګل وی.
 
يعنی د کروموپلاسټونو عمده وظيفه ګلانوته رنګونه ورکول دی.
 
 
===۳- ليکو پلاسټونه يا لوکوپلاسټونه ( Leucoplasts ) ===
 
دنشايستی د اجزاءو دتجمع په توګه دنبات په هغو برخو کی موجودوی چه شنی نه وی .لوکوپلاستونه په عمومی ډول دځمکی لاندی دريشو او ساقو په حجراتو کی چی په سيوری کی موقيعت لری پيدا کيږی .
 
لوکوپلاسټونه کرستلونه نلری اودهغوی په عوض دنشايستی دانی خپل ځان کی ذخيره کوی چه له همدی کبله لوکوپلاسټونه د (Amyloplasts ) په نوم ياديږی.
 
اميلوپلاستونه دنباتاتو په حجروکی ذخيره وی برخو کی لکه کچالوپه ضخيم ريشو اود ځمکی لاندی ساقو کی پيدا کيږی.
 
 
===۴- پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )===
 
پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .
 
۵- اليوپلاستونه ( Alioplasts )
 
داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.
۴- پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )
 
پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .
 
۵- اليوپلاستونه ( Alioplasts )
 
داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.
 
==مآخذونه==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/بوټی" نه اخيستل شوی