د "بوټی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۴۰ کرښه:
 
سیتوپلازم یو پېچلې څو برخه ایز ، شکل بدلونکی ، دېفرنسیال سیستم دی چې یو لړ ممبران لرونکي او غېر ممبران لرونکي جوړښتونه يي په ځان کې رانغښتي دي . د میتابولیزم ټول اساسي جریانات په سیتوپلازم کې تر سره کېږي . د سنتریفوګېشن په مرسته کولای شو سیتوپلازم په دوه برابرو برخو ووېشو . ټول یو اندازه درانده organelles د رسوب په شان په لاندنۍ برخه کې لیدل کېږي او د سیتوپلازم اساسي ماده hyaloplasm د یوې مایع په شان په پورتنې برخه کې تر سترګو کېږی . هیالوپلازم یا اساسي پلازما هغه برخه ده چې هلته د حجرې ټول organelle ځای پر ځای شوي دي . د حجرو ترمنځ د موادو د لېږد را لېږد او همدا شان د یو لړ organelles تر منځ داړیکو ټول بهیر په سیتوپلازم کې دننه او یا دهغه له طریقه تر سره کېږي. دلته ډېر مهم بیوشیمک جریانات تر سره کېږي او یو لړ انزایمونه هم شتون لري .
 
نباتی حجره دیوحجروی دیوال اوداخلی برخی سایتوپلازم پواسطه مشخصه شویده چی پروتوپلازم له سایتوپلازم اوهستی څخه مشتق شویده . چه دا پروتوپلازمی اجزاوی په عمومی ډول سره پروتوپلازم په نوم یادیږی.
 
سایتوپلازم د پروتوپلازم هغه برخه ده چه د هستی څخه دباندی واقع وی اودحجری دجسم دکتنی وړبرخه تشکیلوی.سایتوپلازم نیمه مایع صاف اوشفاف جسم دی چی غلظت ئی په مختلفو حجروکی مختلف دی .دسایتوپلازم اصطلاح ټوله هغه ژوندی برخه یوی حجری چی دهستی په اطراف کی واقع وی استعمالیږی.داحیاتی ماده دحجروی دیوال پواسطه احاطه شوی ده.اود حجری دضرورت له مخی په مختلفووختونوکی دهغی کیفی حالات تغیرکوی چه داتغیرات دغلظت(Gel)اورقیقوالی(Sol)له امله وی یعنی په غلیظ والی اورقیقوالی کی تغیرراځی.کله چی حجره په ابتدائی حالت کی وی نوسایتوپلازم دحجری ټولی خالیګاوی ډکوی.نوخپله حجروی شیره دسایتوپلازم څخه اخلی.په کامله اوبالغه حجره کی حجروی شیره یوه لویه خالیګاه (Vacuole)جوړه وی.که چیری سایتوپلازم دمعمولی مایکروسکوپ پواسطه ولیدل شی نو یواندازه پردی ئی پکی لیدل کیږی.همدرانګه هغه کوچنی اجزاوی چه دسایتوپلازم دمایع په محیط کی د تعلیق په حالت کی په نظرراځی په وضاحت سره لیدل کیږی.
 
دEndoplasmic Reticulumپه نوم جال ماننده ساختمانونه دسایتوپلازم په مینځ کی موجود وی چی یوه خوائی دحجروی غشاء سره اخروی برخه ئی حتی د هستوی غشاء سره ارتباط لری چی دانه داری برخی (Granular)او بی دانی برخی ئی (A granular) ددی ساختمان سره یودبل سره فرق یاتوپیرلری.چی انډوپلازمیک ریتکولم دجوړشوو غذائی موادو دانتقال یوسیستم دی.یعنی داسیستم دغذائی موادو دانتقال وظیفه په غاړه لری.اودحجری دپروتنی موادو په جوړیدوکی عمده رول لری.چه دانی په دانه لرونکی اندوپلازمیک ریتکولم کی وجود لری دریبوزمونویا سفیروزومونو یعنی(Ribosome’s or Spherosomes )په نومونو یادیږی.چی دجسامت له لحاظه دادانی یود بل سره فرق لری. اوامکان لری چی ځینی دهغوی پروتینونه جوړکړی.
 
ځینی وظیفه نلری اوځینی ئی ددی دانو څخه په سایتوپلازم کی په ازاد شکل قرار لری. د یوی نباتی حجری دسایتوپلازم کیمیاوی جوړښت په لاندی ډول دی.
 
۱- اوبه 80% ۲- وچ مواد 20 % ۳- پروتین 0,3% ۴- شحم 5% ۵- قندونه ،مالګی، اوداسی نور 2 % یا
 
۱- اوبه 80- 87 % ۲- پروتین 15 % ۳- شحمیات 13 % ۴- قندونه 1% ۵- معدنی مواد 4 %.
 
لوی اومغلق مالیکولونه دپروتینو اوشحمیاتو دسایتوپلازم په کیمیاوی جوړښت کی عمده اوحیاتی رول لری. دسایتوپلازم غیری ثابت ساختما ن دحرارت 50C` تیزابو لکه الکول اوداسی نورکیمیاوی موادو پواسطه په اسانی سره متضرره کیږی. یعنی محیط ورته تیزابی کیږی اوتودوخه هم ورته زیاته شی نود سایتوپلازم ساختمان چی غیرثابت دی ډیر متضره کیږی په داسی حال کی چی حرارت درجه ورته لوړه شی او محیط روته تیزابی شی.
 
پروتینونه د امینواسیدومغلق کیمیاوی مرکبات دی اوشحمیات دشحمی تیزابو اوګلسرین د مرکباتو څخه عبارت دی چی داسټرپه ګروپ ( Ester Group ) کی شامل دی. شحمیات په اوبوکی غیرمنحل دی اود اوبو جذبوونکی ندی، له همدی کبله شحمیاتو ته Hydrophob وائی.
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/بوټی" نه اخيستل شوی