د "غوز" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۷۳ کرښه:
1- نايتروجني سره (Nitrogenous fertilizer): نايتروجني سره بايدlb/acre 100-400 ساحه کي استعمال شي او په کال کي بايد يوځلي استعمال شي .اودعمومي سفارش په اساس په کال کي بايد 150-200 lb/acre نايتروجني سره دغوزانوپه باغونوکي استعمال شي. اوکله چي سره استعماليژي نوبايد ژرترژره اوبه ورکړل شي ترڅودريښي ساحي (root zone) ته ورسيږي.
2- دفاسفورس سره(Phosphoric fertilizer) : فاسفورس لرونکي سره بايد دغوزانوپه باغونوکي استعمال نه شي ځکه دافغانستان خاوري دنبات دضرورت وړفاسفورس لري.اوکه فاسفورس استعماليږي نوبايد د پسرلي په لومړيووختونوکي استعمال شي.اوکه چيرته دفاسفورس د کموالي ضرورت احساس شي نوبايد په يوه جريب ساحه کي 16-20 lb/acre سره استعمال شي.
3- دپوتاشيم سره (Potash fertilizer) : څرنگه چي دافغانستان خاوري لوړ pH (2.8 يالوړ) لري.اوالقلي خاوري گڼل کيږي نودپوتاشيم کموالي زيات نه محسوسيژي.که خاوري ريگي(sandy) وي نودپوتاشيم داستعمال ضرورت هم ليدل کيږي.که چيرته ضرورت احساس شي نوبايد 6-8 lb/jerib ځمکه کي په کال کي 2 يا 3 ځلي استعمال شي.( )
اوداوبو زياتوالي هم تاوانونه لري ځکه چي ريښي داکسيجن څخه محروميږي اوبل داچي د Water logging مشکل پيښيږي اوحشرات زياتيږي اوبل د Phytophtora sp. فنگس لپاره مساعد محيط برابروي اودځمکي لا ندي برخه (Roots) خرابيږي.دريشي په ســـــاحه (root zone)کـــي بايد دومره لندبل مــوجود وي چي په حاصل اودحاصل په کميت اوکيفيت باندي په موجوده اواينده موسم کي تآثيروانه چوي.
دباغونو دخړوبولووخت: بهتره اوغوره بريښي چي ټولي ميوه لرونکي وني سهار وختي اويامازد يگرخړوب شي ځکه چي په گرمه هوا کي دخاوري سوري (pores) د اکسيجن پواسطه ډک وي اونبات په گرمه هواکي زيات تنفس کوي اوکله چي په گرمه هوا کي اوبه کړل شي نواکسيجن داوبو پواسطه بي ځايه کيږي اودنبات لپاره داکسيجن کموالي محسوسيږي چي په بعضي وختونوکي دنبات دمړيني سبب گرځي.
|