د "وېشنيزه:کرنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د مخ مېنځپانګه ليرې شوه
۱ کرښه:
[[کرهڼه]] یا کرهنه د [[افغانستان]] د جغرافیایی جوړښت له امله یو خاص اقتصادی ارزښت لری. په افغانستان کی کابو ۷۵ څخه در ۸۵ سلنه خلک په کرهنه بوخت دی. نو ددی له امله د افغانستان په ملی اقتصاد کی ستر رول لوبوی. د [[کرنی رول په ملی اقتصاد]] کی یو د هغه عایداتی او تمویلی منابعو څخه دی،‌ چی د افغانستان هغه خلک چی په کلیو او بانډو کی ژوند کوی خپل وخت ورباندی تیروی او هوسا ژوند کوی.
کرهنه په افغانستان کی په بیلا بیلو برخه ویشل شوی ده ، مهمی برخی یی په لاندی ډول دی.
# [[دغواګانو روزنه]]
# [[د بزو روزنه]]
# [[د پسونو ساتنه]]
# [[د باروړونکو حیواناتو روزنه]]
# [[د میوه جاتو په خاصه توګه انګور، انار او خربوزو تولید]]
# [[د سبزیجاتو تولید]]
 
 
فهرست
سريزه
دشيدوغواګانوپيدايـښت او تاريخـچه
 
اهميت
د شيدوغواګانو روزنه
شيدو دمحصولاتوغذائي ارزښت
دصحي اوپاکو شيدولاسته راوړلولپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي
دشيدو غواګانو دنسل انتخاب
دشيدو ورکونکي غوا انتخاب
بلوغيت
دغواګانو القاح
دغويمتوب نښي
دبلاربو غواګانو مراقبت اوساتنه
د بلاربوغواګانو تغذيه
دلنګوال په وخت کي دغوامرقبت
دوړوخوسکيو ساتنه اومراقبت
دشيدو لوشل
حفظ الصحه
دمارکيټونو اوکوپراتيفونو جوړول
دشيدو اوکوچو لپاره مارکيټ
د غواګانوځيني عامي ناروغۍ او د هغوي مخنيوي
[[Anthrax]] ‌١-انتراکس
Tuberculosis ٢-توبرکلوز
[[Brucellosis]] ٣-بروسلوزيس
F.M.D ٤-طبق يا افتوزتبه
P.P.R ) ٥-رينډرپيسټ يا (وبا)
٦-دغولانځي پړسوب
٧-بليک ليګ يا تور لنګي
 
په غواګانو کي داخلي پرازيتونه
١-دځګر چينـجي
٢-دسږو چينـجي
په غواګانو کي خارجي پرازيتونه
Tick ١-کني
Lice ٢-سپږي
٣-پم يا ګرک ناروغي
 
سريزه
افغانستان يو زراعتي هيواد دى چې په سلو کي ٨٥ ℅ خلک يي په کرهڼه او ما لدارۍ
بو خت دي چې ددي جملي څخه يواځي %٥٥ خلک يي په مالدارۍ بوخت دي.دايو څرګند حقيقت دي چې داوږدي مودي کورنۍ شخړې موهر څه له څيرمه لولپه کړل چې په همدې کشمکشونو کې مالدارۍ برخه هم ترډيره خواره پاتى شوه.اوس دنورو برخو ترڅنګ دغې برخې ته اساسي اوبنسـټيزه پاملرنه اوبيرته پـښودرولو ته اړتيا ليدل کيږي.
زمونږ دهيواد ګڼ شمير بزګران اودهقانان دزراعت اومالدارۍ سره ډيره مينه لري،په تيره بيا دڅارويو دروزني سره چې دغه علاقه اودمينې تړښت دنارينه و په پرتله په ښځوکي زيات تر سترګو کيږي ،خوددي سره سره دڅارويو دروزنې په برخه کي دوي له ډيرو ستونـزو سره لاس اوګريوان دي ،چې په مسلکي توګه ګـټورو مشورو اولارښونو ته اړتيا لري.نوپه همدي موخه موغوره وگڼله چې د
مالدارواوبزګرو سره دمرستې لپاره دغواګانو دروزني تر سر ليک لاندي يولارښودکتاب وليکو.
چې دغه چاره دکرنې اومالدارۍ رياست په مرسته ترسره شوه،په دي کتاب کې هغه ضروري توکي په لنډ ډول تشريح شوي چې اوس مهال مو بزګران اومالداران ورسره مخ دي چې په لومړيو پاڼو کې دڅاروي دروزني په برخه کي لنډ توضيحات شوي او په وروستي برخه کي يې داړونده موضوع اوڅاروي په اړه دځينوخپريدونکو ناروغيو په اړه لنډ تشريحات شوي.
محترمو لوستونکو:
دغه کتاب کيداىشي ددغې موضوع په اړه ډيرکم معلومات ولري او ډيرئې برخې ترينه پاتي وي خو د ټاکلي حجم په نظر کي نيولو سره دغه څه تا سو ته وړاندې کړاىشوو،خداى(ج) د ي وکړي چې يو څه ترينه يادکړئ او ستاسو د ګټې وړو ګرځي .
محترمو لوستوونکو:
کيداى شي په دغه کتاب کي ډيري خطا وې و تير وتنې شوي وي، خو د اصلاح لپاره يې ستاسو نظريات په دواړسترګو منو.
جمال الدين،روحاني،
 
په درنښت
 
دشيدوغواګانو پيدايښت او تاريخچه:
تراوسه پوري داسى شواهد نشته چې په غوايانو تسلط او دهغوي اهلي(کورني) کيدل وښاي خو دهغه معلوماتو له مخي چي لرغون پيژندونکي يي ځيني شواهد په ګوته کوي .چي غوايان د ډيري پخوا زمانى څخه موجودؤچې لومړيو وختوکي په انسانانو د هغوى ښکار کوؤخووروسته بياپه مختلفوتاريخي دوروکي د غوايانو څخه مختلفي استفادي شويدي.
دمثال په توګه په يوه دوره کي دبارکښ حيوان په توګه او په بله دوره کې د معتبرو مذهبي اقسامو په توګه .
په دې وروستيو دوروکي د غوايانو څخه د لوړکيفيت لرونکي غذائي موادو په لاس ته راوړلو کي کار اخستل کيده اوس د غواګانو د شيدو او دهغه د محصولاتوڅخه او همدارنګه د غوايانود غوښي څخه مختلفي خوندوري غذاګاني برابريږي. له ميلاد څخه وړاندي (١٥٥٠ )په يونان او(٧٥٠) تر ميلاد وړاندي په روم کې دلبنياتو ښه توليد اوصنعت دغواګانو څخه لاسته راته،اوله شيدو سربيره يې دکوچ ،پنيراوغواړو څخه دخوارک په برخه کي گټه اخسته په يوناني دوروکي هم دشيدو استعمال ډيرؤ اوپه پورته يادوشويو داوړو هيوادونو کې له کوچو څخه دخوراک ترڅنگ دروغتيا په برخه کي هم گټه اخستل کيده دبيلگي په ډول دوي به دکورني يا يونانى طب له مخې دزخم (پرهر)دغوړولو اويا دسوځيدو پر وخت دکوچو څخه گټه اخيسته ددغه څه مشاهده دمشهور طبيب هيپوکراف په لارښونو کې ښه ترسترگو کيږي.
 
 
اهميت : Importance
غواګانې په نړۍ کي دډيروخلکولپاره حيواني غذا برابروي نه يواځي داچې د غواګانو د شيدو څخه ګټه اخستل کيږي بلکي د هغوي دپوستکي،غوښې څخه هم ګټه ا خستل کيږي .ددي څخه سترګي نه شوپټولي چي اهلي(کورنۍ) حيوانات د انسانانو د ژوند ډيرې اړتياوې پوره کوي او انسانان دهغوى څخه د خپل اقتصادد تقويي،فزيکي قوې محافظوي مقاصدواو ديو شميراهلي حيواناتود محصولاتوڅخه دباکيفيته غذايي موادوپه توگه کاراخلي.
غواګانې دوښواو علوفه جاتو څخه چې کم کيفيته مواددي استفاده کوي اودغه مواد په لوړکيفيته باندې بدلوي اوانسانان ورڅخه استفاده کوي.دکليوالوسيموخلکوپه ژوندکي مهم رول لوبوي اوزمونږد هيواد ډيرکم تعداد خلک به وي چي د شيدو غواګاني نه روزي.دشيدوغواګاني باکيفيته غذائي موادتهيه کوي اوهمدارنګه د اقتصاد له پلوه هم ددوى د ورځني ژوند سره تر ډيره حده مرسته کوي.شيدې او د شيدو څخه مختلف محصولات لکه پنير،کوچ،مستي،تروي يا شړامبي لاسته راځي او دشيدو ترڅنګ بچې هم لاسته راځي چي په خپل وار سره تر ډيره پوري د اهميت درلودونکي دي اوددي ترڅنګ په زياتره مواردو کي د غوښي د توليد په منظور ترينه ګټه اخستل کيږي.خودغه ټول څه هغه وخت لاسته راتلاى شي چي روزونکي شخص د روزني ،ناروغيواود غوا اوپه اړونده چارو باندي په ښه ډول وپوهيږي.
که چيري زمونږدهقانان او بزګران د شيدو دغوا د روزني قصد کوي د خپلو امکاناتو په نظرکي نيولو سره دي داسې نسل انتخاب کړي چي دنوروپه پرتله ترينه زياته ګټه واخلي نوضروري بريښي چې د شيدو غواګانو په اړه معلومات ولري.
 
Dairy Cattle Cows rearing دشيدو غواګانو روزنه:
د شيدو دغواګانود روزني ګټي:
١-غواګانې د علوفه جاتو(واښو) ښه مصرفونکي دي هغه ډول علوفي چې دانسانانو لپاره مستقيمآد استفادي وړنه وي په لوړباکيفيته او ارزښت لرونکي حيواني توليد يې لکه شيدې اوغوښه بدلوي.
٢-بې غوړه شيدې د چرګانو په تغذيه کې استعماليدې شي چې د پروتين ،معدني موادو او ويټامينونوښه منبع ده.
٣-د لبني محصولاتوغذايي ارزښت يې لوړوي.
٤-دخاورې دحاصلخيزئ لپاره حيواني سره برابروي
٥-څو ډوله محصولات ورکوي لکه (شيدي،پنير،مستي)او داسي نور.
دشيدو دغواګانو د روزني تاوانونه:
١-زيات کار ته ضرورت لري.
٢-ډيري سرمايې ته اړتيا لري.
٣-د ناروغيو په خاصه توګه توبرکلوزخپريدل زيات تاوان مينځ ته راوړي.
د شيدو دمحصولاتوغذايې ارزښت:
سربيره پردي چې د شيدو څخه په تازه ډول استفاده کيږي د هغه څخه يو تعداد نور محصولات هم جوړيږي چې لوړغذائي ارزښت لري ځيني يې په لاندي ډول دي .
١-کوچ:دامعمولآ دځينوخوراکونود خوندد زياتوالي لپاره علاوه کيږي او همدارنګه د انرژۍ يوښه منبع هم ده چې په زياته اندازه ويټامين( اے )لري کوچ تقريبآ %٨٠ خالص غوړ لري.
٢-پنېر:دامعمولآ په دوه ګروپونو ويشل شوي دي.
• کلک پنيرونه: کلک پنيرونه عينآ لکه د غوښې په شان غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري او په ځينووختونو کې د غوښي پرځاي په مصرف رسيږي او همدارنګه د ډيرې مودې لپاره پرته لدې چې خراب شي ساتل کيږي.
• نرم پنيرونه:دا هم زيات غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري.
٣-تبخير شوي شيدي: عبارت د هغه شيدو څخه دي چې تقريبآ %٥٠ اوبه يې تبخير شوي وي چه د اډول شيدې معمولآ په سفرونوکي د انتقال د سهولت له امله استفاده کيږي او همدارنګه د شيريخ په جوړولو کې هم استعماليږي.
٤-چکه : دامعمولآ د ځينو خوراکونو د خوند د زياتوالي لپاره علاوه کيږي چې يو قسم خواړه هم دي او همدارنګه په کليوالي ژوند کې غوره خواړه اوډيرمعمول دي.
دصحي اوپاکو شيدو دلاسته راوړلو لپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي:
١-دسالم اوتندروست حيوان ساتنه: کوم حيوانات چې دشيدو د توليد په منظور ساتل کيږي بايد د ناروغيوڅخه وساتل شي ځکه چه ځينى ناروغۍ د حيواناتو څخه مستقيمآ انسان ته سرايت کوي .لکه تبرکلوزاو بروسلوز.
٢-دشيدو لوشونکي شخص نظافت او صحي حالت: داشخص بايد کاملآ صحتمند وي او هيڅ ډول ساري ناروغي ونه لري.
٣-د پاکواوتعقيم شوو ساما ن آلاتو استعمال: څرنګه چې شيدي د ميکروبونو پواسطه ژرککړيږى نود شيدو لپاره بايد فولادي يا المونيمي ظروف يا سامان آ لات استعمال شي.
٤-د شيدو فلتر کول: په هغه ځايونو کې چې غواګانې د ماشين پواسطه لوشل کيږي فلتر کولو ته اړتيا نشته خو په هغه ځايونوکي چه غواګاني د لاس پواسطه لوشل کيږي بايد فلتر شي ځکه يو تعداد مواد لکه دحيواناتوفضله مواد،ويښته،اودعلوفه جاتوټوټې پکې لويږي نود فلتر کولو پواسطه ورڅخه نوموړي مواد لري کيږي.
 
هغه عوامل چې دحيوان په انتخاب کې رول لري په لاندي ډول دي :
 
١-د حيواناتو نژاد ٢-فزيکي ساختمان ٣-شجره ٤-ريکارډ ٥-د حيوان صحت
دشيدوغواګانو د نسل انتخاب: Breeds selection of Diary cattle
که څه هم غواګانې مختلف وطني يا داخلي او خارجي يا(بهرني) نسلونه لري چې په دې ځاي کې به يې څيړنه زيات وخت ونيسي خو دځينوغواګانو نسلونه او نمونې په لاندې ډول څيړو.
١-وطني يا داخلي نسلونه: ديادوني وړده چې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې هم يو تعداد د شيدو غواګاني موجودېدي چې ډيرې مشهورې يې په لاندي ډول دي .
• قندهاري نسل:
اصلي وطن يې قندهار دې رنګ يې تور،سپين اوآن تربشپړه توررنگ پوري وي او ځيني يي دتور اوسپين داغونو په مينځ کي تياره داغونه هم لري.د غوا وزن ئي Lb٥٥٢د قد لوړوالى يي inch٤٧دې او اوږد بوقان لري او همدارنګه د شيدو ورځنى توليد يې ٨-٦ليتره او په يوه دوره کې ١٨٢٢ليتره شيدې ورکوي .او په درې کاله کې بلوغ ته رسيږي او ٢٨٣ورځې شيدې ورکوي او همدارنګه د غوړوفيصديې په شيدو کي %٣.٣ يا%٣،٥ ده.
 
• کونړي نسل:
ددې غواګانواصلي ځاي د کنړولايت دې رنګ يې تور،سپين،نصوار ،سور او برګ د
ي او ظاهرى شکل يې وړوکي د ي چې په اوسط ډول Lb ٣٩٨ وزن لري قد يې
Inch ٣٩ دى او بوکان ئي بر جسته نه دي ورځيني توليد ئي د شيد و٤-٥ ليتره
او په يوه دوره کې ١٠٨٣ليتره شيدې ورکولاى شي او د غوړوفيصدي يې په
شيدوکي %٤.٥ دي.
 
• سستاني نسل:
دغه نسل غواګانې د افغانستان او ايران تر مينځه د سستان د جهيل په شاوخوا کي ژوند درلوده او له سستان څخه يې منشآ اخستى ده اوورځنى توليد يې د شيدو( ٣ )ليتره دي بوکان لري د غاړي او نوم په برخه کي ئي پوستکى ځوړنده وي .
 
٢-بهرني يا خارجي نسلونه:Imported breeds
په دنيا کې د شيدو غواګانو ډير نسلونه موجود دي خو د هغوى د جملې څخه د هغو غواګانو يادونه کوؤ چي په نړۍ کي ډير شهرت لري.
 
• جرسي نسل : Jersey
ددي نژاد اصلي وطن د جرسى جزيره ده چي په مينځ د فرانسي او انګلستان کي واقع دې چي په دې کې نژدي ٨٠٠٠ رمۍ وجود لري –اوچکليټي يا تور ته نژدي قهوايي او په ځينو کې سپين داغونه هم تر سترګو کيږي او په آ سانۍ سره د شرايطو سره ځان عادت کولى شي وړوکى سر لري او نسبتآ نورو ته يې ظاهري شکل وړوکې دي د بالغي غوا وزن يې ٣٩٠-٥٠٠ کيلو ګرامه دى.او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٢٣ کيلو ګرامه دى په يوه دوره کي د شيدو منځني اندازه يې٤٠٠٠ -٤٠٤٧ليتره ده او په شيدو کې يې د غوړوفيصدي ئي%٣.٥ده د شيدو د توليد اندازه يې دنوروخارجي نسلونو په پرتله کمه وي.
 
• گرانسي نسل : Guarancy
ددي نژاد اصلى وطن گرانسى دي چه د جرسى دجزيري سره نژدي سيمه ده چې نوموړى نژاد کم رنګه قهوايي او سپين داغونه لري دبالغې غوا وزن يې ٥٠٠ کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٣٢کيلو ګرامه او په يوه دوره کي يې د شيدو اوسط اندازه ٣٦٠٠ کيلو ګرامه ده د شيدو رنګ يې ژيړ او په شيدو کي يې د غوړو فيصدي %٨.٤ ده او نسبتآ آرامه خاصيت لري.
 
• هولسټن يا فريزن نسل: Holstein or Freeze
ددې نژاد اصلي وطن ها لينډاونيوزلينډ دى توراوسپين رنګونه لري،چې تقريبآ توراو سپين رنګونه پکې مساوي دي او په ځينو هيوادونو کې په سرو او سپينو رنګونو هم پيدا کيږي.ظاهري شکل يې قوي دې د بالغې غوا وزن يې ٦٥٠ کيلو ګرامه او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن تقريبآ ٤١ کيلو ګرامه دى اوپه يوه دوره کې دشيدو اندازه يې٤٩٥٠ کيلو ګرامه ده. په شيدو کي يې دغوړو فيصدي %٥.٣ ده.
 
• براون سويس نسل :Brown Swiss
ددې نژاد اصلي وطن سويس دي نصواري،نقره يې او قهوائي رنګونه لري اوظاهري شکل يې قوي دى.دخولى او پوزې شاو خوا يې توره ده اوآرامه خاصيت لري دبالغې غوا وزن يې ٦٠٠کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کي د خوسکي وزن ٤٣کيلو ګرامه اوپه يوه دوره کې يې د شيدو اوسط وزن ٤٠٠ کيلو ګرامه په شيدو کې يې د غوړو فيصدي ئ %٣.٧ ده.
 
دشيدوورکونکي غوا انتخاب :Selection of Diary Cow
په مخکى برخه کي د وطني يا محلي او خارجي يا بهرني نسلونو څخه يادونه وشوه.
خودنسل انتخاب د حاصل په ورکولو کي ځانګړى رول لري خوزمونږ په هيواد کي د شيدو غواګانودانتخاب په برخه کي تر اوسه پوري دکوم ډول پرمخ تللي سيستم څخه کارنه دي اخستل شوي خوبزگران اوکروندگر بايددشيدوورکونکي غوا دانتخاب لپاره لاندي ټکي په پام کي ولري.
١-اوږده نرۍ غاړه ولري اوهمداراز اوږه اودسينې برخه يې سره په مساوي ډول نـښتي وي.
٢-ښه غولانځه ولري.
٣-ښه ظاهري جوړښـت ولري.
٤-ښه مور،پلار،نيکه،نيکه ګان اودتوليد ښه اندازه ولري.
٥-ښه اوسالم صحت ولري.
پورته يادشوي صفتونه سل په سلو کې ښه نسل نه شي ټاکلى ،خو بيا هم تر ډيره دښه نسل په ټاکلو کې ورسره مرسته کوي.په مخکي برخه کي دخارجي نسلونو څخه يادونه وشوه خارجي نسلونه ښه توليد ورکوي خود قيمت،دساتني او مصرف له له مخې زمونږزيات شمير دهقانان اوبزګران ددې د ساتلو وس او توان نه لري اوهمدارنګه زمونږ دهيواد دکونړي غواګانو نسل د جسامت له لحاظه د شيدو دتوليد ښه ظرفيت لري،کم خواړه خوري اوزياتره کورنۍ د ساتلو توانايې لري،دخارجي جرسي نسل ديوځاى والي سره نورهم ښه کيداى شي. لنډ سر،جګه غاړه،لويه خيټه اوغټه غولانځه،دتيونو نه په مخکي برخه کې درګونوموجوديت د يوې غوا ظاهري او بيروني صفتونه دي.کله چې د شيدوغوا اخلئ نوکوښښ وکړي چي دنژدي ګاونډيانو څخه يي واخلئ ځکه چه خصوصيات به يې درته ښه معلوم وي او دبلې خوا څخه به اقتصادي وي.
 
بلوغيت :Puberty
بلوغيت ته رسيدل د غوا د نسل پورې اړه لري زياتره نسلونه په يو کلنۍ کې ځوانۍ يا بلوغيت ته رسيږي اوځينې نسلونه يې په زيات عمر کي بلوغ ته رسيږي.د غواګانو بلوغ ته رسيدل په تغذيه،ساتنې اونسل پورې اړه لري.لکه د مثال په ډول دبرون سويس نسل خوسکۍ چې ښه تغذيه شوي وي په ٨ مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.دبوسټريس کراس Bos Taurus cross نسل خوسکۍ چې ښـه تـغذيه شوي وي په ١٤مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.کله چه دغوا بدن پوره وده وکړى اودبدن ټولوبرخو يي پوره انکشاف کړي وي بايد د غوايي سره يو ځاى شي چي دزياتره نسلونو لپاره دغه مـوده ١٨مياشتي عمر ټاکل شوى خو ولې د شيدو د غواګانوپه مختلفو نژادو کې بلوغيت فرق کوي د جرسى اوګرانسى غوايان وروسته تر ٢٤مياشتو عمر پوري توليدي سن ته رسيږي .خو دځينو غټو نژادونو توليد ي سن ٢٨-٣٠مياشتو پوري دي. او ددې څخه په کم عمرکي دي خوسکي دغوايي څخه لرى وساتل شي ځکه چه ددي څخه په کم عمر کي دخوسکي دبدن ټولوبرخو وده او انکشاف نه وي کړي.
دواړونـژادونو دسخوندرکو روزنه تر بلوغيت پوري لږ مصرف ته اړتيا لري دا چې دغټو نسلونو مصارف تر بلوغيت سن پوري زيات دي خو داهم بايد په ياد ولرو چې يو بالغ سخوندرد غټ نژاد څخه نسبت وړه نژاد ته زيات قيمت لري
دسخوندرکو دبلوغيت په عمـر باندي د غذا تآثير:
عموماً هغه خوسکي چې مناسبه غـذا اخلي نظر هغه خوسکيو ته چې کمه غـذا اخلي ژربلوغ ته رسيږي ښه غذا دشيدوخوړونکو خوسکيود ودي لپاره ډير مناسبه ده ځکه چه ژربلوغ ته رسيږي اوژرحامله کيږي او په کم وخت کي حاصل ورکوي.
د غواګانو القاح:Insemination
په عمومي ډول دغواګانو القاح په دوه ډوله ده:
١-طبعي القاح :Natural insemination
طبعي القاح هغه ده چې مستقيمآ د غوايي په واسطه تر سره کيږي.هغه غوايان چې القاح لپاره ساتل کيږي بايد ١٨ مياشتې او يا ددې څخه زيات عمر ولري. هغه غوايي بايد دالقاح لپاره انتخاب شي چې دښه نسل څخه وي اوهيڅ ډول مرض ونه لري اوکه چيري غوايي دښه نسل څخه نه وي اومرض ولري نوښه پايله به هم ونه لري دغوايي سره دغوا ديوځايوالي وخت د غويمتوب وروستي موده ده.
د يوځاى کيدو يا القاح لپاره دغوايي او غوايوځاي کيدل يو وار کفايت کوي.اوکه چيري دا کار څوواري تکرار شي نو په ځينو وختونو کي د ناوړه عواقبو درامينځته کيدو سبب ګرځي. د٤٠-٥٠ غواګانو د القاح لپاره د يوه کال په دوران کي يوغوايي په ښه ډول القاح کولاى شي دالقاح په وخت کي بايد غوايي ښه تغـذيه کړاي شي اوددي ترڅنگ ديو ځاي کيدو په وخت کي لازم احتياط ورسره وشي.
دغوا او غوايي ديو ځاي کيدو لپاره بايد د يو مخصوص ځاي څخه کار واخستل شي.
 
٢- مصنوعي القاح :Artificial insemination
نوموړي القاح په نيوزلينډ کي ډيره مروجه ده چې اکثره خلک يي ددي طريقي څخه کار اخلي ځکه چې نوموړي طريقه د نسل داصلاح يوه ښه طريقه ده اوهمدارنګه يو غوايي د( ٥٠٠٠)غواګانو لپاره کفايت کوي .دنوموړي القاح په واسطه مونږ کولاي شو د ناروغيو مخنيوي وکړو اودغوښتني سره سم نسل لاسته راوړو خو د مصنوعي القاح لپاره فني اومسلکي اشخاص پکار دي اوبل قيمتي وسايل ددي لپاره په کاردي چه دمصنوعي القاح لپاره تازه سيمين ( مني) اويا منجمد سيمين څخه کاراخستل کيږي.
 
دغويمتوب نښي :Signs of Estrus
زياتره غواوي چې د تغذيي حالت يي ښه وي اوکومه ستونـزه ونه لري نو د ٢٠-٢٤ ورځو په موده کې يو ځل غويمتوب ښايي،اودا کار د کال په زياتره فصلونو کې تر سره کيږي.دغويمتوب د ځيني نښو څخه په لاندي ډول يادونه کوو.
رمباړي وهل ،نارامي، د فرج څخه دصافۍ لزجي ما يع وتل ،په نورو غواګانو يا سړي باند ي ختل ، په ملا باندې د لکۍ غورځول او داسي نور .خو ددې سره سره که بيا هم د غه نښې ښئ څرګندي نه شوي نو نـيټه د ي وليکل شي او ٢١-٢٠ ورځي دي ورته وکتل شي تر څو بيـا پري وار راشي.دغه موده ١٩-٢١ ساعته دوام کوي اوښه به داوي چې دغويمتوب په وروستى وخت (دريمه نيمايي )کي غوا دغوايي سره يو ځاي شي.
 
دبلاربو غواګانو مراقبت او ساتنه : Care of Pregnant cows
دبلاربوغواګانو د حاملګۍ دوره ٢٧٧-٢٨٤ ورځو څخه زياته اويا کمه کيداى شي.په دغه موده کي په خاصه توګه د حاملګۍ په وروستيو دريو مياشتوکې غوا دغذا اوساتنى په برخه کي ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري.په دغه دوره کې بايد حيوان د نورو حيواناتو څخه په امن کې وې تر څو ضرر ورته ونه رسيږي . اوکه چيري غوا په ناروغۍ اخته شي نود ناروغيوضد دوا بايد په احتياط سره استعمال شي په هغه صورت کي چې کوم تاوان ورته ونه رسوي.ځيني غواګاني د غويمتوب نـښي ښکاره کوي اوکه ترڅومياشتو پوري دغويمتوب نـښي په غوا کي ښکاره نه شوي نو احتمال دې ولري چې غوا بلاربه شوي وي .اويا د دووڅخه تر دريو مياشتو وروسته دي په تجربه لرونکي وترنرډاکټر دې وکتل شي.اوځيني وخت داسي هم کيږي چې د غوا په رحم باند ناروغي راشي اورحم تر اغيزي لاندي راولي اوپه غواکي سقوط يا وقفـه رامينځته کړى.
دبلاربو غـواګانـو تغـذيـه:
هغه غواګانى چې ښي شيدي ورکوي که دلکتيشن (شيدو دوره) په اخره کې د٦-٨ اونيوڅخه مخکي د لنګيدوبايد استراحت ورکړل شي اوونه لوشل شي په بل لکتـيـشن کې به ښي شيدي ورکړي. دغوا وچوالي په استراحت کي د لنګوال په وخت کي غوا قوي کوي.داستراحت په وخت کي بايد غوا ښه تغـذيه کړاي شي ځکه چې په دي وخت کي دغوا بچې زيات غـذايې موادوته د بدن دجوړيدولپاره ضرورت لـري.کوشش دي وشي چې بلاربو غواوته يو مقدار ويټامين Aورکړل شي ځکه دويټامين Aد کموالي په صورت کي بچې ضعيفـه وي اوددى ويره هم وي چې بچې ضايع کړي اوهمدارنګـه کـه چيري دشيدو ورکولو په اخره دوره يا داستراحت په وخت کي حيوان ته ښـه غـذا ورنه کړل شي نوله يوي خوابه غوا دلنګوال پر مهال دستونزو سره مخ شي.اود بل لوري به يي دلوشلو پروخت شيدي هم کمـي وي.د يو څيړني له مخي که چيري يوه غوا(٦٠)ورځي مخکي وچه کړاي شي دهغي په پرتله چې تر اخره لوشل کيږي (٥،٧٤٨ )کيلو گرامه شيدې او٤فيصده زيات کوچ به په لاس راشي.
 
دلنګوال په وخت کي د غوا مـراقبـت:
ددې لپاره چې سالـم اوتندرست خوسکى لاسته راوړو د حاملدارۍ په دوره کې غوا ته بايدپه کافي اندازه غـذا ورکړل شي او دامراضو په مقابل کې تداوي يا وقايه وشي.دلنګوال څخه ٢-٣ ورځي وړاندي غوا بايد دګلي څخه بيله کړاى شي اوپه يو بيل ځاي کې چې آرام اومستريـح وې ښه بـيستر په کي خور وې يوړل شي ترڅوغوا پکي په آرام اوراحت سره ولادت وکړي.لنګوال په غوا کي يوه طبعي پـيښه ده په کومه کي چې بچى ديوي معيني مودې دتيرولوڅخه ورسته پيداکيږي. مخکي ددي څخه دلنګوال نـښې بايد وپيژنود لنګوال په رانژدي کيدو سره تيونه اوغولانـځه غټيږي او پوره کيږي.فرج پړسيږي دفرج څخه مايع وځي حيوان نارامـه وي غوا هردوه دقيقې وروسته زور وهي په نورمال حالت کې دبچې دوه مخکني پـښي اوسر راوزي اودبچې څخه وروسته پـيروان پاتي کيږي چې دڅه وخت تيريدوڅخه وروستـه راوزي.په دي وخت کي غوا کومک ته ضرورت لري.دکومک کوونـکي کـس نوکان بايد واړه وي اولاسونه بايد په صابـون وميـنځي اوکه دسکشي موجودي وي نو بايد په لاس شي بيا دي مداخله وکړي دکار په دوران کي حفظ الصحـه مراعـت کول ضروري خبره ده په دي وخت کي بايد غوا د ډيري کلکي پاملرني لاندي ونيول شي. دلنګوال څخه وروسته غـوا دخپل بـچى په څټلو پيل کوي اوخپل بـچى وچوي که چيري غوا ونه کړاى شو چې بـچې وڅټي نو بايد مالدارفوراً دپاکى اوصحي تکي(ټوکر) په واسطه خوسکۍ وچ کړي اودخوسکي دخولي اوپوزي شا او خوا پاکه کړي اوکه خوسکي په تنـفس پيل ونه کړي نو پوښتيوته دفشارورکولو اوخوشي کولو په واسطه په تنـفس کي ورسره مرسته وکړي اويا دي ورته پوزې وتخنول شي .اوکه بيايې هم مشکل درلوده نودخولي د لاري دې ورته مصنوعي تنـفس ورکړل شي.
 
دوړوخوسکيوسـاتنه اومراقبت :Care of Pregnant Cow
وروسته ترلنګيدو کومي شيدي چې دغوا په واسطه توليديږي داورږو په نوم ياديږي.
چې دعادي شيدو سره فرق لري واړه خوسکيان ٣-٤ ورځو پوري اورږه تـغذيه کوي چې اورږه په کافي مقدارسره پروتين،معدني مواد اوويټامينونه لري چې د وړو خوسکيانودکولمو توررنګه امراض پاکوي.که چيري واړه خوسکيان ونه کړاي شي چې داورږوڅخه استفاده وکړي نود عادي شيدو څخه هم تغـذيه کيداي شي.بايد خوسکي ته دبدن د وزن %١٠ په اندازه په ورځ کي اورږه ورکړل شي اويا په بله مانا که خوسکي دمور سره پاتي نه شو نوپه ورځ کي دري يا څلور ځلي اورږه ورکړل شي. ځکه چې اورږه دخوسکي يوه خاصه غـذا ده اوديوي اونۍ دتيريدو څخه وروسته دخوسکي مخ ته نرمه شفتله يا رشقه بايد واچول شي ترڅوپه نباتاتو عـادت شي. اوددي څخه مخکي دي دخوسکي نوم دپايوډين ياپتاشـيم پرمنګنايت محلول په وسيله پريـمنځل شي اوقطع دي کړاى شي.
دچوشک په واسطه دمور دشيدو څخه دخوسکى تغـذيه:
په اوسني عصرکي خوسکيانو ته دشيدو تغـذيه په چوشک لرونـکو سطلونواوشيدو چوشکونو کي زيات رواج لري. ځکه دغه ډول تغذيه دشيدو طبعي ډول تغذيي ته ورته ده اوهمدارنـګه نوموړي ښه طريقه ده خوسکي ښه وده کوي اود خوسکي دهاضمي مشکلات په دي طريقه کي نه ليدل کيږي.ولي اقتصادي نه ده ځکه که چيري
يوخوسکي ٢-٣ مياشتو پوري په دي طريقه کي وروزل شي ٧٥٠-٨٠٠ پاوه شيدي مصرفوي چې البته وروسته له دريمي اونۍ يوه اندازه داني اواعلي بيده هم خوسکي ته تهيه اوورکول کيږي.
 
دشيدو لوشل :Milking
شيدي يوه طاقتوره غذا ده چې دغولانـځي پوسيله تهيـه کيږي خوڅرنګه چې غوا دهمدي محصول په خاطر ساتل کيږي نوبايد چې دغه محصول په پوره پاملرني سره دغوا څخه واخستل شي.دشيدو لوشل په دوه ډوله دي.
١-دلاس په واسطه دغوا لوشل.
٢-دماشين په واسطه دغوا لوشل.
١-دلاس په واسطه د غوا لوشل:
دشيدولوشونکي شخص نظافت او بدني حالت روغ رمټ وي اوهيڅ ډول خپريدونکي يا ساري ناروغي اخته نه وي . اودشيدو لوشلو څخه مخکي بايد خپل لاسونه په صابون ومينځي اوپاکي سپيني جامي واغوندي دحيوان تيونه پاک او ضدي عفوني شي اوهمدارنګه شيدي دمکروبونو په واسطه ژر ککړيږي نوهغه سامان آلات چې دشيدو سره په تماس کي وي مخکي د شيدو لوشلو څخه دي پاک اوتعقيم شي ددي
لپاره چې پاکي اوصحي شيدي لاسته راوړو.
 
٢-دماشين په واسطه دغوا لوشل:
په اوسني عصرکې په پرمخ تللي هيوادونو کې نوموړې طريقه ډير مروجه ده
نوموړى ماشين څلور يا دوه خولې لري چې د غوا او اوزو اونورو ورته لوشونکو حيواناتو لپاره استعماليږي اوددي ترڅنـګ په ماشين کي يو جنراتور تړلي وي. چي شکل يي په لاندي ډول دي.
 
حفظ الصحه(پاکوالي ) :Hygiene
لکه څرنګه چې انسان پاکۍ ته ضرورت لري نوغوا هم پاک ځاي،پاکي غـذا ،او پاک چاپيريال ته اړتيا لري حفظ الصحه دټولو هغوتدابيروپه کار اچول دي چې دصحت دساتنې لپاره ورڅخه کار اخستل کيږي ،که مراعت نه شي نوڅاروي به په بيلا بيلوتکليفونو اخته شي او حيوان به خوار ناتوانه اوممکن مړشي يا هم غـټ مصرف به پري وشي خو دحفظ الصحـه په مراعات سره په ډير کم مصرف سره دغټ تاوان څخه ځان وژغورلاي شو.دشيدو غوا دحفظ الصحي په برخه کي بايد لاندي ټکي په نظر کي ونيول شي.
١-دڅاريولپاره بايد ځاي مناسب پاک اووخت په وخت پاک کړاي شي.
٢-څارويو ته وخت په وخت پاکه غـذا او اوبه ورکړل شي.
٣-دحيوان بدن پاک اود پرازيتو موجوديت ته پکي نظر(پام)وشي.
دمارکيټونو اوکوپراتيفونو جوړول:
دمالدارانو دتشويق اوځيني سهولتونو داسانتيا وو دبرابرولو لپاره لبني محصولاتو په خرڅلاو کي کوپراتيفونه اومارکيټونه ډير خاص رول لري ترڅو مالداران وکړاي شي د خپلي اړتيا وړضروري مواد په مناسب وخت کي ترلاسه اوخپل توليد يي کار ته به په راتلونکي کي په ښه اطمنان سره دوام ورکړي.
دشيدو اوکوچو لپاره مارکيټ:
يو دډيرو مهمو فکتورونو څخه ديو نژاد په انتخاب کي دهغي څخه موارد نظر محصول دي که چيري مونږ ډيرښه مارکيټ د هغه شيدو لپاره ولرو چه دغوړو فيصدي يې زياته و ي نو هغه نژاد انتخابوؤ چې دشيدو دغوړو فيصدي ئي زياته وي که چيري شيدي يواځي په تازه ډول دمصرف لپاره وي اوهغه څخه دکوچو استحصال دنظر وړنه ؤنو په دې صورت کې هغه نژادونه انتخابوؤ چې دشيدو دغوړو فيصدي يې ټيـټه وي مثلاً دپنير جوړولو لپاره کم غوړلرونکې شيدي استعما ليږي .دشيدو دمقدار اود شيدو دغوړو فيصدۍ ترمينځ دشيدو په غواګانوکي معکوسه رابــطه مـوجوده ده
دغواګانوځني عامي ناروغۍ اودهغوي مخنيوي:
Some Common Disease of Cows and their Preventions:
١-انتراکس(تورټپ): Anthrax
انتراکس يوه دڅارويو ډيره خطرناکه ناروغي ده چې بيلابيل څاروي پري اخته کيږي.په دغه ناروغۍ دټولو څخه زيات غواګاني،پسونه اواوزي اخته کيږي اوآسونه،اوښان خره اونور څاروي هم په دي ناروغۍ اخته کيدلاي شي.انتراکس د باسيلوس انتراسيس بکتريا څخه پيداکيږي. دناروغوڅارويو له پوزي ،خولي اومقعد څخه اکثرا وينه لرونکي افرازات راځي په دغو افرازاتو کي دباسيلوس انتراسيس باکتريا يو غټ مقدارموجود وي دغه باکتريا سپورمنځ ته راوړي چې دمځکي په نيالګيواوخاوره باندي لويږي هغه څاروي چې په دغه ځمکه باندي څريږي په دغه ناروغي باندي اخته کيږي ځکه ددي باکتريا سپورنه تر څوکالونو پوري فعال پاتي کيږي اودباران له کبله چې کله دغه خاوره بي ځايه شي نودغه ناروغي نوروځايونو ته هم خپريږي.په دي ناروغۍ انسانان هم اخته کيدلاي شي ځکه کله چې انسان دناروغوڅارويودپوستکي ،وړيو،هډوکو اويا ويني سره په تماس کي شي دتماس له کبله په دي ناروغۍ اخته کيږي.
علايم : Clinical signs
تبه، ړنګ بنګ کيدنه (کاواکي )،ريږديدنه،اوپه ساه ويستلوکي ستونزه،دخولي ،پوزي اومقعد څخه دوينې لرونکي افرازاتوراتلل دغه افرازت کيداي شي دڅاروي ترمړينې دمخه ونه ليدل شي ،پرځيدنه (لويدنه)،ټکان (تـشنج)اومړينه کله ناکله په رمه کي دڅارويو ناڅاپي مړينه ددي ناروغۍ يو اوزينۍ نـښـه وي.
 
مخينوى:Prophylaxis
څاروي ته بايد واکسين و شي اوهغه څارو ي چې په انترکس ناروغۍ اخته وي بايد په خاروکې ژور ښخ شي اوياوسوځول شي اوهرهغه څيز چې دناروغوڅارويو افرازات پرې څيڅدلي وي بايد وسوځول شي.
 
تداوي: Treatment
که څاروي څرګندي نښي وښايي نو تداوي يي ستونـزمنه ده خوبيا هم پنسلينونه او ستريپتو ما يسين يا هم تتراسيکلينونه تر يوې اندازې پوري مؤثردي.
 
٢-توبرکلوز(نرى رنـځ) :
غواييز تبرکلوزدغواګانو يوه ساري ناروغي ده چې دمايکو بکتريم بويس څخه پيدا کيږي په دې ناروغۍ غواګانې اونور څاروي اخته کيږي اوهمدارنګه دغواوڅخه انسانانوته هم سرايت کوي کله چې انسانانو په واسطه دناروغوغواګانو اومې شيدې وڅـښل شي اويا داوموشيدو څخه جوړ شوي لبنيات وخوړل شي انسانان پري اخته کيږي.کيداى شي چې غواوي په غواييز توبرکلوز اخته وي خودناروغۍ نـښي ترډيرو مياشتو ياکلونو پوري څرګندي نه شي.فشاراوزړښت دناروغو څارويوغواييز توبرکلوتحريکوي چې له امله يې پراخته څاروي دناروغۍ نـښي ښکاره کوي اومري.
 
علايم :Clinical sign
کمزورتيا ،ډنګرتيا ،دلمفاوي دغوټي لويدل (پړسيدل)،ټوخى اوپه ځينو څارويوکي ترڅو چې حلال نه شي اوپه سږو اود بدن په نورو غړوکې يې ټپونه ونه ليدل شي دناروغۍ هيڅ ډول نـښې نه څرګندوي .په څړځايونو کي دتوبرکلوز تشخيصول ګران اوستونزمن کاردي.
 
Prophylaxis : مخنيوى
څاروي عمومآ دهغه غاز اومايع دتنفس کولوله امله،کوم چې دناروغه څارويو دټوخي يا ساه اخستلوله امله په هواکښې خپاره شوي وي،پردي ناروغۍ اخته کيږي.
دتوبرکلوزڅخه دخپلوڅارويودساتنې لپاره بايد ټول ناروغه څاروي اوهغه څاروي چې په ناروغۍ اخته څارويو ته ورنږدي شوي وي مړه اوجسدونه يى بايد ښـخ ياوسوځول شي.اوټول هغه ځايونه چې په ناروغۍ اخته څاروي پکي ساتل شوي يا ګرځيدلي وي بايد پاک اوضدعفوني کړۍ شي.اوهمدارنګه هغه غواګاني چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته وي دهغوي داوموشيدو دڅـښلواودهغوي دلبنياتوڅخه بايد ځان وساتل شي.ځکه دخوړو له امله انسانان هم په دې ناروغۍ اخته کيږي.
 
تداوي: Treatment
نوموړې ناروغي يوه اوږده ناروغي ده چې تداوي يې اقتصادي نه بريـښي خو دناروغۍ دمخنيوي لپاره بايد ځيني دواګانې استعمال کړاى شي او يا دسختى ناروغۍ په صورت کي حيوان حلال اوژور ښخ کړاى شي.د ناروغۍ دتداوۍ لپاره بايدلاندي پينسلينونه دوترنر ډاکتر دهدايت يا لارښونې سره سم استعمال کړاي شي او دهغه سره پري مشوره وکړاي شي.
١-استرپتومايسين ٢-پنسلين ويال( ٢ )ميلونه ٣- تابليټ ايزونيازيد اوداسي نور.
 
Brucellosis ٣-بروسلوزيـس:
بروسلوزيس يوه ساري ناروغي ده چې اکثره غواګاني ،پسونه اواوزي پري اخته کيږي
بروسلوزيس دبروسيلادکورنۍ له ډول ډول بکترياو څخه پيدا کيږي اوپه مختلفو نومونو لکه څپه ييزې تبې ،دساري نقصان (دحمل زيانول )،اودبنګ د ناروغيوپه نومونو سره ياديږي.نوموړې ناروغي په غواګانو.پسونو اواوزو کي دنازيږيدلوبـچو (حمل)دزيان (سقط)يادمړه بچي د زيږيدني سبب ګرځي اودڅارويو څخه انسانانو ته هم انـتقاليداى شي اوهغوي په تبه،سرخوږي اودشپـې په خوله کيدواوستومانۍ اخته کوي.
Clinical sign علايم:
دبلاربوالي په اخره مرحله کي غوابـچي زيږوي اوکه نر غوايي پرې اخته شي نو خصيي يا هگۍ يې پړسيږي.په غواووکي زياتره پلاسينتا ياپيروان بند پاتي کيږي خوپه غواوو کي مشخصي نـښي نه ترسترګو کيږي.
 
Prophylaxis مخنيوي:
دبروسيلا باکتريا دناروغوحيواناتو په شيدو،وينه اوبولو(ميتازو)کي هم موجود وي.
شيدې بايد وايشول شي اوغوښـه مخکې له خوړلو څخه بايد ښـه پخـه شي.دبروسلوزيس دناروغۍ څخه دخپلو څارويو دساتني لپاره بايد هغه ټول ځايونه چې ناروغه څاروي په کي ساتل شوي ،ګرځيدلي يا پکــي دهغوي وينـه ،بولي(ميتازي) ياکومه بله مايـع څڅيدلي وي پاک اوضد ې عفوني کړئي اوپه دې ناروغۍ اخته څاروي بايد له نوروڅارويو څخه لرې وساتل شي.
Treatment تداوي:
تداوي يي کاميابه نه ده.
 
Food Moth Disease F.M.D٤-دافتوزتبه (طبق):
دافتوزتـبه په غواګانو،پسونواوزو اوهغوڅارويو کي چې همدغه شان پـښې لري يوه ډيره ساري ناروغۍ ده دافتوز دتبي له ويروس څخه پيداکيږي طبق دايف –ايم –ډي اوفايبرافتوسا په نومونو سره ياديږي.نوموړي ناروغي په اسانۍ سره په ټوله رمه ياډله کي خپريږي په دي ناروغۍ اخته څاروي خپل وزن له لاسه ورکوي،په روانيدلو کي ستونزه لري اودشيد‌‌و توليد يې کميږي.اوپه اسانى سره په سيمه کې خپريدلاى شي اوکيداى شي دغه ويروس په انسانانوکر هم موجودوي اوله انسانانو څخه څارويو ته انـتقال شي.
 
Clinical sign علايم:
په دې ناروغۍ اخته څاروي تبه، خوله ،ژبه،دغولانځوپه څوکو،اودپـښوپه منځ کې تڼاکې اوتوږنې،دخولې څخه دډيرو لاړوتلل،په ګرځيدلوکې ستونزه لرل،وزن بايلل اودشيدوپه توليد کې کموالى.غواګانې نسـبت پسونواواوزوته دناروغۍ نـښې ژرڅرګنده وي.
 
Prophylaxis مخنيوي
دافتوزيا طبق له تبې څخه دخپلوڅارويودساتنې لپاره بايد ټول ناروغه څاروي له نوروڅارويوڅخه لري وساتل شي اوهغه ټول ځايونه چې ناروغه څاروي پکي ساتل شوي ياګرځيدلي وي ښـه پاک اوضدې عفوني کړى دطبق دتبې ويروس ډير ډولونه لري دښې نتيجي لپاره دواکسين ډول بايد دطبق دتبې دويروس دډول سره توافق ولري.که چيري دواکسين ډول اودناروغۍ دويروس ډول توپير ولري نوواکسين شوي څاروي به له ناروغۍ ونه وژغورل شي ددې دمخنيوي لپاره بايد لابراتواري آزموينې ترسره شي.اووروسته دهغې څخه دې ورته واکسين و شي .دواکسين دتطبيق ښه وخت دجوزا مياشت ده اودويم ځل دي دحوت په مياشت کې واکسين شي.
Treatment تداوي:
تداوي نه لري خو دنوروميکروبونودمداخلي څخه د مخنيوي په خاطرانتي بيوتيکونه ورکولاى شو.خوله اوپـښې دې دپوتاشيم پرمنګنات په محلول ومينځل شي دزخمونو دمينځلولپاره د مالګې څخه هم کاراخيستلاى شو.
P.P.R ٥-رينډرپـيسټ (وبا):
وبادغواګانو يوويروسي ساري ناروغي ده ،چې درينډرپيسټ يا وبا په نوم ياديږي، اوپه غونډه ډله کې په چابکۍ سره خپريږي په دي ناروغۍ داخته څارويو ډيره جګه يا لوړه تبه وي اووزن يي کميږي اواکثره څاروي سمدلاسه ورڅخه مري اودنوموړې ناروغۍ ويروس په انسانانوڅه اثرنه کوي.
Clinical sign علايم:
په يادي شويې ناروغۍ اخته څاروي جګـه تبه لري،له پوزي اوسترګوڅخه داوبولرونکوافراز توراتلل،دڅارويو په خوله کي ډيرځلي ټيونه ليدل کيږي اوپه اسهال اخته وي.
Prophylaxis مخنيوى
درينډرپـيسټ ياوبا له ناروغۍ څخه دخپلوڅارويود ساتنې لپاره بايدټول ناروغه څاروي اوهغوى ته ورنږدې شوي څاروي مړه اوجسدونـه يې ښـخ ياوسوځول شي.
اوهغه ځايونه چې ناروغه څاروي پـه کي ساتل شوي يا ګرځيدلي وي بايد پاک اوضدى عفوني شي ددې لپاره چې څرګنده شي آيا څاروي درينډرپـيست يا وبا په ناروغۍ اخته دي اوکه نه؟ بايد لابراتواري آزمويني ترسره شي.
 
Treatment تداوي:
رينډرپـيسټ يا وبا دتداوي لپاره بايدله واکسين څخه کار واخستل شي.
 
٦-دغولانځي پړسوب:
که چيري دغولانځي يوه برخه دبلي په پرتله لويه شي دغه پـيښي ته دغولانځې پړسوب وايي.
 
Clinical sign علايم:
پړسيدلي برخه توده سوررنګ لري يا هم شين رنګ غوره کوي دشيدو توليديې کميږي،په شيدوکې اوبه ياوينـه ليدل کيږي اوکه ډيروخت پرې تـيـرشي ممکن په شيدوکي زوه وليدل شي .زياتره غواګانې تبه هم ورسره لري.
Prophylaxis مخنيوى
دغه ناروغي زياتره دغولانځې سره دناپاکه ځاى اوناپاکه لاسونودتماس په وسيله پيدا کيږي نوبايد حفظ الصحه مراعات شي.دلوشلو په وخت کې لاسونه په صابون ومينځل شي اودغولانځي پريمينځل په پاکوګرمـواوبواو په پاکه ټوټه وچول يي مؤثردي .په غوجل کې دزياتوڅارويوتړل دناروغۍخپريدو لپاره زمينه بــرابـروي.
 
Treatment تداوي:
مختلف انتي بيوتيکونه دتي له لاري دملهم يا محلول په شکل ياهم په پيچکارۍ (زرقي) شکل دتتراسيکلينو،سلفانامايدونو اودپنسلينونو تطبيق دتداوۍ لپاره په کار وړل کيږي .
 
Black Lag Disease ٧-بليک ليـګ ياتورلينګي:
دعضلاتو يوډول پړسوب دى چې دګاز توليدونکو باکتريا وو په وسيله منځته راځي.
 
Clinical sign علايم:
څاروي په پـښه ګوډوالي ښا يي او په پړسيدلي عضلاتو کي يي دترق تروق يا کړپ اوکړوپ اواز د فشار ورکولوپه وخت کي اوريدل کيږي کيداى شي څاروي ١٢-٢٤ ساعته په اوږدو کي له مينځه ولاړ شي.
 
Prophylaxis مخنيوى:
دناروغۍ په مقابل کي دي دحمل او ثور په مياشتو کي واکسين و شي.
 
Treatment تداوي:
دوترنر ډاکتر دهدايت يا لارښونې سره سم دي پنسلينونو ،ياهم تتراسکلينونو استعمال کړاي شي.
 
٨- په غواګانو کي داخلي پرازيتونه:
داخلي پرازيتونه عبارت دهغه پرازيتونوڅخه دي چې دحيوان په داخل کي ژوند کوي او دحيوان په هاضمې سيستم، ځګر اوسږو باندې خپل ژوند سرته رسوي او دهغوى وده اوصحت زيامن کوي.
 
دځگر چينـجى:
داچينـجي په ځګر اودصفر ا په ناليو کي ژوند کوي چې دپلنو چنـچيانو په نامه سره ياديږي دحيوان ځگر( ينـه) خرابوي.
Clinical sign علايم:
که په ډيرتعداد سره دغه چيـنجي دحيوان بدن ته داخل شي نوکيداى شي حيوان له مينځه يو سي که نه نو دوينې کموالىاومخاطي غشاوو کم رنګـه کيدل ،يا ژيړوالى ،دپوستکي خړوالى اسهال اود شيدوپه حيوان کې کمښت ليدل کيږي.
 
Prophylaxis مخنيوي
نوموړې مرض په هغوځايونوکي پيدا کيږي چې جبه زارې يا زيم ناکې ځمکې وي دمرض دمخنيوي لپاره بايدهلته څاروي ونه څرول شي.
 
Treatment تداوي:
ترايکلوبندازول ٢٥٠ملي ګرامه بولسونه.
يو بولس په ٢٥کيلوژوندي وزن باندي.
دمني اوپسرلي په وخت کې دچيـنجيوضد دواګانو استعمال.
 
دسږو چيـنجيان:
نوموړي چينـجيان په سږو کي ژوند کوي چې په نتيـجه کې په حيواناتو کې تنفسي ستونزي پيداکيږي.
 
Clinical sign علايم:
په حيواناتوکي ټوخى،وزن له لاسه ورکول اوکيداي شي نورې تنفسي ستونزې هم ورته پيدا شي.
 
Treatment تداوي:
دوترنر ډاکترد هدايت سره سم يادحيوان ديو کيلو وزن په اندازه ٥.٧ګرامه ليواميزول استعمال شي.
 
 
٩-په غواګانو کې خارجي پرازيتونه:
دا هغه پرازيتونه دي چې دحيوان په پوستکي او يا د پوستکي لاندې ژوند کوي په دغه ډله کې کونې، کنې، سپږې او جرب پم د ناروغۍ عامل شامل دي .
 
کنې: Tick
داهغه پرازيت دى چې د يو حيوان څخه بل حيوان ته ناروغي انتقالوى.اودا پرازيت د حيوان څخه وينه زبيښي.
 
نښې:Clinical sign
زياتره دغه پرازيتونه د حيوان په هغه ساحو کي وي چي ويښتان نه وي لکه د غوږونو داخلي برخه تخرګونه د لکۍ لاندې برخه کې ليدل کيږي حيوان نارامه وي او دوينې کموالى په کې ليدل کيږي.
 
درملنه :Treatment
تراي کلوروفان(١٥ )ګرامه په لس ليتره اوبو کې د سپرې په شکل دي استعمال کړاى شي.
 
مخنيوي :Prophylaxis
د غواګانو داوسيدو په ځاى کې بايد ذکرشوي دوا وپاشل شي اودغوجل چاوونه دې بند کړاى شي.
 
سپږې: Lice
دا هغه پرازيت دى چې د څارويو او مرغانو په پو ستکي باندې ژوند کوي او ځيني يې په جلد يا پوستکي خوله لګوي او وينه يي زبـيښي.
 
نښې : Clinical sign
زياتره څاروي ځان ګروي اوبدن يې خارښت کوي .ويښتان يې له منځه ځي اشتهايي کميږي دونې په ډډ يا ديوال پسې ځان مښي او په خوسکيوکې د کم خونۍ سبب ګرځي .
 
درملنه:Treatment
نيګوان پوډر( ١٥) ګرامه په لس ليتره اوبو کي د سپري په شکل استعماليږي.او د درې اوينو په فاصلې سره بايد استعمال کړاى شي.
 
مخنيوى :Prophylaxis
په منظم ډول د حشراتوضد دوا استعمالول.
 
پم ياګرک ناروغي:
واړه پرازيتونه دي چې دپوستکي په داخل کې ژوند کوي دپوستکي دپړسوب او
خارښت سبب ګرځي په سترګونه ليدل کيږي.
 
نښې : Clinical sign
دبدن خارښـت ،دويښتانوله مينځه تلل ،جلدي پړسوب اودبڼي بدليدل يې څرگندي نـښي دي .
 
درملنه:Treatment
نيګوان پوډر ١٥ګرامه په لس ليتره اوبوکې ددوو اونېو په فاصله دسپرې په شکل استعما ل کړاي شي.
دخارجي پرازيتونو په مقابل کې دلتامترين په ټاکلي مقدار سره هم استعمالولي شو.
.
ماخذونه : References
١-احمد بايردرمل،عزيزاحمد کاکړ.د څارويو د روزني لنډ لارښود
٢-په افغانستان کي دڅاروودغټو(مهمو)ناروغيوپيژندل اوراپورورکونه.
٣-تيم استادان مرکز تربيوي وترنري چاريکار،کورس ريفريشر تشخيص تفريقي امراض-امراض فوق العاده ساري وزونوز( ١٣٨٦ )هـ ش.
٤-خوشدل معروف،چيـپـټر نوټ.(١٣٨٥) هـ ش.
٥-داکترمحمد جواد ضميري ،پرورش ګاو شيري (١٣٨٣) هـ ش.
 
کال :١٣٨٧هـ ش